امنیت

افغان ځواکونو په هرات کې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکې جنایتکارې ډلې وځپلې

د علي راپور

د ولسي جرګې یوه هیئت د مرغومي په ۲۱مه له هرات ولایت څخه لیدنه وکړه څو په دغه ولایت کې د امنیتي وضعې پلټنه او ارزونه وکړي. ترلاسه شویو معلوماتو وښودله چې د ایران رژیم په دغه ولایت کې د ډېرو هغو پېښو تر شا لاس لري چې امنیت ګواښي او د ترهګرۍ او د افغانانو تر منځ د نهیلۍ سبب کیږي. [علي]

کابل -- افغان ځواکونو په هرات کې روانو ویجاړوونکیو حالاتو ته په پام سره د طالبانو د ډلې د غړو او د جنایتکارو کړیو د نیولو لپاره چې په وروستیو اونیو کې یې په یو لړ تښتونو کې لاس درلود، عملیات ترسره کړل.‌

امنیتي‌ عملیات د مرغومي په ۲۱مه، له هرات څخه د ولسي جرګې د یوه هیئت له لیدنې څخه وروسته پراخ شول. هیئت دغه ولایت ته د امنیتي وضعې د څېړنې او ارزونې لپاره تللی وو.‌

په امنیتي اندېښنو کې هدفي وژنې او تښتونې، منظم جرمونه او د هرات ولایت په یو شمېر ولسوالیو باندې د طالبانو بریدونه شامل وو.

هیئت یوه اونۍ وروسته خپلې موندنې څرګندې کړې او ویې ویل چې په هرات کې د ډېرو هغو پېښو تر شا چې د دغه ولایت امنیت ګواښي او د اوسېدونکیو تر منځ ترهګري ترسره کوي، د ایران رژیم لاس لري.

ځایي چارواکي د مرغومي په ۱۴مه د هرات د ملي امنیت ریاست کې پنځه مشکوک تښتونکي ښیي. [عمر]

ځایي چارواکي د مرغومي په ۱۴مه د هرات د ملي امنیت ریاست کې پنځه مشکوک تښتونکي ښیي. [عمر]

افغان امنیتي ځواکونو د مرغومي په ۲۹مه په ګذره ولسوالۍ کې د مشکوکو تښتونکیو یو پنځه کسیز ګروپ ونیو.

په ورپسې ورځ هغوی ۱۲ نور مشکوک کسان ونیول او په انجیل ولسوالۍ کې یې څلور تښتول شوي کسان خلاص کړل.

په یوه جلا پېښه کې، امنیتي ځواکونو دوه ترهګر چې په پولیس افسرانو باندې د برید تر شا یې لاس درلود، ونیول. په برید کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي ول.

د هرات امنیه قوماندان جنرال سلطان داوود سلطان د مرغومي په ۳۰مه خبریالانو ته وویل، په هرات ولایت کې تښتونې هم سیاسي او هم اقتصادي انګېزې لري.

ایران ملامت دی

هرات ته د ولسي جرګې د تللي هیئت مشر عبدالستار حسیني وویل، د ایران رژیم په هرات کې د ۲۲ ډېرو خطرناکو جنایتکارو ګروپونو چې په حکومت ضد فعالیتونو کې ښکېل دي،‌ ملاتړ کوي.

هغه وویل، د دغو ګروپونو هر یو په دغه ولایت کې له ۲۰ څخه تر ۱۵۰ پورې فعال غړي لري.

هغه وویل، دغه ګروپونه چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي په فعاله توګه په وژنو، تښتونو، منظمو جرمونو او د عامه نظم په مختلولو کې لاس لري.

حسیني وویل، «طالبان او د ایران له خوا ملاتړ کېدونکي ګروپونه د افغانستان او ایران تر منځ ازاد تګ راتګ کوي. د دغو ترهګرو ګروپونو د قوماندانانو کورنۍ په ایران کې ژوند کوي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت دغه ترهګرو ته نېغ په نېغه وسلې او مهمات ورکوي.»

همدارنګه هیئت وموندله چې، د ایران حکومت تر خپل حمایت لاندې ګروپونو غړو ته د هویت کارډونه ورکړي څو هغوی په ایران کې ازادانه وګرځي.

هيئت وموندله چې د تهران له خوا حمایه کېدونکي ګروپونه سخته هڅه کوي څو په لوېدیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه په هرات کې د رژیم تسلط غښتلی کړي.‌

د پانګې تیښته

د ایران د رژیم له خوا ملاتړ کېدونکي او په هرات ولایت کې فعال ګروپونه د ترهګرۍ په هڅولو سربېره د پانګونو د کمېدلو سبب ګرځېدلي ځکه پانګوونکي نه غواړي په داسې سیمو کې پانګونه وکړي چې هلته جنایتکارې او ترهګرې ډلې فعالې وي.

والي سید وحید قتالي د مرغومي په ۱۴مه خبریالانو ته وویل، دغه ګروپونه هڅه کوي ترڅو د هرات په صنعتي ولایت کې د پانګونې مخه ډب کړي.

هغه وویل، «په هرات ولایت کې چې د هېواد اقتصادي مرکز دی، د دغو ډلو اصلي‌ هدف دا دی ترڅو زموږ خلک نهیلي کړي او په منظمه توګه ترهګري خپره کړي.»

هغه زیاته کړه، «په داسې حال کې چې موږ په صنعتي ښارګوټي کې نوې فابریکې پرانیزو، ناامنۍ موږ ډېر بد متاثر کړي یو. زموږ د پانګې یوې برخې ګاونډیو هېوادونو ته تښتیدلې ده چې دا کار زموږ لپاره په هېڅ توګه د منلو نه دی.»

قتالي‌ ایران ته په اشارې وویل، «ځینې ګاونډي هېوادونه په هرات ښار کې د ناامنۍ او تښتونو ملاتړ کوي څو د هغوی له خوا پيسو مینځلو ته لاره هواره کړي او هغوی په کې اقتصادي‌ ګټې ترلاسه کړي.»

د مرغومي‌ په ۲۵مه، د هرات له ۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي په هرات ښار کې راټول شول څو هغه څه، چې هغوی د خپل هېواد په چارو کې د ایران لاسوهنه بلله، وغندي.

هغوی وویل، د طالبانو په څېر ترهګرو ډلو په ملاتړ سره، د ایران رژیم هڅه کوي چې د بندونو په څېر بېخبنایي پروژو مخه ونیسي.‌

نور د منلو وړ نه دی

د هرات یوه اوسېدونکي شکېب رحماني وویل، ګاونډي هېوادونه او په ځانګړې توګه ایران د هغو ستونزو مسؤل دي چې افغانان هره ورځ‌ ورسره مخامخ کیږي.

هغه زیاته کړه، «موږ ایران ته د یوه دوست ګاونډي په سترګه کتل، خو اوس موږ وینو چې هغه داسې کارونه کوي چې په افغانستان کې د ناامنۍ او زموږ د ژوند د ویجاړولو سبب کیږي.»

د هرات یوه بل اوسېدونکي محبوب احمدي وویل، «د ایران او پاکستان په څېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د حکومت ضد ګروپونو ملاتړ کوي چې دغه حالت په هېواد کې د ناامنۍ سبب شوی دی.»

هغه وویل، «زموږ له ګاونډیانو څخه زموږ تمه دا ده چې د سولې او امنیت په راوستلو کې همکاري وکړي، خو دغه هېوادونه د دې سبب شوي چې په افغانستان کې سوله، امنیت یا پرمختګ ونشي.»

د هرات اوسېدونکي فرید احمد فرهمند وویل، د افغان کډوالو پر ضد د ایران د حکومت ظلم او د افغانستان په چارو کې یې لاسوهنه نور د منلو وړ نه دي.

هغه وویل، «د ایران حکومت له کالونو راهیسې طالبانو ته پيسې ورکوي ترڅو په افغانستان کې د پرمختګ مخه ونیسي. ایران نه غواړي چې افغانستان د اوبیزې برېښنا بندونه او فابریکې ولري، او موږ ډېر ځلې لیدلي چې هغه هڅې کړي ترڅو په لوېدیځ زون کې د اوبیزې برېښنا بندونه ویجاړ کړي خو بریالی شوی نه دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه، دا ګروپ خو په یوه شپه کې نه دی جوړ شوی. میاشتې او ښایي کلونه یې نیولي‌ وي چې دا ګروپ جوړ شي. ولې تاسو دغه ډول ګروپونه له جوړېدلو څخه مخکې له منځه نه وړئ؟‌ آیا د ولسمشر وینه په دې هېواد کې د یوه عادي شخص له وینې څخه فرق لري؟‌ کله چې ولسمشر یا یو بل جیګپوړی چارواکی دې ښار ته راځي، حتی ماشی نشي کولی چې پر ووهي.‌ بیا څنګه انسانان خوځېږي؟!! تاسو باور وکړئ چې که استخباراتي او امنیتي ادارې وغواړي، حتی یو بوتل معدني اوبه په سرحد نشي راتېرېدلی.

ځواب ورکړئ

د ایران د ترهګر رژیم د ناکامولو یوازنۍ لاره دا ده چې هغه اوبه مهار کړو چې زمونږ له هیواد نه مفتې ور روانې دي. که د افغانستان حکومت زما منلې وای، داسې کار مې کاوه چې د کمال خان بند او نورو هغو بندونو سره چې له ایران سره نژدې جوړیږي په خواوشا کې مې غټې کندې اېستلې او ونې مې ورسره کرلې. کله چې له بند نه اوبه زیاتېدلې مثلا د پرله پسې بارانونو په وخت کې بیا مې هغو کندو ته ورخوشې کولې، لاکن په هېڅ صورت مې د ایران د ترهګر او ناولي رژیم تر واک لاندې سیمو ته نه پرېښودلې. همدغه چاره باید د پاکستان ترهګر نظام سره هم وشي. په دې برخه کې باید نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا په افغانستان کې د بندونو په جوړولو کې مرسته وکړي. دا یوازنۍ لاره ده چې کولی شي زمونږ په ترهګرو ګاونډیانو باندې فشار راولي. مړه دې وي ایراني او پاکستاني ترهګر.

ځواب ورکړئ