ديپلوماسي

متحده ایالات له طالبانو سره د اورکم د دوام په لړ کې یوه ستر سیاسي فرصت ته سترګې په لاره دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د کب په ۶مه په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پرمهال خبرې کوي. [برېنډان سمیالوسکي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د کب په ۶مه په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پرمهال خبرې کوي. [برېنډان سمیالوسکي/ای اېف پي]

واشنګټن -- متحده ایالاتو، په داسې حال کې چې له طالبانو سره اورکم په ښه توګه روان دی په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدلو په هکله د هیله مندۍ په ښودلو سره، د سې شنبې په ورځ /د کب ۶مه/ په افغان مشرانو باندې غږ وکړ چې دغه «لوی فرصت» له لاسه ورنه کړي.

متحده ایالات پلان لري چې که د اونۍ په مخه اوربند دوام وکړي،‌ هغوی به د شنبې په ورځ /د کب ‍۱۰مه/ په قطر کې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي.

د پنځو ورځو په تېرېدلو سره، د طالبانو بریدونه په ډراماتیک ډول راکم شوي دي.‌

یوې افغان امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل، د کب په ۳مه د اوربند له پیلېدلو راهیسې د طالبانو بریدونه د ورځې په اوسط ډول ۷۵ څخه شاوخوا ۱۵ ته راکم شوي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په واشنګټن کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، «تر اوسه پورې، په تاوتریخوالي کې کمی په ښه توګه روان دی -- په عالی ډول نه دی، خو شه ده.»

هغه وویل، «موږ یو ستر، ستر سیاسي فرصت ترلاسه کړی دی.»

پمپیو باور وښود چې «په نهایي حل کې» به د ښځو په ګډون «د ټولو افغان سیاسي اقشارو غږونه» په پام کې ونیول شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هندوستان څخه د لیدنې پرمهال وویل، متحده ایالات په داسې حال کې چې په اورکم باندې دوه ورځې وتلې دي یوې هوکړې ته ډېر نژدې شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ماموریت قوماندان امریکایي جنرال سکاټ مېلر هم اورکم بریالی وباله.‌

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «څه چې موږ ګورو په تاوتریخوالي کې کمی دی چې د افغانانو لپاره ښه دی. دا د افغانستان لپاره ګټور دی.»

له هیله مندۍ سره سره، هلته دلته تاوتریخوالي لا هم خلک وژلي دي.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د چارشنبې په ورځ /د کب ۷مه/ په ټوېټر ولیکل، «د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه ۹ ملکي کسان هغه مهال ټپیان شول چې یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله چې په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوې وه نن ماسپښین د کابل په ۶مه حوزه کې وچاودېدله.»

طالبانو هر ډول لاس لرل رد کړل.

د لوړې مراسم وځنډول شول

اورکم او احتمالي هوکړه وروسته له هغه رامنځته شول چې افغانستان د روان کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې اعلان کړلې.

د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ‌ په یوه اعلامیه کې وویل، «متحده ایالاتو د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له خوا د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۲۹مه د شوي اعلان چې د ۱۳۹۸ د تلې په ۶مه د ولسمشرۍ په ترسره شویو ټاکنو کې ولسمشر اشرف غني بریالی ښودل شوی دی، یادښت اخیستی دی.»

اعلامیه زیاتوي، «افغانان سوله غواړي. دا وخت د دې دی چې په ټاکنیز سیاست نه بلکې د یوې دوامدارې سولې په لور په ګامونو اخیستلو باندې تمرکز وشي چې له طالبانو سره جګړه پای ته ورسیږي او د سیاسي حل لپاره داسې یو فورمول وموندل شي چې وکولی شي د بین الافغاني خبرو له لارې چې تمه ده د کب په میاشت کې پیل شي د دې هېواد د ټولو وګړو ګټې خوندي کړي.»

د غني دفتر د چارشنبې په ورځ وویل چې هغوی د ولسمشرۍ د لوړې هغه مراسم چې پلان یې درلود د کب په ۸مه یې ترسره کړي د کب ۱۹مې ته ځنډوي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.‌

هغه وویل، «دا چې د ټاکنو پروسه پای ته رسېدلې ده، ولسمشر غني، د اعلان شوي ګټونکي په توګه، او نور مشران باید دا ډاډمنه کړي چې نوی حکومت ټول شمول دی او د ټولو افغانانو هیلې منعکسوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ ټول له ولسمشر اشرف غني څخه غواړو چې له طالبانو سره یو ټول شموله حکومت جوړ کړي. ډاکتر غني یو تعلیم یافته شخص دی او مونږ په دې پوهېږو. هغه د دې هېواد د اقتصاد لپاره ډېر څه وکړل. مونږ په دې پوهېږو چې هغه افغانستان د پاکستان له احتیاج څخه خلاص کړ. هغه افغانستان له منځنۍ اسیا او اروپا سره وصل کړ. هغه افغانستان په یوه څلورلارې باندې بدل کړ. هغه د هېواد د اقتصادي وضعې یو اتل دی، خو اوس مونږ له هغه څخه غواړو چې دې جګړه ځپلي هېواد ته د سولې د راوستلو اتل هم شي ځکه چې اوس د سولې وخت دی، خلک له جنګ څخه ستړي دي. طالبان، افغان اردو، او نور ټول جنګ نه غواړي. که اشرف غني له طالبانو سره په سوله کولو بریالی شي، د هغه نوم به په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان ټول سیاسي مشران باید افغانستان ته د سولې د راوستلو لپاره اوږه په اوږه کار وکړي. دا د سیاسي حل لپاره یو غټ فرصت دی. حتی که د حکومت نظام بدل هم شي، افغانستان حاضر دی چې قبول یې کړي ځکه چې سوله له ولسواک حکومت څخه ډېره قېمتي ده.‌ د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې، د حکومتي سیستم په سرجګړه کې په زرونو افغانان ووژل شول یا ټپیان شول. سیاسي مشران یو ولسواک حکومت غواړي په داسې حال کې چې طالبان امارت غواړي. افغانانو ته مهمه نه ده چې نظام ولسواک وي که امارت. هغوی سوله غواړي او ډوډۍ غواړي چې ویې خوري او بس. اشرف غني باید وپوهېږي چې افغانان به د هغه نظام لپاره چې هغه پرې تاکید کوي نورې قربانۍ ورنه کړي.‌ که جنګ نه وي، هغوی چمتو دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند تېر کړي.‌ اشرف غني، لطفاً په خپلو غوښتنو باندې اصرار مه کوه، ته باید دې ته هم غوږ ونیسې چې خلک څه وایي. ستا ماشومان له وطن څخه بهر دي،‌ او دغسې د عبدالله عبدالله هم دي، په داسې حال کې چې عادي خلک هره ورځ قربانۍ ورکوي.‌ جنګ بس دی، اوس یوه نوې کړکۍ پرانستل شوې ده، ټول خلک د سولې هوکړې ته ډېر هیله مند دي. که ته له طالبانو سره جوړجاړی ونه کړې، او جنګ دوام ومومي،‌ افغانان به هېڅکله هم تا ونه بخښي.

ځواب ورکړئ