امنیت

د هرات اوسېدونکیو طالبان د پرمختیایي پروژو د مخنیوي له امله وغندل

د عمر راپور

په هرات ولایت کې د سرحدي سیمو له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لړم په ۷مه د دې لپاره راټول شول چې د طالبانو هغه تخریبي فعالیتونه وغندي چې هغوی یې له عامه خدمتونو او پرمختیایي پروژو څخه محروم کړي دي. [عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې د سرحدي سیمو له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لړم په ۷مه د دې لپاره راټول شول چې د طالبانو هغه تخریبي فعالیتونه وغندي چې هغوی یې له عامه خدمتونو او پرمختیایي پروژو څخه محروم کړي دي.

د شینډنډ ولسوالۍ یوې ۶۰ کلنې اوسېدونکې زینب رحیمي چې د اورپکو تر کنټرول لاندې یوه کلي کې ژوند کوي، وویل، طالبان به حکومت ته اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې سړکونه پاخه، ښوونځي او روغتونونه ورغوي.‌

هغې وویل، «موږ د طالبانو او حکومت تر منځ د جنګ قربانیان یو. هر کله چې زموږ په کلي کې یوه نښته وي، ملکي خلک په کې وژل کیږي او ټپي کیږي. طالبان خپل ځانونه د ملکي خلکو په کورونو کې پټوي او له هغو ځایونو څخه له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي چې د ملکي تلفاتو سبب کیږي.»

هغې وویل، «موږ په طالبانو او حکومت باندې غږ کوو چې سوله وکړي څو زموږ ماشومان او ځوانان وکولی شي چې ښوونځیو ته لاړ شي او زموږ په کلي کې سړکونه او روغتونونه جوړ شي. هر کله چې زموږ د کورنۍ یو غړی ناروغ کیږي، زموږ لپاره ډېره سخته وي چې هغه د شینډنډ ولسوالۍ د مرکز روغتون ته وېسو.»

په هرات ولایت کې د سرحدي سیمو له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لړم په ۷مه د دې لپاره راټول شول چې د طالبانو هغه تخریبي فعالیتونه وغندي چې هغوی یې له عامه خدمتونو او پرمختیایي پروژو څخه محروم کړي دي. [عمر]

په هرات ولایت کې د سرحدي سیمو له ۵۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د لړم په ۷مه د دې لپاره راټول شول چې د طالبانو هغه تخریبي فعالیتونه وغندي چې هغوی یې له عامه خدمتونو او پرمختیایي پروژو څخه محروم کړي دي. [عمر]

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالواحد وویل، «حکومت د ځایي مشرانو په مرسته دې ته چمتووالی وښود ترڅو زموږ په کلي کې ژورې څاګانې وباسي، د زراعتي ځمکو لپاره اوبه برابرې کړي، او زموږ سړکونه پاخه کړي، خو طالبانو پرې نه ښود چې دا کار وکړي.»

واحد وویل، د لیرې پرتو او ناامنو کلیو اوسېدونکيو تل د روغتون او ښوونځي غوښتنه کړې ده.

هغه وویل، «د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې تل ملکي خلک له عامه خدمتونو څخه محروم شوي دي. هغوی له سختو اقتصادي ستونزو او فقر سره لاس او ګرېوان دي. زموږ د کلي ډېر ځوانان ګاونډیو هېوادونو ته ځي ترڅو نفقه وګټي، او ډیری یې په نشه ییزو توکو روږدي شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، «د پرمختیایي پروژو تطبیق به ځوانو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او هغوی به دې ته اړ نه وي ترڅو د کار لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.»

د سرحدونو او قبایلو د چارو د وزارت سرپرست محب الله صمیم د لړم په ۷مه په هرات ښار کې خبریالانو ته وویل، «حکومت دې ته ژمن دی چې په ټول هېواد کې ټولشموله پرمختګ مطمئن کړي، خو د ناارامۍ او د طالبانو د مخنیویو له امله، دا سخته ده چې په ناامنو او لیرې پرتو سیمو کې پرمختیایي پروژې تطبیق شي.»

صمیم وویل، «او په ډېرو حالتونو کې، له سره د تطبیق امکان نه لري.»

هغه وویل، یو ځل چې اوربند ټینګ او سوله ډاډمنه شي، په کلیو کې، په ځانګړې توګه د سرحد په اوږدو او ناامنو سیمو کې به ډېرې پرمختیايي پروژې ترسره شي.

نوموړي وویل، «ناارامۍ او امنیتي مسایلو د حکومتي خدمتونو د وړاندې کولو مخه نیولې ده، چې په نتیجه کې یې لږې پرمختیایي پروژې د سرحدي سیمو اوسېدونکیو ته خدمتونه برابروي، خو حکومت هڅه کوي چې د امنیت په ښه کېدلو سره په دغو سیمو کې پرمختیایي کار پیل کړي.»

صمیم زیاته کړه، «په سرحدي سیمو کې ملکي خلک تاوتریخوالي او ناارامۍ اغېزمن کړي دي. طالبان باید د سولې لپاره د عامو خلکو غږونو ته غوږ ونیسي او په اوربند باندې توافق وکړي ترڅو موږ وکولی شو چې د ملکي خلکو ستونزې حل کړو.»

په بریدونو کې زیاتوالی

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات د وږي په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شول، خو د طالبانو زیاتېدونکی تاوتریخوالی دغه خبرې ګواښي.‌

د سرحدي سیمو یو شمېر اوسېدونکي او د هرات قومي مشران وایي، طالبان جنګ او د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي څو په مذاکراتو کې بر لاس ولري.

د کوچیانو یوه استازي او قومي مشر محمد عارف اسحاقزي وویل، طالبانو د سیاسي برلاسي د ترلاسه کولو او د چانو وهلو د ځواک د پیاوړتیا لپاره د افغانانو وژل زیات کړي دي، او هره ورځ په لسګونو افغان ځوانان، ښځې او ماشومان په جنګ کې ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل، «موږ له طالبانو څخه پوښتو چې هغوی ولې د خپلو خلکو پر ضد جنګ کوي. طالبان باید د نورو په وینا د خپلو هېوادوالو وژل او د سولې د پروسې ټکني کول ودروي.»

هغه وویل، «دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خطبو او ویناوو کې ملکي خلکو ته ویلي چې هغوی باید خپل کلي او ولسوالۍ خوندي کړي او د طالبانو بریدونه مهار کړي. په کلیو او ولسوالیو کې نه روسان دی او نه امریکایان، او چې داسې ده بیا نو ولې طالبان جنګ کوي؟»

د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد صادق حیدري وویل، «طالبانو په قطر کې ژمنه وکړه چې هغوی به ژر د سولې بین الافغاني خبرې پیل او اوربند اعلان کړي، خو دغه ټولې وعدې د دروغو وې ځکه چې هغوی د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای د ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو وژل زیات کړل.»

حیدري وویل، د اورپکو ډلې په قطر کې له حکومت سره د سولې د خبرو له پیل راهیسې خپل بریدونه د بل هر وخت په پرتله ډېر زیات کړي دي، چې دا د سولې له هغې هوکړې څخه چې طالبانو د کب په میاشت کې له متحده ایالاتو سره وکړه یوه ښکاره سرغړونه څرګندوي.‌

هغه زیاته کړه، «موږ له طالبانو څخه غواړو چې په قطر کې د سولې د خبرو له پيلېدلو څخه وروسته جنګ ودروي او اوربند اعلان کړي.»

نوموړي وویل، «ځانمرګي بریدونه او چاودنې هره ورځ ملکي خلک وژني، او د طالبانو دغه کارونه هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دي.»

د بل هر څه په پرتله سولې ته ډېره اړتیا ده

په غونډه کې دیني عالمانو او قومي مشرانو دا هم وویل چې هغوی سوله او اوربند د بحران لپاره یواځینی حل بولي. هغوی د شخړې په لوریو، په ځانګړې توګه طالبانو باندې غږ وکړ چې د افغانانو د سولې غوښتنو ته غوږ ونیسي او اوربند وکړي.‌

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي محمد علي حسیني وویل، په لسګونو افغان ځوانان او مشران هره ورځ په جنګونو کې ژوند له لاسه ورکوي، او د اسلام له نظره د مسلمانانو وژل جواز نه لري، نو په کار دی چې دغه وینه تویونه ودرول شي.

حسیني زیاته کړه، «دا وخت، افغانان د بل هر څه په نسبت سولې ته ډېره اړتیا لري. که په افغانستان کې سوله تأمین شي، نو دا کار به فقر کم کړي او افغانان به وکولی شي چې په سوله او امنیت کې په درنښت سره د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي. کورنۍ به هېڅکله هم خپل نفقه ګټونکي له لاسه ورنه کړي، او نور به بې ګناه خلک ونه وژل شي.»

هغه زیاته کړه، «موږ د شخړې دواړه لوري دې ته رابولو چې په هېواد کې تاوتریخوالي او دغه تاوتریخوالی په عامو خلکو باندې څنګه اغېز کوي یوه کتنه وکړي او هڅه وکړي چې ناارامي او سخت اقتصادي او اجتماعي شرایط درک کړي. دا جنګ او وینه تویول نشي کولی چې د هېواد له ویجاړولو او د خدای پاک له ناراضه کولو څخه پرته نور هېڅ هم وکړي.»

په هرات کې یوه قومي مشر غلام رسول وویل، افغانان نور نشي کولی چې د یتیمو ماشومانو او کونډو اوښکې تحمل کړي، او طالبان باید د خپلو هېوادوالو وژل ودروي.

هغه زیاته کړه، «جنګ د حل لاره نه ده، او نه به هېڅکله وي. که دا جنګ د حل لاره وای، کېدای شوای چې اوس یې یو ګټونکی درلودی اوختم شوې وای. د نږدې ۲۰ کالونو د جنګ زیان بې ګناه افغانانو ګاللی دی.

نوموړي وویل، «په افغانستان کې له جنګ څخه د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي ادارې ګټه اخلي.»

غلام رسول وویل، «دغه هېوادونه له طالبانو څخه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي او هغوی ته وسلې ورکوي ترڅو د افغانانو پر ضد وجنګېږي. طالبان ... باید د بې ګناه خلکو وژل ودروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500