سياست

ایران پورې تړلیو افغان اورپکو د جنوبي سوریې د کنترولولو لپاره هڅې پیل کړې

د ولید ابوالخیر راپور

په عکس کې چې د زمري په ۲۳مه آنلاین بڼه خپور شوی، د سپاه پاسداران د اړوند الهادي کنډک قوماندان راني جابر په درعا ولایت کې لیدل کیږي. [هوران فري لیګ]

په عکس کې چې د زمري په ۲۳مه آنلاین بڼه خپور شوی، د سپاه پاسداران د اړوند الهادي کنډک قوماندان راني جابر په درعا ولایت کې لیدل کیږي. [هوران فري لیګ]

سوریایي فعالانو المشارق ته وویل، سپاه پاسداران د سوریې په درعا ولایت کې د ایران له خوا د هېواد د جنوبي برخې د کنټرولو لپاره د روانو هڅو په لړ کې د خپل پراختیایي سیاست پر وړاندې ټول مخالفین په سیستماتیک ډول وژڼي.

هغوی وویل، په وژنو کې په جنوبي ولایت چې له اردن سره سرحد لري مشهور شخصیتونه په نښه کړای شوي دي، او په هغو کلیو او ښارونو باندې چې د ایران پراختیا نه ده منلې، ګولۍ ورول شوي یا تر محاصرې لاندې دي.

د درعا یوه فعال جمعه المسالمه المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د ملېشو پراخ فعالیت او خوځښتونه لیدل شوي دي. په دغو ملېشو کې ۳۱۳ کنډک، الهادي غونډ، الغیث ځواکونه، د سوریې د رژیم څلورمه لوا او د عراق الاصود لوا شامل دي.

هغه وویل، په یوه نوي خطرناک اقدام کې، د فاطمیون لوا اورپکو هم د درعاالبلاد ښار لمنو ته را رسېدل پيل کړي، چې له ۳۵۰ څخه ډېر افغان اورپکي په کې شامل دي. دغه اورپکي د ایراني افسرانو تر نظارت لاندې فعالیت کوي.

شیخ فادي العاصمي (د مېز تر شا ناست)، دلته په یوه عکس کې چې د ۱۴۰۰ د غبرګولي په ۲۳مه خپور شوی دی، لیدل کیږي. هغه په سیمه کې د ایران د پراختیا د ردولو له امله په درعا کې ووژل شو. [زیتونا مجله]

شیخ فادي العاصمي (د مېز تر شا ناست)، دلته په یوه عکس کې چې د ۱۴۰۰ د غبرګولي په ۲۳مه خپور شوی دی، لیدل کیږي. هغه په سیمه کې د ایران د پراختیا د ردولو له امله په درعا کې ووژل شو. [زیتونا مجله]

د فاطمیون لوا یو غړی (منځ کې) په یوه عکس کې چې د وږي په ۳مه خپور شوی دی په درعا ښار کې له دوو عراقي اورپکو سره لیدل کیږي. [د محمد عساکره ټوېټر حساب]

د فاطمیون لوا یو غړی (منځ کې) په یوه عکس کې چې د وږي په ۳مه خپور شوی دی په درعا ښار کې له دوو عراقي اورپکو سره لیدل کیږي. [د محمد عساکره ټوېټر حساب]

المسالمه وویل، «له پراختیا سره سم د ایران د حضور پر وړاندې مخالفت هم په زیاتېدلو دی، او په سیمه کې ډېر مشران وژل شوي دي.»

هغه وویل، په دې ډله کې شیخ فادي العاصمي، د سوریې د اپوزیسیون پخوانی مشر خلدون الذوبي، او «شپږ نور کسان چې له فرقه پالو ملېشو سره له یوځای کېدلو څخه یې ډډه کړې وه یا یې پرېښې وې، شامل دي.»

هغه وویل، د درعا اوسېدونکي په یوه ترینګلي حالت کې دي، او ډارېږي چې دغه وژنې به دوام ومومي. هغوی په ځانګړې توګه په درعا البلاد او تفس باندې وروستیو ګولیو ورېدلو وارخطا کړي او لامل یې دا دی چې «د هغو اوسېدونکي د ایران د حضور پر ضد ښکاره مخالفت کوي».

هغه وویل، په محاصره کې د سوریې د رژیم ځواکونه برخه اخلي او د سپاه پاسداران اړوندو ملېشو سره یوځای ګولۍ توغوي.‌

د روسیې د نفوذ ټولول

سوریایي قانونپوه بشیر البسام وویل، «دا روښانه شوې چې سپاه پاسداران د جنوبي سوریې د ټولې سیمې د کنټرول ترلاسه کولو ته سترګې نیولي، په تېره بیا دا چې روسیه د اوکراین د جګړې له امله خپل نفوذ کموي.»

روسیې د کپ په ۵مه په اوکراین باندې یرغل وکړ.

هغه المشارق خبري سایټ ته وویل، سپاه پاسداران «په دې برخه کې د سوریې رژیم پورې د تړلیو جنګي او امنیتي ګروپونو له خوا حمایه کیږي.»

هغه یادونه وکړه چې، تېرو پیښو ته په کتو، ویل کېدی شي چې ایران په ۱۳۹۳ کې له داخلیدو راهیسې درعا ولایت ته سترګې نیولې وې.

هغه وویل، د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې، «د ځایي ملېشو تر څنګ افغان او لبناني ملېشې هم د هغوی تر څنګ را څرګندې شوې.»

البسام وویل، په وروستیو کې، ځایي مشران «چې د دغه حضور منل ناشونی بولي» د سپاه پاسداران د اړوندو ملېشو له خوا په نښه کړای شوي دي.

هغه وویل، ایران هڅه کوي چې په درعا البلد کې یو مرکزي پوځي بېس جوړ کړي، او ډېر احتمال شته چې هغه د پوځي امنیتي ودانۍ په ساحه کې وي، ځکه چې هغوی د افغان ملېشې له رارسېدلو څخه وروسته یادې ودانۍ ته د محلي ملېشو د ورتګ مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه، د نوي ملک الاشتر بېس هدف به دا وي چې د درعا - قنیطره، دمشق د مثلث یا په بل عبارت د ټولې جنوبي سوریې کنټرول ترلاسه کړي.‌

په جنوبي سوریه کې ترینګلتیا

په سویده کې مېشت فعال نذار بو علي المشارق ته وویل، «ایران له هرې وسیلې څخه کار اخلي چې په جنوبي سوریه کې خپل حضور پراخ کړي.»

هغه «د سویده او درعا سیمو تر منځ د فرقه ایزې ترینګلتیا لوبه کوي. په دې سیمه کې، د پیسو لپاره تښتونې ډېرې کېږي او ډېرې پېښې د کورنیو له خوا د پیسو ورکولو د نه وړتیا له امله په مرګونو سره پای ته رسېدلي دي.»

هغه وویل، بالاخره دا واضح شوه چې هغه داړې چې دغه کارونه کوي «د سپاه پاسداران له خوا تمویل او خوندي کیږي او له هغوی څخه نېغ په نېغه حکمونه ترلاسه کوي.»

نوموړي وویل، «په هغوی کې د ډېرو هغو ملېشو غړي شامل دي چې په سیمه کې توظیف شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «په دا دوو سیمو کې که د قومي مشرانو او لویانو پوهه او حکمت نه وای، ډېرې وینې به تویې شوې وای.»

هغه وویل، «دا روښانه شوه چې له دغو عملیاتو څخه څوک، اصلا سپاه پاسداران، ګټه پورته کوي. هغوی له ترینګلتیا څخه په ګټه اخیستنې سره په دواړو سیمو کې ښه ژور ننوتي دي.»

بوعلي وویل، سپاه پاسداران د سیمې د نشه ییزو توکو له زیاتېدونکي قاچاق څخه هم ګټه پورته کوي.‌

هغه وویل، «د کپتاګون ګولۍ او چرس په دواړو سیمو کې ښکاره خرڅول کیږي،» او زیاته یې کړه چې د درعا مېشتو فعالانو په وینا، اصلي کاروباریان یې «د ایراني ملېشو له خوا هغسې خوندي کیږي لکه په سویدا کې چې خوندي کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان د شرق او غرب تر منځ جنګ کې خراب او افغانستان ویجاړ شو. الله تعالی دې زمونږ د خلکو په حال رحم وکړي. هزاره، پښتون، ازبک، تاجک... ټول افغانان دي. په افغانستان کې نوي واکمنان (طالبان) باید هڅه وکړي چې نور افغانان او بالخصوص د اقلیتونو ډلو غړي په حکومت کې شریک کړي. ټول افغانان باید په ګډه او د رایو په اتفاق سره نظام جوړ کړي. که یوه ډله هم له نظام څخه بهر وي، د افغانستان ګاونډیان (پاکستان او ایران) به بیا له خپل منافقت نه په استفادې سره ناراضي ګروپونه د مرکزي نظام پر ضد جنګ کولو ته وهڅوي. بیا به د افغان وینه په افغانستان کې دننه تویېږي. بیا به افغانان د ایران او پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي. بیا به افغانانې کونډې او ماشومان یې یتیمان کیږي. یوه بله خبره چې ډېره مهمه ده هغه دا ده چې، له پاکستان او ایران څخه باید کډوال راستانه کړای شي او په افغانستان کې دننه ورته په دښتو کې د استوګنې مېنې جوړې کړای شي. د هر ولایت د اړوندو کډوالو لپاره باید په هغو ولایتونو کې په دښتو کې د استوګنې ځایونه جوړ کړای شي چې خلک تشویق شي او پخپله راستانه شي. که افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه نشي، ایران به یې د فاطمیون په څېر ګروپونو کې جنګوي او پاکستان به یې بیا د غرب د پروژو له لارې تربیه کوي او افغانستان به پرې ویجاړوي.

ځواب ورکړئ