امنیت

افغانان اورکم لمانځي او له جګړې څخه د وروسته ژوند په هکله خواږه خوبونه ویني

ای اېف پي

په عکس کې، په کندهار ولایت کې سړي او ځوانان د کب په ۳مه د هغه اورکم «په تاوتریخوالي کې کمي» د لمانځنې پر وخت چې د طالبانو، متحده ایالاتو او افغان ځواکونو تر منځ پرې هوکړه شوې ده، اتڼ کوي. [جاورېد تنویر/ای اېف پي]

په عکس کې، په کندهار ولایت کې سړي او ځوانان د کب په ۳مه د هغه اورکم «په تاوتریخوالي کې کمي» د لمانځنې پر وخت چې د طالبانو، متحده ایالاتو او افغان ځواکونو تر منځ پرې هوکړه شوې ده، اتڼ کوي. [جاورېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- د کب له ۳مې راهیسې د روان اورکم او د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې د را روانې احتمالی هوکړې په مناسبت، افغانان په خپل هېواد کې د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسېدلو تمه لري.

د طالبانو، متحده ایالاتو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د روان اورکم په هکله هوکړه، د یاغیانو او واشنګټن تر منځ له شونې معاملې څخه مخکې، وشوه. د کېدونکې معاملې په نتیجه کې به متحده ایالات خپل په زرګونوعسکر له افغانستان څخه وباسي.‌

متحده ایالاتو ویلي چې «په ټول افغانستان کې په تاوتریخوالي کې د مهم او عمومي کمي په هکله تفاهم موجود دی»، په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه به د دې اونۍ په ترڅ‌ کې «په فعال دفاعي موقف» کې پاتې وي.‌

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مایک اېسپر په ټوېټر باندې وویل، «طالبان باید په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمي ته خپله ژمنتیا وښيي.»

په دې عکس کې، یو افغان کډوال (چپ) د کب په ۳مه د پاکستان د پېښور ښار په لمنه کې په خراسان د کډوالو کمپ کې د طالبانو، متحده ایالاتو او افغان ځواکونو تر منځ د منل شوي اورکم د لمانځنې په مناسبت خواږه وېشي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

په دې عکس کې، یو افغان کډوال (چپ) د کب په ۳مه د پاکستان د پېښور ښار په لمنه کې په خراسان د کډوالو کمپ کې د طالبانو، متحده ایالاتو او افغان ځواکونو تر منځ د منل شوي اورکم د لمانځنې په مناسبت خواږه وېشي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

هغه زیاته کړه چې، «که طالبان د سولې لاره رد کړي، موږ دې ته چمتو یو چې له ځانونو او خپلو افغان شریکباڼو څخه دفاع وکړو.»

په داسې حال کې چې د دغه حرکت په برخه کې د ناڅرګندتیا وېره شته، لاکن دا د اوږدې شخړې په پای ته رسولو کې په احتمالي توګه یو تاریخي ګام په ګوته کوي.‌

د کب په ۳مه د دغه جګړه ځپلي هېواد یو شمېر خوښ ملکي خلک له راویښیدېلو څخه وروسته لارو او کوڅو ته ووتل چې اورکم یا په تاتریخوالي کې کمی په جګړه کې د یوه غټ احتمالي تغیر په توګه ولمانځي.‌

په کابل کې یوه ټکسي وان حبیب الله ای اېف پي ته وویل، «دا لومړی سهار دی چې زه بې له دې چې وډار شم چې په بمي یا انتحاري چاودنه کې به ووژل شم بهر وځم. زه هیله لرم چې دا حالت د تل لپاره همداسې دوام وکړي.»

په کندهار کې چې د طالبانو اصلي مرکز بلل کیږي او په جلال اباد کې په لسګونو افغانان په داسې حال کې لیدل کیږي چې په لارو او سرکونوپرسر د لمانځنې په پاراتڼونه کوي.

یوه حکومتي کارکوونکی فضل الرحمان وویل، «په جګړه کې موقته موقفه ښه ده، خو موږ یو تلپاتې اوربند غواړو.» هغه زیاته کړه چې همدارنګه هغه غواړي چې د طالبانو او کابل تر منځ «ژر تر ژره» د سولې خبرې پیل شي.

افغانانو په ټولنیزو رسنیو د سولې لپاره خپلې هیلې شریکولې او د #سوله راځي او #کله چې اوربند وي، تر هشټګونو لاندې یې پوستونه کول.

یوه مشهور شاعر رامین مظهر چې د دغو هشټګونو په خپرولو کې یې مرسته کړې وه، ای اېف پي ته وویل، «په تېرو ۱۵ کالونو کې، خلک نه وو توانېدلي چې په لویو لارو باندې خوندي سفرونه وکړي. طالبان هغوی دروي، وژني یې یا یې تښتوي.»

مظهر وویل، که په تاوتریخوالي کې کمی دوام وکړي هغه به د هېواد په شمال ختیځ کې لیرې پراته ولایت نورستان ته لاړ شي.‌

هغه وویل، «زه غواړم چې نورستان ته لاړ شم، منډې ووهم، وخاندم، سندرې ووایم، وګډېږم، شپېلي ووهم او مستې وخورم.»

هغه زیاته کړه، «زه غواړم چې د هغه له زرغونو غونډیو، لېونيو سیندونو او اوبرنګ اسمان څخه خوند واخلم. زه غواړم چې د هغه ونو ته وخېزم او کوترې یې وپېژنم.»

غمونه او خوښۍ

افغانستان یو وخت «د هیپي تګلارې» یو مشهور مقصود منزل وو چې په ۱۳۴۰مو او ۱۳۵۰مو کالونو کې به بهرنیان له اروپا څخه په بسونو کې دغه هېواد ته راتلل او بیا به هندوستان ته تلل.

ټوریزم ډېر ښه روان وو خو په ۱۳۵۸ کې د شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته چې ورپسې ۴۰ کاله جنګ او بې ثباتي رامنځته شوه دا صنعت له منځه ولاړه.‌

تر اوسه پورې لږ افغانان په دې توانېدلي چې د خپل کور له شاوخوا څخه لږ لیرې ځایونه وګوري په داسې حال کې چې په میلیونو نور بیا ښاري سیمو ته بې ځایه شوي یا بهرنیو هېوادونو ته کوچېدلي دي.

ډېر هیله لري چې د هېواد نورې برخې وګوري

افغانستان په واورو د پوښل شوي هندوکش په څېر غرونو په زړه پورې سلسلې، شنې، لیرې پرتې درې او پراخې دښتې لري.

عبدالله جاهد په ټوېټر باندې لیکلي، «ما ژمنه کړې چې خپل ملګري بدخشان ته بوځم...‌او خپله ژمنه به یواځې هغه وخت پوره کوم چې اوربند وشي.»

د ټوېټر یوه بل کاروونکي حمیدالله ستاري زیاته کړې، «که سوله راشي، زه به د افغانستان تر ټولو لیرې پرتو کلیو ته ځم چې له ځایي خلکو سره وګورم، د هغوی خواړه وخورم، د هغوی لاسي صنایع وګورم او خپل غمونه او خوښۍ له هغوی سره شریکي کړم.»

په لېوالتیا کې دغه جوش په داسې حال کې منځته راځي چې تمه کیږي طالبان او متحده ایالات له یوه کال اوږدو د سولې خبرو څخه وروسته د کب په ۱۰مه داسې یوه معامله وکړي چې په نتیجه کې به یې امریکايي عسکر د امنیتي تضمینونو د ترلاسه کولو په بدل کې له دغه هېواد څخه ووځي.

اکثر شنونکي مني چې د طالبانو او په کابل کې حکومت تر منځ هوکړه به کالونه وخت واخلي، خو روان پرمختګ هیلې غوړولې دي.

د بېلابېلو اقشارو اړوندو افغانانو په پښو، د بایسکل یا موټر په وسیله د چکرونو هشټګونه کارولي، په داسې حال کې چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ویلي چې که جګړه پای ته ورسیږي هغوی به خپل هېواد ته راستانه شي او دلته به ژوند وکړي.

نورو ویلي چې هغوی هیله لري چې د سولې هره معامله به داسې یو فرصت برابر کړي چې له هغو خلکو سره چې د لسیزو اوږدې وینې جګړې کړولي مرسته وشي.

د پخواني افغان ولسمشر نجیب الله احمدزي -- چې طالبانو په ۱۳۷۵ کال کې په وحشیانه ډول شکنجه کړ او وواژه -- لور هیله نجیب الله وویل چې هغه هیله لري چې په پکتیا ولایت کې د خپل پلار د قبر زیارت وکړي.

هغې په یوه ټویټ کې لیکلي، «زه به مې د پلار قبر ته په پښو لاړه شم. زه به چیغې ووهم او دعا به وکړم چې بل هیڅ افغان ماشوم یتیم نشي.»

هغې وویل، «زه به هلته یو ښوونځی جوړ کړم، او په پوهنتون کې به تدریس وکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان سیاسي مشران باید اختلافات ونه کړي او هېواد ته د سولې د راوستلو په هکله فکر وکړي. اوس د سولې وخت دی. هغوی باید له طالبانو سره یو مشمول حکومت جوړ کړي.

ځواب ورکړئ

Peace is not possible in the presence of Northern Alliance especially Jamiat-e-Islami and Abdullah Abdullah who is trying to disturb the peace process. They don't want peace to come to Afghanistan because they see their benefits in the war. For the past 20 years, they found a lot of money. All of them are millionaires. Where did they find all this money from? 20 years before they did not have even shoes to wear. They were walking in the mountains barefooted. Now, they are traveling in expensive cars; so, for this reason, they are claiming to stay in power in Afghanistan and they do not accept the elections' results. Following the collapse of Taliban regime in 2001, America committed a big mistake as she surrendered the power to them. These people should not have reached to power. They are criminals and warlords. They are responsible of 40 year long war in Afghanistan. They are responsible for the creation of Taliban [group]. Taliban came to existence because of them. In the year 1995, following the collapse of communist regime, these mujaheddin looted people's houses. They broke people's privacy. Even they ate the humans and for this reason Taliban came to existence and all of the people supported Taliban against these warlords.

ځواب ورکړئ

افغانان واقعاً د یوې اونۍ په مخه شوي اورکم ته خوښ دي. زه له ټولو خلکو څخه غواړم چې د سولې له رامنځته شوې فضا څخه ښه استفاده وکړي. د ټولنې ټول خلک باید د مسؤلیت احساس وکړي او په افغانستان کې د سولې لپاره کار وکړي.‌ ټول سیاسي مشران، د حکومت ضد عناصر، طالبان او نور باید د خدای او د افغانستان د بې وزلو خلکو لپاره یو څه وکړي چې مونږ یوه سیاسي حل ته ورسیږو.‌

ځواب ورکړئ

ټول افغانان سوله غواړي. هغوی ټول سولې ته تږي دي، خو ځینې هېوادونه داسې دي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي ځکه چې د هغوی ستراتیژیک هدفونه په افغانستان کې په جګړه کې نغښتي دي. د متحده ایالاتو، روسیې، ایران او داسې نورو په څېر ځینې هېوادونه د وسلو جوړولو فابریکې لري او هغوی په میلیونونو وسلې جوړوي او بیا ورته د پلورلو مارکېټونه ګوري. نو هغوی باید چې په ځینې کمزورو هېوادونو کې جنګونه جوړ کړي چې د خپلو تولیداتو لپاره مارکېټ ومومي. دغه هېوادونه په افغانستان کې سوله نه غواړي. که سوله راشي د هغوی د وسلو جوړولو فابریکې به بندې شي او هغوی به تاوان وکړي. که دغه هېوادونه چې په افغانستان کې یې جنګ جوړ کړی دی له خدای نه ووېرېږي، ویجاړونکې جګړه بنده کړي او په غریبو افغانانو باندې رحم وکړي، جنګ نور بس دی.‌ زه د امریکا متحده ایالاتو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې دا جګړه پای ته ورسوي.‌ که متحده ایالات وغواړي، هغوی کولی شي چې جنګ ودروي ځکه کله چې متحده ایالاتو کولی شوای چې په ۱۳۸۰ کې طالبان، چې د افغانستان په ۹۵٪ خاوره باندې یې حاکمیت درلود، په یوه میاشت کې نسکور کړل، اوس که وغواړي کولی شي چې دا جګړه هم پای ته ورسوي. که متحده ایالات په افغانستان کې سوله رانه وړي، د ټول هغه انساني بحران مسؤلیت به یې پر غاړه وي چې د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې له کموالي څخه وروسته رامنځته کیږي.‌

ځواب ورکړئ