خلیلزاد: متحده ایالات به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي

سلام ټایمز

واشنګټن -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا راپور رد کړ چې متحده ایالات به له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د برخې په توګه له افغان ځواکونو سره خپل ملاتړ پای ته ورسوي.

خلیلزاد دا خبره د دوشنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ د رویټرز د هغه راپور په رد کې وکړه چې د طالب سرچینو د قول په نقلولو سره یې ویلي وو چې د سولې په هوکړې سره به متحده ایالات د افغان حکومت له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د خلیلزاد دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ‌ کې وویل، «دا خبره چې د رویټرز په یوه راپور کې د دوه بې نومه طالب قوماندانانو له قوله ویل شوي وو چې د هوکړې د برخې په توګه به مونږ د افغان ځوکونو له ملاتړ څخه لاس واخلو غلطه ده.»

هغه وویل، «هیڅوک هم باید له داسې پوچو تبلیغاتو څخه ونه وېرېږي او نه پرې وغولېږي. اجازه راکړئ چې پاکه یې ووایم: مونږ به اوس هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوو او له طالبانو سره له هرې هوکړې وروسته به یې هم ملاتړ کوو. ټول لوري په دې متفق دي چې د افغانستان د راتلونکي په هکله پرېکړه به په بین الافغاني مذاکراتو کې کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500