ځوانان

د فاطمیون پخوانی جنګیالی وایي چې ملېشې سوریایي ځوانانو ته دوکې ورکولې او خپلې ژمنې یې ماتولې

د ولید ابوالخیر راپور

له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه اخیستل شوي سکرین شاټ عکس کې، د فاطمیون لوا عناصر په ۱۴۰۰ کال کې د پالمیرا ښار سره نږدې د سوریې په ختیځه دښته (بادیه) کې لیدل کیږي.

له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه اخیستل شوي سکرین شاټ عکس کې، د فاطمیون لوا عناصر په ۱۴۰۰ کال کې د پالمیرا ښار سره نږدې د سوریې په ختیځه دښته (بادیه) کې لیدل کیږي.

د سوریې د جګړې له امله د دیر الزور ښار د خرابېدلو او بالاخره له هېواد څخه تر وتلو وروسته، د فاطمیون لوا دغه ۲۵ کلن جنګیالي د خپلو ډېرو همزولو په څېر خپلې زده کړې بشپړې نه کړې.

خو وروسته له هغه چې د سوریې رژیم ځواکونو او متحدو ملېشو یې د سیمې کنټرول ترلاسه کړ، دغه ځوان، چې ځان یې د مصطفی اللهیب په مستعار نامه معرفي کړ، فکر وکړ چې هغه د کار او ثبات ترلاسه کولو فرصت لري.‌

هغه المشارق ته وویل، «رژیم هغو سیمو ته چې د دیرالزور او البو کمال خلک په کې اوسېدل استازي ولېږل څو هغوی وهڅوي چې په خپله خوښه ستانه شي.»

هغه وویل، «هغوی ژمنه وکړه چې امنیتي ځواکونه به نور هغوی ونه ځوروي او نه به یې جبري عسکري خدمت ترسره کولو ته مجبور کړي.»

له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه اخیستل شوي سکرین شاټ عکس کې، د فاطمیون لوا عناصر په ۱۴۰۰ کال کې د پالمیرا ښار سره نږدې د سوریې په ختیځه دښته (بادیه) کې په یوه نظامي مارش کې برخه اخلي.‌

له یوې تبلیغاتي ویډیو څخه اخیستل شوي سکرین شاټ عکس کې، د فاطمیون لوا عناصر په ۱۴۰۰ کال کې د پالمیرا ښار سره نږدې د سوریې په ختیځه دښته (بادیه) کې په یوه نظامي مارش کې برخه اخلي.‌

د فاطمیون لوا غړي د زمري په ۱۵مه په یو لړ مراسمو کې برخه اخلي. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

د فاطمیون لوا غړي د زمري په ۱۵مه په یو لړ مراسمو کې برخه اخلي. [د فاطمیون د ټیلیګرام حساب]

هغه وویل، استازو ژمنه وکړه چې سوریایي ځوانانو ته به وظیفې ورکړي، او زیاته یې کړه چې دا یواځې تشې وعدې وې، ځکه چې ځوانان له ستنېدلو څخه وروسته اوس هم د رژیم د امنیتي ځواکونو له خوا تعقیب کیږي چې عسکري خدمت ترسره کړي.

اللهیب وویل، تقریبا په عین وخت کې له سپاه پاسداران سره تړلیو ملېشو ځوانانو ته مخه کړه او ترې ویې غوښتل چې له هغوی سره ملګري شي او د لوړو تنخواګانو او له رژیم څخه د خوندي کولو ژمنې یې ورسره وکړې.

د ملېشې په منځ کې درزونه

هغه وویل، «زه، د ډېرو نورو ځوانانو په څېر، تقریبا یو نیم کال مخکې له فاطمیون ملېشې سره ملګری شوم، او فکر مې کاوه چې زه به خپل کاري ساعتونه د دیر الزور په سیمه کې تېروم او له خپلې کورنۍ ته به نږدې یم.»

اللهیب وویل، که څه هم چې فاطمیون لوا ژمنه کړې وه چې د ملېشې سوریایي غړي به د هغوی له استوګنځیو سره نږدې پوستو کې په کار ګوماري، «موږ د بادیې (ختیځې دښتې) بېلابېلو سیمو ته ولېږل شوو.»

هغه زیاته کړه، «زموږ پوستې له خطرناکو سرکونو سره نږدې وې چې د تېلو په څېر کارګو وړونکو کاروانونو به ترې استفاده کوله، او وخت په وخت به ترهګرو پرې بریدونه کول، چې موږ یې له خطر سره مخامخ کړي وو او مرګ ژوبله به راته پېښېدله.»

هغه ژر درک کړه چې په فاطمیون لوا کې سوریایانو ته د درېیمې درجې عناصرو په سترګه کتل کیږي په داسې حال کې چې د ملېشې په لیکو کې له لبنانیانو او افغانانو سره د لومړۍ او دویمې درجې عناصرو په توګه چلند کیږي.‌

سربېره پر دې، هغه پوه شو چې د ملېشې سوریایي غړي هغو سیمو ته له ورننوتلو څخه منع شوي ول چې د فاطمیون لوا له خوا کنټرول او خوندي کېدله، او هلته یواځې لبناني او افغان عناصرو ته د ننوتلو اجازه وه.

هغه وویل، هغه مذهبي مراسم چې د افغان عناصرو له خوا ترسره کېدل د سوریایي عناصرو لپاره کاملا ممنوع ول، او یادونه یې وکړه چې دا او نور توپیري چلندونه په ملېشه کې دننه د درزونو سبب شول.

اللهیب وویل چې په ملېشه کې د منل کېدلو د یوه مخکې شرط په توګه، هغه او د هغه کورنۍ مجبور کړای شول څو داسې کلتوري او مذهبي کورسونه واخلي چې اجباري او فرقه ایز ماهیت یې درلود.

هغه وویل، د هغه ماشومان مجبور کړای شول چې د پېشاهنګۍ او مذهبي کورسونه واخلي، او یادونه یې وکړه چې د دغه ډول مذهبي او کلتوري تلقین له لارې، «د دیر الزور خلکو څخه حقازي کیدله تر څو خپل مذهب بدل کړي.»

هغه وویل، کوچنیانو او ځوانانو ته په ځانګړې توګه د فاطمیون او ولایت فقیقه نظریات ورکول کیږي او دغه نظریات د ایران لارښود علي خامنه اي سره د بیعت غوښتنه کوي.

په دیر الزور کې د سپاه پاسداران نفوذ

اللهیب وویل، که څه هم چې د تلاشۍ په ډېرو پوستو کې د سوریې بیرغ او د ولسمشر بشار الاسد عسکونه لګېدلي، لاکن د دیر الزور سیمه د سوریې رژیم له خوا هېڅ نه کنټرولېږي.

هغه وویل، د هغه پر ځای دغه سیمه د سپاه پاسداران له خوا کنټرولیږي، او د سوریې رژیم د تلاشۍ د ځینو پوستو موجودیت «د دغو ملېشو د حضور لپاره له یوه پوښ پرته بل هېڅ شی نه دی».‌

هغه وویل، د هغه د استخدام پر وخت، فاطمیون لوا هغه ته وویل چې هغه به د میاشتې ۱۵۰ ډالر، خواړه او طبي خدمتونه ترلاسه کوي، لاکن هغه وویل چې هغه یواځې ۴۰ ډالر ترلاسه کړل او داسې وختونه هم راغلل چې تر درې میاشتو پورې یې دا هم ترلاسه نه کړل.

هغه زیاته کړه، خواړه یواځې درې میاشتې وروسته یا په مذهبي مناسبتونو کې توزیع کېدل،‌ او شرط یې دا وو چې ترلاسه کوونکي په مذهبي مراسمو کې برخه واخلي.‌

اللهیب وویل، کله چې هغه د فاطمیون لوا د ژمنو په دروغو پوره پوه شو، د یوه ځایي قومي کس د نفوذ په اساس یې د مرستې غوښتنه وکړه چې هغه د ده د استعفی او بالاخره له ملېشې څخه د وتلو لپاره واسطه شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان کې سېلابونو بشري ناورین رامنځته کړی، لسګونه کسان مړه، سلګونه ژوبل، د زرګونو خلکو کورونه ړنګ شوي، بې سرپناه دي، د سهار او ماښام د خوراک لپاره هېڅ نه لري چې ویې خوري. ماشومان، ښځې، ځوانان او زاړه په لارو کوڅو کې شپې تېروي. د ژوند تر ټولو سخت وضعیت پرې راغلی. خو بیا هم خلک له ډېر مجبوریته حالاتو سره مبارزه کوي. که د سلام ټایمز اداره زما دغه لیک ویني او ګوري نو لطفاً د بې وزله افغانانو حال تر نړیوالو مؤسساتو ورسوئ چې مرستې وکړي. خلکو ته سرپناه برابره کړي. نغدي مرستې او د خوراکي توکو مرستې ورته ورسوي. افغانستان کې د تېرې یوې میاشتې راهیسې بارانونه ورېدلي، وضعیت د زغم له حالته وتلی. که مرستې ونه شي خلک به بیخي زیات خراب شي.

ځواب ورکړئ

سوریایان هم د افغانانو پر پلونو روان دي. په تېرو څلوېښتو کلونو کې افغانان د سیمې د زبرځواکونو او نورو هېوادونو د ګټو د تامین قرباني شوي دي. ځینې یې د دې هېوادونو ګوډاګیان وو او د هغوی د ګټو د ساتلو لپاره یې خپل هېواد وران کړ. د دې مقالې له لوستلو وروسته، زه دې پایلې ته ورسیدم چې سوریه زموږ د هیواد په څیر ورته برخلیک لري. دوی د نورو د ګټو لپاره جګړه کوي. دوی د خپل هیواد د ویجاړولو په قیمت د خپلو بادارانو ګټې ساتي او په پایله کې له دې خیانتونو پرته بل څه نه ترلاسه کوي. زه د یو افغان په توګه د دې وضعیت په لګښتونو او اغیزو پوهیږم. زه دعا کوم چې خدای دې د سوریې پر خلکو رحم وکړي، د بهرنیو استخباراتي کړیو له منګولو دې یې وژغوري او د هغوی غلط او مزدور مشران دې له منځه یوسي. آمین

ځواب ورکړئ

زه مطمئن نه یم چې ایا د فاطمیون جنګیالیو په خپل سر د هر څه کولو واک درلود. روسیه او ایران دوی کنټرولوي. سربېره پر دې، دا به د خندا وړ وي که چیرې فاطمیون سوریایان دوکه کړي. عجب شیان اوریدل کیږي.

ځواب ورکړئ