ديپلوماسي

مسکو او طالبانو د افغان حکومت له حضور څخه پرته دپلوماتیکې اړیکې ولمانځلې

سلام ټایمز

د افغان طالبانو جیګپوړي مذاکره چیان ملا عبدالغني برادر (چپ) او شېرمحمد عباس ستانکزی (ښی) د غبرګولي په ۷ مه په مسکو کې د یوه کانفرانس په ترڅ کې لیدل کیږي. دا کانفرانس د افغانستان او روسیې تر منځ د دپلوماتیکو اړیکو د یوې پېړۍ د پوره کېدلو په مناسبت جوړ شوی چې ورپسې د افغانستان د اپوزیسیون سیاستوالو د هېواد د راتلونکي په هکله خبرې اترې وکړې. [نیکولای کورژوف/ای اېف پي]

د افغان طالبانو جیګپوړي مذاکره چیان ملا عبدالغني برادر (چپ) او شېرمحمد عباس ستانکزی (ښی) د غبرګولي په ۷ مه په مسکو کې د یوه کانفرانس په ترڅ کې لیدل کیږي. دا کانفرانس د افغانستان او روسیې تر منځ د دپلوماتیکو اړیکو د یوې پېړۍ د پوره کېدلو په مناسبت جوړ شوی چې ورپسې د افغانستان د اپوزیسیون سیاستوالو د هېواد د راتلونکي په هکله خبرې اترې وکړې. [نیکولای کورژوف/ای اېف پي]

مسکو -- مسکو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۷مه/ د دې لپاره د افغان اپوزیسیون سیاستوالو او د طالبانو د استازو کوربه وو چې د کریملېن په وینا د روسیې او افغانستان تر منځ د دپلوماتیکو اړیکو ۱۰۰مه کلیزه ولمانځي.

د دغې دوه ورځنۍ غونډې په پیل کې چې پر تلوېزیون خپرېدله، د طالبانو سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر وویل چې یاغیان غواړي چې ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسېږي خو هوکړه به یوازې وروسته له هغه لاسلیکوي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

برادر چې له فقید ملا محمد عمر سره یې د طالبانو د ډلې په جوړولو کې مرسته کړې وه د سلواغې په میاشت کې د پاکستان له یوه محبس څخه له را خلاصېدلو څخه وروسته د یادې ډلې سیاسي مشر وټاکل شو.

هغه چې په لومړي ځل په رسنیو کې راڅرګند شو، وویل، «طالبان واقعاً سولې ته ژمن دي، خو فکر کوي چې لومړی باید د سولې په لاره کې خنډ له منځه وېوړل شي. خنډ د افغانستان اشغال دی او هغه باید پای ته ورسیږي.»

د غبرګولي په ۷ مه په مسکو کې له یوې جوړې شوې ویډیو څخه د ای اېف پي ټي وي دا سکرین شاټ عکس د طالبانو د جیګپوړي مذاکره چي ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالب چارواکو یو هیئت ښیي. [نیکولای کورژوف/ای اېف پي]

د غبرګولي په ۷ مه په مسکو کې له یوې جوړې شوې ویډیو څخه د ای اېف پي ټي وي دا سکرین شاټ عکس د طالبانو د جیګپوړي مذاکره چي ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالب چارواکو یو هیئت ښیي. [نیکولای کورژوف/ای اېف پي]

له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل داسې یو ټکی دی چې طالبان پرې په تېر مني کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې د خبرو له پیل راهیسې کلک ولاړ دي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په مذاکراتو کې دا رد کړې چې د عسکرو د اېستلو په هکله په یوه مهالوېش باندې هوکړه وکړي، او دا داسې یو موقف دی چې افغان حکومت یې بشپړ ملاتړ کوي.

خلیلزاد د کب په میاشت کې «په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو له یوه اوږده پړاو» څخه وروسته په یوه ټویټ کې ولیکل، «سوله په څلورو مسایلو باندې هوکړې ته اړتیا لري: د ترهګرۍ ضد اطمینانونه، د عسکرو اېستل، بین الافغاني خبرې اترې او هر اړخیز اوربند.»

د منافقت تاریخچه

روسي مشران په افغانستان کې د یوه سوله راوستونکي په توګه د نړۍ وال نفوذ د ترلاسه کولو د هڅو په لړ کې له شرطونو څخه پرته د طالبانو د غوښتنو ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د طالبانو ۱۴ کسیز هیئت ته مسکو ته په ورتللو سره ښه راغلاست وویل، دا په داسې حال کې ده چې دغې ډلې ته په روسیه کې د یوه ترهګر سازمان په سترګه کتل کیږي.

هغه وویل، روسیه او افغانستان «یو شریک هدف لري -- او هغه د ترهګرۍ پر ضد جګړه ده»، او تاکید یې وکړ چې مسکو د بهرنیو ځواکونو د بشپړ اخراج ملاتړ کوي.

د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، هغه وویل، «روسیه معتقده ده چې په افغانستان کې د شخړې نظامي حل ناشونی دی. یوازنۍ لاره چې کېدای شي سوله پرې راشي دپلوماتیکه لاره ده.»

له دې سره سره، کریملېن له ډېر وخت راهیسې طالبانو ته وسلې او تجهیزات ورکوي چې له افغان حکومت سره د اورپکو جګړه پراخه او د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

طالبان له درېغ کولو څخه پرته یادې وسلې د افغان عوامو، چارواکو او اداراتو پر ضد کاروي او دغه کار ته دوام ورکوي.

ازادۍ رادېو د غبرګولي په ۷ مه د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ چې وایي، پر امنیتي ځواکونو د طالبانو په بریدونو کې چې یو یې په غور ولایت او بل په لوګر ولایت کې ترسره شو لږ تر لږه ۲۳ منسوبین ووژل شول.

د افغان حکومت محاصره کول

د مسکو د سې شنبې غونډې ته د ولسمشر اشرف غني د حکومت ډېر جیګپوړي غړي نه وو ورغلي، خو د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس او په روسیه کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند په کې برخه اخیستې وه.

د ازادۍ راډېو د راپور له مخې د هغو افغان سیاستوالو او چارواکو په ډله کې چې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی جنګسالار عطامحمد نور، د غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالي کوي، او په پاکستان کې پخوانی افغان سفیر عمر زاخېلوال شامل ول.

په غونډه کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیې کوفي په شمول دوه ښځې حاضرې وې.

دا دویم ځل دی چې طالب مشران په روسیه کې له افغان څېرو سره ګوري. تېر ځل هغوی د سلواغې په میاشت کې په یوه غونډه کې سره یو ځای شول چې په کې پخوانیو دښمنانو په ګډه د جماعت لمونځ او د ډوډۍ په سر یې مجلس وکړ.

د بلخ پخواني والي نور وویل، هغه «زمونږ له ورونو، طالبانو سره د ښو اړیکو لرلو» ملاتړ کوي.

د ای اېف پي د راپور له مخې هغه وویل، «راځئ چې لږ شاته لاړ شو، یو بل ته غېږې خلاصې کړو او د سولې د پیلولو لپاره شرایط جوړ کړو.»

له ولسواکۍ څخه سرغړونه

د روسیې له خوا له افغانستان سره د دپلوماتیکو اړیکو «لمانځنې» چې په نړۍ واله سطحه ترهګر پېژندل شوي ګروپ او د افغان حکومت مهم اپوزیسیون په کې برخه اخیستې وه ډېر کتونکي توهین کړل.‌

د ولسي جرګې یوه پخواني غړي محمد داود کلکاني وویل، «نړیوال اصول او د دپلوماسۍ مقررات دا ایجابوي چې روسیه له افغانستان سره د خپل دپلوماتیکو اړیکو د ۱۰۰مې کلیزې د لمانځنې لپاره د افغان حکومت رسمي استازي ور وبلي.»

هغه وویل، «له بده مرغه، د افغانستان د حکومت او خلکو د توقع پر خلاف... مسکو د طالبانو د ترهګر ګروپ په وربللو سره له دپلوماتیکو مقرراتو څخه سرغړونه وکړه.»

هغه وویل، «دا وخت طالبان د هېڅ هېواد یا هېڅ نړۍ وال سازمان له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي. مسکو ته د دغه ګروپ وربلل د طالبانو د ترهګر ګروپ د په رسمیت پېژندلو معنی لري، او دغه کار یو ځل بیا افغانانو او نړۍ والې ټولنې ته ثابته کړه چې روسان د طالبانو اصلي ملاتړ کوونکي دي.»

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر نبي مصداق وویل، «د روسیې له خوا یوه دپلوماتیک مجلس ته د طالبانو وربلل د دپلوماسۍ له اصولو سرغړونه او د نړۍ والو وجایبو ماتول دي.»

هغه وویل، «روسانو د مسکو په لومړۍ غونډه او بیا اوس په دې غونډه کې د افغان حکومت په له پامه غورځولو سره وښودله چې هغوی د افغانانو یا د هغوی د حکومت دوستان نه دي بلکې د طالبانو دوستان او متحدان دي، په داسې حال کې چې دغه ډله هره ورځ په خپلو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه خلکو ژوند اخلي.»

مصداق وویل، «مسکو ته د طالبانو په وربللو سره، روسانو یاد ګروپ ته مشروعیت ورکړ او د افغان حکومت او خلکو پر ضد د هغوی جګړه او ترهګریز فعالیتونه یې په رسمیت وپېژندل.»

هغه وویل، «افغان حکومت سره له همغږۍ او په جریان کې اچولو څخه پرته داسې مجلسونو ته د طالبانو وربلل نه یوازې د سولې پروسې سره مرسته نه کوي بلکې د سولې پروسه لا نوره پېچلې کوي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېره ښه او مفصله لیکنه ده چې په خوږه پښتو مو لیکلې ده. سلام ټایمز نه مننه

ځواب ورکړئ