امنیت

د هرات په زرګونو اوسېدونکیو د طالبانو روان تاوتریخوالی وغانده

د عمر راپور

نږدې ‍‍‍۱۰۰۰۰ ښځې، دیني عالمان، ځوانان او د جګړې د قربانیانو کورنۍ تېره اونۍ په هرات ښار کې راټول شول ترڅو د طالبانو روان تاوتریخوالی وغندي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- نږدې ‍‍‍۱۰۰۰۰ ښځې، دیني عالمان، ځوانان او د جګړې د قربانیانو کورنۍ تېره اونۍ په هرات ښار کې راټول شول ترڅو د طالبانو روان تاوتریخوالی وغندي.

هغوی له طالبانو څخه وغوښتل چې د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول ودروی.‌

د غونډې یوې برخه والې او په هرات ښار کې د ۹م ټولګي زده کوونکې شقایق نورزۍ د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۶مه/ وویل، ټول له جنګ نه ستړي شوي، او بې ګناه ملکي خلک بې دلیله ژوند له لاسه ورکوي.

هغې وویل، «موږ، ځوانان له جنګ څخه ډارېږو. موږ د ناامنۍ له امله په ډار له کورونو څخه راوځو، زموږ کورنۍ موږ ته اجازه نه راکوي ترڅو یواځې ښوونځي ته لاړ شو.»

د ښځو په ګډون،‌ د هرات په زرګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۶مه په هرات ښار کې راټول شول ترڅو جنګ وغندي او له طالبانو څخه وغواړي چې تاوتریخوالي ودروي او سوله وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

د ښځو په ګډون،‌ د هرات په زرګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۶مه په هرات ښار کې راټول شول ترڅو جنګ وغندي او له طالبانو څخه وغواړي چې تاوتریخوالي ودروي او سوله وکړي. [عمر/سلام ټایمز]

نورزۍ وویل، طالبانو د تاوتریخوالي او وژنو په جاري ساتلو سره خلکو ته ژوند دوزخ جوړ کړی دی.‌

هغې وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې له حکومت سره سوله وکړي څو افغانان نور د امنیت په هکله اندېښنه ونه کړي او له نهیلۍ څخه خلاص شي.»

طالبان د ملکي خلکو وژلو ته دوام ورکوي

له یادې غونډې څخه دوه ورځې وروسته، دوو پېښو سولې ته د طالبانو د ژمنتیا نه شتون ثابت کړ.‌

د دفاع وزارت ویاند فواد امان له برید څخه یوه ورځ وروسته په یوه ټویټ کې ولیکل، «۶ ملکي کسان هغه وخت ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول چې د طالب ترورستانو یو راکټ په کاپیسا ولایت کې د واده په مراسمو باندې ولګېد.»

د کاپیسا د والي ویاند عبدالشایق شورش وویل، په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل ول. هغه د برید پړه په طالبانو باندې ور واچوله.‌

هغه وویل، یاغیانو غوښتل چې د هاوان په وسیله د اردو یوه د تلاشۍ پوسته وولي، خو ګولۍ هدف خطا کړ او د واده په مراسمو ولګېدله.‌

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په طالبانو باندې تور ولګاوه چې د تېرې میاشتې په بهیر کې یې د سړک د غاړې بمي چاودنو او نورو ترهګریزو بریدونو کې نږدې ۲۵۰ تنه ملکیان وژلي او له ۵۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړي دي.‌

د شنبې په ورځ په پروان ولایت کې لږ تر لږه څلور کسان هغه وخت ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول چې بس موټر یې د سړک پر غاړه خښ شوي یوه بم باندې ورغی.

د لوړو زده کړو وزارت وویل، په وژل شویو کې لږ تر لږه دوه د ګاونډي کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون استادان وو، او زیاته یې کړه چې د ټپیانو په ډله کې د پوهنتون رییس او ځینې محصلان شامل ول.‌

د هېواد د سولې د بهیر مشر عبدالله عبدالله دغه پېښه وغندله او هغه یې یو «ترهګریز برید» وباله.‌

طالبانو د هغې ګولۍ د وارولو له برید څخه انکار وکړ چې په واده ولګېدله او په مجموع کې له ټولو هغو بریدونو څخه انکار کوي چې ملکي خلک په کې وژل کیږي، خو د سړک د غاړې بمونه چې د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره یې خښوي اکثر وختونه دغسې نتایج رامنځته کوي.‌

په دې ډله باندې دا تور هم لګول کیږي چې په کابل او نورو ښارونو کې د هدفي وژنو په لړ کې د ژورنالستانو، قاضیانو، د مدني ټولنې فعالانو او سیاستوالو په ګډون مخکښ افغانان وژني.

د تاوتریخوالي له لارې واک نه ترلاسه کیږي

په هرات ښار کې یوه دوکاندار محمد جاوېد سکندري وویل، طالبانو جنګ ته د دوام ورکولو او وژلو له لارې هېڅ هم ترلاسه نه کړل. هغه زیاته کړه، د هغوی یواځينۍ لاسته راوړنه دا ده چې افغانستان یې وران کړ، او هدیرې یې ډکې کړې.

هغه وویل، طالبان باید نور وینې تویې نه کړي ځکه چې هغوی به د جنګ د جاري ساتلو له لارې قدرت ترلاسه نه کړي.‌

هغه وویل، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې د مذاکراتو مېز ته ورستانه شي او د جنګ پرځای له حکومت سره خپلې ستونزې د مذاکراتو پر مېز حل کړي.»

په هرات ښار کې د ۱۱م ټولګي یوې زده کوونکې عاطفې فایض وویل چې د تاوتریخوالي او وینو تویولو دوام هغه د خپل راتلونکي په هکله په شکونو کې اچولې او د هغې د زده کړو وړتیا یې ټکنۍ کړې ده.

هغې وویل، «جنګ په افغانستان کې د ژوند کولو لپاره زما انګیزه له منځه وړې. زما تر ټولو لویه هیله دا ده چې طالبان تاوتریخوالی پرېږدي او په دې هېواد کې دا ورور وژنه ودریږي.»

هغې وویل، ترهګریزو بریدونو ښوونځي، پوهنتونونه، بېخبنا او ښارونه ویجاړ کړي، او زیاته یې کړه چې دغه وضعیت له زغم څخه وتلی دی.

د جنګ د دوام لپاره هېڅ بهانه نشته

دیني عالمان وایي، له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو سره، طالبان نور داسې دلیل نه لري چې په اساس یې جنګ ته دوام ورکړي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي سید محمد حنفي وویل، طالبانو له کالونو راهیسې د بهرنیو ځواکونو د حضور په پلمه بې ګناه افغانان په ډله ییز ډول ووژل. اوس طالبان هېڅ توجیه نه لري چې خپل جنګ ته دوام ورکړي.

هغه وویل، «طالبان باید د خدای پاک حکم ومني او د افغانستان د مسلمانانو وژل ودروي. دا چې د خبرو اترو دروازه پرانستې ده، دواړه لوري باید تاوتریخوالی ودروي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

حنفي وویل، د طالبانو جنګ بې له دې چې د اسلام نوم بد کړي او اعتبار ته یې زیان ورسوي، نور یې هېڅ نه دي کړي.‌

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي عبدالله محمدي وویل، د جګړې په نتیجه کې یواځې افغانان او مسلمانان وژل شوي او د اسلام له نظره دا جګړه محکومه ده.

هغه وویل، «دا چې د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي، بیا نو طالبان د څه لپاره جنګ کوي؟ زه له طالبانو څخه غواړم چې له غرونو څخه راښکته شي او خپلې وسلې کېږدي.»

هغه وویل، افغان حکومت یو اسلامي حکومت دی او د اسلام د حکمونو په اساس، د «جهاد» په نامه د حکومت پر ضد جنګ کول ممنوع دي.

د سولې له لارې نېکمرغي

د هرات د سولې د غونډې برخه والو د شخړې په دواړو غاړو، په ځانګړې توګه طالبانو باندې غږ وکړ، چې سمدلاسه تلپاتې اوربند اعلان کړي، وینه تویول پای ته ورسوي او د سولې لپاره لاره هواره کړي.

هغوی وایي، د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند په ترڅ کې د اوربند اهمیت ټولو ته ښه روښانه شو.

د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یوه محصل محمد قادري وویل، «موږ له طالبانو او حکومت څخه غواړو چې په اوربند توافق وکړي او خپل مسلمان ورونه ونه وژني څو په دې هېواد کې یوه تلپاتې سوله ټینګه شي.»

هغه وویل، سوله ښېرازي، پوهه او مثبت فکر رامنځته کوي.‌

هغه وویل، «سوله غوره لاره ده چې موږ ټول کولی شو د سولې په سیوري کې او د اسلام تر بیرغ لاندې ژوند وکړو او خپلو زده کړو ته دوام ورکړو څو زموږ هیواد وکولی شي چې یو ښه فعال او ثابت اقتصاد ولري.»

د هرات یوه اوسېدونکي عبدالاحد حیدري چې دنده نه لري وویل، اوربند یو جدي ضرورت دی ځکه چې اوس هره ورځ په لسګونو افغانان ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل، «په روان حالت کې چې سولې ته فرصت برابر شوی دی، دواړه لوري د افغانانو او مسلمانانو په توګه اړ دي چې تاوتریخوالی پرېږدي او یو تلپاتې اوربند اعلان کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له بده مرغه چې په هېواد کې جنګ او تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي او د هېواد د بېلابېلو برخو اوسېدونکي د طالبانو او افغان حکومت د تاوتریخوالي قرباني کیږي.‌ تر دې چې اربکیان (محلي پولیس) وخت په وخت د افغانستان غریب، بې دفاع او بدبخت خلک وژني.‌ دا په داسې حال کې ده چې طالبانو یا د طالبانو د ملاتړو هېوادونو په شمول، یا د نړۍ والې ټولنې غړو او د افغانستان شریکانو چې په تاوتریخوالي کې د کموالي په هکله یې خوښي ښودله، د افغانستان په اصلي شخړه کې د ښکېلو ډلو څخه یوه هم، په تاوتریخوالي کې د کموالي په هکله هېڅ جزیات نه دي ورکړي او نه یې ورکولی شي.‌ په دې توګه، په تاوتریخوالي کې کموالی زمونږ د هېواد د څلوېښت کلن جنګ او سولې په پروسه کې ښکاره معنی او هدف نه لري.‌

ځواب ورکړئ

تر اوسه پورې طالبانو د حکومت او افغانانو پر ضد په خپل ټول زور سره له تاوتریخوالي ترسره کولو څخه کار اخیستی دی.‌ د طالبانو له خوا د افغانستان په ټولو برخو کې وژنې، یرغمل نیونې، تښتونې، د جګړې په ډګر کې وسله والې شخړې، ځانمرګي بریدونه، د اقتصادي بېخبنا، د ټرانسپورټي لارو او د عامه شتمنیو ویجاړول، د رواني تبلیغاتو، د مذهبي او قومي کرکې د راپارولو له لارې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد چلوټې جوړول، او یو زیات شمېر ترهګریز او جنایي کارونه داسې جنایتونه دي چې دغه ډله یې شپه او ورځ ترسره کوي. اوس پوښتنه دا ده چې طالبانو په خپلو ترهګریزو عملونو او تاوتریخوالي کې کوم کموالی راوستی دی چې متحده ایالاتو ورسره هوکړه وکړه؟

ځواب ورکړئ