تکنالوژي

ګڼ‌ شمېر افشاګریو د هوواوې د جاسوسۍ ګواښ په ډاګه کړ

د سلام ټایمز راپور

په دوبۍ کې یو سوداګر خپل ځیرک تلفون ګوري. په متحده عرب اماراتو کې چې هوواوې په کې په ۱۴۰۱ کې د ځایي سایبر ستراتیژیو د ځواکمیندو په برخه کې د همکارۍ یوه هوکړه لاسلیک کړه، اندېښنې په ډېرېدلو دي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

په دوبۍ کې یو سوداګر خپل ځیرک تلفون ګوري. په متحده عرب اماراتو کې چې هوواوې په کې په ۱۴۰۱ کې د ځایي سایبر ستراتیژیو د ځواکمیندو په برخه کې د همکارۍ یوه هوکړه لاسلیک کړه، اندېښنې په ډېرېدلو دي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

وروستیو پېښو او ورسره جوخت یو لړ اکتشافاتو او څېړنو هغه جدي ګواښ په ګوته کړی چې د چین د ټکنالوجۍ ستره کمپني هوواوې یې په هغو هېوادونو کې رامنځته کوي چې هلته هغې د ځایي ډیجیټلي سیستمونو په رغونه کې ژور ځای نیولی دی.

د چین نظارتي بالون چې د سلواغې په نیمایي کې د متحده ایالاتو دپاسه ګرځېده، او د امریکایي جنګي الوتکې له خوا له ویشتل کېدلو څخه مخکې یې دیپلوماتیکې غوسې رامنځته کړې وې،‌ د بیجینګ له خوا د استخباراتي معلوماتو د ټولولو په هکله وېرې بیا تازه کړي دي.‌

هوواوې، چې په ښکاره د ګرځنده تلفونونو او مصرفي محصولاتو جوړونکی ګڼل کیږي، د چین حکومت له خوا په پراخه کچه حمایه کیږي او د چین پوځ سره ژورې اړیکې لري.

هوواوې، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په مخابراتي شبکو، سایبر ټکنالوجۍ او د انټرنټي سرورونو په خدمتونو کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.

عکس په بیجینګ کې د سودا اخیستنې په یوه مارکېټ کې یوه کمره ښیي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

عکس په بیجینګ کې د سودا اخیستنې په یوه مارکېټ کې یوه کمره ښیي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

د ۱۴۰۰ کال د وري د میاشتې په یوه راپور کې چې بروکینګز انسټیټیوټ خپور کړی، راغلي چې معلوماتي وړتیاوې د چین د پوځي عصریتوب د پروګرام په زړه کې ځای لري.

راپور وایي، لکه څنګه چې د چین د معلوماتو او مخابراتو د ټکنالوجۍ اکاډمۍ غړي ژینګ آنقي په ۱۳۹۹ کې ویلي، «که عصري نظامي ځواکونه قوي معلوماتي ځواک ولري، هغوی کولی شي چې قوي پوځي ځواک ولري.»

هغه وویل، «د یوه معلوماتي ځواک بنسټ په شبکه جوړونه کې دی. له پراخو، هر اړخیزو او موبایل شبکو پرته، د یوي غښتلي معلوماتي اردو د لرلو ادعا هسې هوایي خبره ده.»

دیل الوف په دیپلومات مجله کې په یوه مقاله کې لیکلي، «دا اتکاوې چې اوس سر راټوکوي، د یوه مخنیکوونکي مېکانیزم په توګه کار کوي. که هر حکومت یا کمپني وغواړي چې چین ته زیان ورسوي، هغه به د چین له پراخ مارکېټ او د هغه له مهمو ټکنالوجیو څخه پرې کړای شي چې ورځنی ژوند شونی کوي.»

د چین له خوا د هک کولو چارې افشا شوې

د چینایی هکرانو له خوا چې د دولت له اړخه حمایه کیږي، په ګرده نړۍ کې د هک کولو چارې په وروستیو کالونو کې ډېرې شوي دي.

مثلا، په ۱۳۹۹ کې د افریقایي اتحادیې مقر هک شو او دا یو داسې جنایت و چې شنونکو په افریقا کې مهمو ارتباطي چینلونو ته د الیکترونیکي نفوذ لپاره د چینایي شبکو د یوې لویې بېلګې برخه وبلله.

د رویټرز د راپور په اساس، د افریقایي اتحادیې د ټکنالوجۍ متخصصینو کشف کړه چې د چینایي هکرانو یوې ډلې د یوې اداري ودانۍ له تلخونې څخه سرورونو ته لاره کړې وه څو د ایتوپیا په ادیس ابابا کې د افریقایي اتحاد له سیمه ییز مرکز څخه نظارتي ویډیوګانې ترلاسه کړي.

د هکرانو دا ډله چې په ځان یې «د برونزو ولسمشر» نوم ایښی و، توانېدلې وه هغه کمرې وڅاري چې د افریقایي اتحادیې دفترونه، د پارکېنک ځایونه، دهلېزونه او د غونډو تالارونه یې تر پوښښ لاندې ول.

د یوه داخلي یادښت په اساس، ټکنېشنانو د ډېټا د لېږد مخه ونیوله او خبرداری یې ورکړ چې هکران کولی شي په اسانۍ سره بیا برلاسي شي.

د سیکیور ورکس یوه محقق مارک اوسبورن وویل، د هغه کمپنۍ داسې قوي شواهد موندلي چې ښیي چې د برونز ولسمشر له چین څخه فعالیت کاوه او په داسې جاسوسي کمپاینونو کې یې لاس درلود چې منګولیا او هندوستان یې په نښه کول.

په هیریټیج فاونډېشن کې د افریقا د پالیسیو جګپوړي شنونکي جوشوا میزیروی په ۱۴۰۰ کال کې امریکاغږ ته وویل، «ما ته دا د حیرانتیا خبره نده. موږ پوهېږو چې چین د افریقا په ګډون په ګرده نړۍ کې همداسې عملیات ترسره کوي.»

واشنګټن هوواوې د متحده ایالاتو دولتي سیستمونو ته له اکمال کولو څخه منع کړی، او په خصوصي سکتور کې یې د تجهیزاتو د نه کارولو کلکه توصیه کړې ځکه چې کیدای شي د چین له حکومت سره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې تعهد ولري.

د متحده ایالاتو د فدرالي مخابراتو د کمیسیون رییسې جیسیکا روزینورسیل د نومبر په میاشت کې د هوواوې او زیډ ټي اي له خوا د نويو مخابراتي تجهیزاتو په تصویب باندې له بندیز څخه وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، «دا نوي مقررات زموږ د روانو اقداماتو یوه مهمه برخه ده چې د مخابراتو په ګډون د ملي امنیت له ګواښونو څخه د امریکا خلک وژغوري.»

نورو لوېدیځو هېوادونو هم د امنیتي خطرونو له وېرې د جي ۵ له موبایل شبکو څخه هوواوې ټیلیفونونه بلاک کړي دي.

د هوواوې د جاسوسۍ ګواښ

هوواوې داسې امنیتي وسایل خرڅ کړي چې حکومتونه یې د ډیجیټل جاسوسۍ او سانسور لپاره کاروي.

خو د وال سټریټ ژورنال راپور وایي، چې د هوواوې کارمندانو نور خدمتونه وړاندې کړي چې په عام ډول څرګند شوي نه دي.‌

په دغه راپور کې راغلي، « پخپله د چین حکومتي تکنېشنانو لږ تر لږه دوه ځلې له افریقایي حکومتونو سره مرسته کړې ترڅو د خپلو سیاسي مخالفینو جاسوسي وکړي.»

د هغو امنیتي مقاماتو چې په یادو هېوادونو کې د هوواوې له کارمندانو سره نېغ په نېغه کار کوي، په وینا، په دې کې «د هغوی خوندي تماسونو او ټولنیزو رسنیو ته ننوتل، او د ګرځنده تلفون له ډېټا څخه کار اخیستل شامل و چې د هغوی ځای ځایګی ترې تعقیب شي.»

په ۱۳۹۸ کې، الجزایري رسنیو د وال سټریټ ژورنال د یوه راپور پر اساس یوه کیسه خپره کړه چې ادعا یې کړې وه چې د هوواوې کارمندانو د څارنې له یوه سیستم څخه په استفادې سره د الجزایر، یوګندا او زامبیا حکومتونو سره مرسته کړې چې د سیاسي مخالفینو رازونه معلوم کړي، خو هوواوې دغه راپور رد کړ.‌

افریقایي مقامات وايي چې د چین حکومتي چارواکو په افریقا کې د هوواوې لپاره د قراردادونو په لاسته راوړلو کې کلیدي رول لوبولی دی، په غونډو کې یې ګډون کوي او د چین په شینژېن کې د یادې کمپنۍ مرکزي دفتر ته د افریقا د استخباراتو چارواکي بدرګه کوي.

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ، چې د بویس دولتي پوهنتون کې د ډیجیټل څارنې د یوه کارپوه سټیون فیلډسټین له خوا د راټولو شويو معلوماتو په اساس، هوواوې له شلو څخه په ډېرو هیوادونو کې د ویډیوي څارنې او د مخ پیژندنې پرمختللي سیستمونه پلورلي دي.

د ۱۴۰۰ کال له تحقیقاتو څخه وروسته، واشنګټن پوسټ څرګنده کړه چې هغوی د هوواوې له ۱۰۰ څخه ډېر د پاورپواینټ د بازار موندنې پریزینټیشنونه لیدلي، چې ډېر یې د «محرم» په توګه په نښه کړای شوي ول.‌

په دغه راپور کې راغلي، هوواوې وښودله چې، «څنګه د هغې ټیکنالوجي کولی شي چې له حکومتي چارواکو سره مرسته وکړي څو د غږ له لارې خلک وپیژني، د سیاسي اشخاصو علاقه مندي معلومه کړي، د بندیانو لپاره ایډیالوژیکي بیا ښوونه او د کار مهالویش اداره کړي، او پرچون پلورونکو سره مرسته وکړي چې د مخ پیژندنې په کارولو سره پیرودونکي تعقیب کړي.»

د هوواوې په هکله دا هم ویل کیږي چې د چین په سینکیانګ ولایت کې یې، چې په میلیونو مسلمانان په کې د بیا ښوونې او روزنې کمپونو ته په تګ مجبور او شکنجه شوي، جنسي تېري پرې شوي او نورې ناوړه استفادې ترې شوي دي، د مخ پېژندنې پروګرام برابر کړی دی.

دغه راز، د هوواوې شرکت وېب سایټ د ویډیوي جاسوسۍ د محصولاتو د خرڅلاو لست هم وړاندې کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د چین خو دې نوم ورک شي. هر چېرې چې بد خبر ګورم او لولم د چین یو ناولی اړخ ښیي. چینیانو پیسې پیدا کړې لاکن انسانیت یې نه دی زده کړی. په دې سلام ټایمز او نورو رسنیو کې ما لوستلي چې، چین په سینکیانګ کې په سلګونو زرو مسلمانانو سره ظلمونه کوي. یو ځای ما دا هم ولوستل چې مسلمانان د روژې نیولو ته نه پریږدي. د دې معنی دا ده چې دا احمقان له مسلمانانو نه نفرت کوي. نه یوازې له مسلمانانو بلکې له اسلام نه نفرت کوي. اسلام او قران په ځمکه کې د الله تعالی امانت دی. ساتنه یې الله تعالی کوي. د چینیانو او سویډني ملحدینو په څېر مردارو خلکو دنیا او اخرت دواړه الله تباه کوي. په ځمکه کې مینه خپره کړئ. یو له بل سره مرسته وکړئ چې الله تعالی راضي شي. نفرت مه خپروئ.

ځواب ورکړئ