اقتصاد

د ټیټ کیفیت لرونکو ایراني شاتو واردات د هرات د مچیو ساتنې صنعت ویجاړوي

د عمران راپور

په داسې حال کې چې سږ کال په هرات کې د مچیو ساتنه او د شاتو تولیدات زیات شوي، ایران هم دغه ولایت ته د ټیټ کیفیت لرونکیو شاتو صادرات زیات کړي دي. د ټیټ کیفیت ایراني شات په غیرقانوني لارو او په ځینو حالتونو کې د ګمرکاتو له لارې افغانستان ته راداخلېږي.‌ [عمران/ سلام ټایمز]

هرات -- افغانستان ته د ټیټ کیفیت لرونکیو تقلبي ایراني شاتو قانوني او غیرقانوني واردات د کورنیو تولیداتو لپاره د تقاضا په کمولو سره د هرات د مچیو ساتنې د صنعت مخه ډب کوي.‌

د هرات د مچیو ساتونکیو اتحادیه وایي، د هرات د شاتو مارکېټ نږدې ۵۰٪ ایراني شاتو نیولی دی.

د دغې اتحادیې رییس محمد عارف واصل وویل، تېر کال د تولید شویو داخلي شاتو ۵۰٪ په مارکېټ کې د تقلبي ایراني شاتو د موجودیت له امله خرڅ نشول.

هغه وویل، «مچۍ ساتونکیو ته ډېر مالي زیانونه ور ورسېدل او وروسته له هغه چې د هغوی ۵۰٪ تولیدات خرڅ نشول هغوی د مچیو له ساتنې څخه زړه توري شول.»

یو پلورونکی د غبرګولي په ۲۲مه په هرات ښار کې یو بوتل افغان شات یوه پيرودونکي ته ورکوي. [عمران/سلام ټایمز]

یو پلورونکی د غبرګولي په ۲۲مه په هرات ښار کې یو بوتل افغان شات یوه پيرودونکي ته ورکوي. [عمران/سلام ټایمز]

نوموړي وویل، «په هرات کې ځینو مچۍ ساتونکیو د ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني شاتو د موجودیت او داخلي تولیداتو ته د تقاضا د کموالي له امله خپل فارمونه بند کړل،‌ او ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول.»

هغه زیاته کړه، «ځینې فارم لرونکي اوس هم هڅه کوي چې خپل فارمونه خرڅ کړي او له هېواد څخه وځي.»

وصال وویل، په ایران کې د ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني شاتو موجودیت مچۍ ساتونکي زړه توري کړي او په راتلونکي وخت کې پانګونو ته هڅونې ته یې زیان رسولی دی.‌

هغه زیاته کړه، «کله چې داخلي شات خرڅ نشي، مچۍ ساتونکي مجبورېږي چې د مچیو ساتنه ودروي او نورو کارونو ته مخه کړي.»

په هرات ښار کې یوه شات پلورونکي عبدالغفار صدیقي وویل، هېواد ته د ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني شاتو قاچاق د مچۍ ساتونکیو کاروبارونو ته سخت زیانونه ور رسولي دي.

هغه وویل، «د ټیټې درجې ایراني شاتو باکیفیته داخلي شاتو ته زیان ور رسولی دی.»

نوموړي وویل، «په مارکېټ کې یو کیلوګرام ایراني شات په ۲۰۰ افغانۍ (۲.۳۰ ډالر) خرڅېږي، په داسې حال کې چې د ۱ کیلوګرام خالصو داخلي شاتو تولیدول له ۷۰۰ افغانیو (۸ ډالرو) څخه ډېر لګښت غواړي.

هغه زیاته کړه، «په هرات ښار کې په دوکانونو کې د ټیټ کیفیت ایراني شات موجود دي. هغه له پوډرو، اوبو او بورې څخه جوړېږي او کاملا مصنوعي دي.‌ موږ ته د ټیټ کیفیت لرونکیو، ارزانو ایراني شاتو له لاسه ډېر زیات زیانونه را رسېدلي دي.»

صدیقي وویل، ایران خپل ښه شات افغانستان ته نه راصادروي. هغه افغانستان ته یواځې د ټیټ کیفیت لرونکي شات راصادرويترڅو په افغانستان کې مارکېټ خراب او د مچۍ ساتنې صنعت ویجاړ کړي.‌

روغتیا ته ګواښ

ځینې ډاکتران وایي، له ایران څخه را وارد شوي د ټیټ کیفیت او له بورې څخه ډک «شات» د خلکو د روغتیا لپاره ډېر خطرناک دي.

په هرات ښار کې د داخله ناروغیو یوه متخصص خالد خپلواک وویل، د ټیټ کیفیت شات په لوړ مقدار کې د بورې د لرلو له امله د شکر ناروغۍ سبب کیږي.‌

هغه زیاته کړه، «خالص شات په انسانانو کې د شکر ناروغۍ او ځینو ناروغیو په مهارولو کې مرسته کوي، لاکن د ټیټ کیفیت لرونکیو شاتو واردول د انسانانو له ژوند سره لوبې کول دي.»

هغه زیاته کړه، «شکر په ځانګړې توګه په مشرانو خلکو کې په ډېرېدلو دی. د هغه د ډېرښت تر شا یو دلیل د ټیټ کیفیت شات دي. له بورې څخه د ډکو ټیټ کیفیت لرونکیو شاتو خرڅون مصرف کوونکي غولوي او د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.»

خپلواک وویل، د ټیټ کیفیت شات باید بند کړای شي ترڅو هغه د شکر او نورو ناروغیو سبب ونه ګرځي.

هغه زیاته کړه، «شکر په دقیق ډول د علاج وړ نه دی، او هغه ناروغان چې په شکر اخته کیږي باید ټول عمر درمل واخلي. د مصنوعي او ټیټ کیفیت لرونکیو شاتو استعمال د ژوند موده تر ډېره حده کموي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي ویس غرني وویل چې هغه د ارزانۍ له امله ایراني شات اخیستل خو د بورې د مقدار د ډېرښت له امله یې د هغو پېرودل ودرول.‌

هغه وویل، «ما پخوا یو کیلوګرام شات په ۲۰۰ - ۳۰۰ افغانۍ (۲.۳۰ - ۳.۴۰ ډالر) اخیستل، خو خوند یې نه درلود.»

هغه زیاته کړه، ایراني شات له اوبو او بورې څخه جوړ شوي او ستاسو روغتیا ته زیان رسوي.

غرني زیاته کړه، «اوس څه وخت کیږي چې زه وطني شات خورم. په هرات کې تولید شوي شات ښه کیفیت لري او خوند یې هم عالي دی.»

پر ځان بسیاینه

چارواکي وايي، د ارزانو ایراني «شاتو» بهیر په داسې وخت کې رامات شوی چې هرات د شاتو د تولید له مخې پر ځان بسیا شوی دی.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په وینا، سږ کال د تېر کال په پرتله په هرات کې د شاتو تولیدات دوه برابره ډېر شوي دي.

د دغه ریاست د مالدارۍ مدیر سید معصوم سادات وویل، سږ کال په هرات کې له ۱۵۰ ټنو څخه ډېر شات تولید شوي چې دا د تېر کال د ۸۰ ټنو په پرتله یو غټ زیاتوالی دی.

هغه وویل، «د هرات د شاتو تولید دغه ولایت پر ځان بسیا کړی دی. هغه د ګاونډیو ولایتونو د مصرف لپاره هم کفایت کوي.»

هغه زیاته کړه، «ایراني شات د کیفیت د ټیټوالي له امله د استعمال وړ نه دي. هغه د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي.»

نوموړي وویل، «هرات ته د ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني شاتو د صادراتو یواځینی هدف دا دی چې په افغانستان کې د مچۍ ساتنې ځوان صنعت له منځه وېوړل شي.

سادات وویل، دې ته اړتیا نشته چې لویدیځ زون ته خارجي شات را وارد شي.

په وروستیو کالونو کې په هرات کې د مچیو ساتنه ډېره زیاته شوې ده.‌

په هرات کې ۸۰۰ کوچني او غټ د مچیو ساتنې فارمونه فعال دي چې له ۳۰۰۰ څخه ډېرو کارکوونکيو ته یې چې نیمایي یې ښځې دي، کاري فرصتونه برابر کړي دي.

په هرات ښار کې یوه مچۍ ساتونکي خلیل احمد بهمنش وویل، د وطنیو شاتو د ټولولو په موسمونو کې بازار له ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني شاتو څخه ډک شي.

هغه وویل، په مارکېټ کې د ایراني شاتو ډېرښت د وطنیو شاتو خرڅلاو کموي.

نوموړي وویل، «سږ کال زموږ خرڅلاو له ۷۰٪ څخه ډېر کم شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «د ټیټ کیفیت ایراني شات په قصدي ډول افغانستان ته راصادرېږي څو داخلي مچۍ ساتونکي د خپل کار له جاري ساتلو څخه زړه توري کړي. کله چې داخلي تولید ودرېږي، بهرني شات به مارکېټ‌ په خپل لاس کې واخلي

بهمنش وویل، هیڅ فرد یا موسسه د داخلي تولیداتو ملاتړ نه کوي، له دې امله، دا وخت د ټیټ کیفیت لرونکیو ایراني شاتو غوښتنه ډېره ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د هرات د مچۍ لرونکو دعوه او انتقاد پر ځای دي. دلته په افغانستان کې یواځې ایراني نه، بلکې پاکستاني بې کیفته شات هم خرڅېږي. دا منو چې د افغانانو اقتصاد کمزوری دی، تر ډېره حده د ټیټې بیې جنس اخلي خو جانبي زیانونه یې په پام کې نه نیسي. د موضوع بل اړخ دا دی چې بهرني هېوادونه په اصل کې د بې کیفیته شاتو صادرول د مارکیټ د خپلولو او د افغان پانګوالو د ضعیفه کولو لپاره کوي چې بیا هم په اصل کې د مارکیټ خپلول یې هدف وي... که واقیعت ته وکتل شي، افغاني تولید شوي شات اکثره د طبعي ګلانو ځکه دي چې مچۍ لرونکي طبعي ځایونو ته مچې وړي...چارواکي باید له مچې لرونکو سره همکاري وکړي، له بهرنیو هېوادونو د شاتو واردول بند کړي...اوهمدا راز افغان فارم لرونکي باید د خپلو خلکو د اعتبار د تر لاسه کولو لپاره په پیکنګ او اعلاناتو کار وکړي. همدا راز د ټولنې غریبه طبقه خلک دې هم په پام کې ونیسي/هغوی ته دې د هغوی د اقتصاد اړوند لږ ضعیفه کیفیت کیفیت تولید برابر کړي.

ځواب ورکړئ

اصلي ستونزه زموږ په خلکو کې ده. دوی د ارزانه توکو په لټه کې دي، دې ته نه ګوري چې کیفیت یې څنګه دی له کوم هېواده را وارد شوي دي. که زموږ خلکو په ریښتیا هم د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ کړی وای، نو موږ به له دغه حالت سره مخامخ نه وو او زموږ فابریکې به یو په بل پسې ناکامې شوې نه وې. په نورو هیوادونو کې خلک هڅه کوي چې خپل تولیدات په لوړه کچه وکاروي، مګر د بهرنیو تولیداتو او وسایلو مصرف زموږ لپاره یو ډول ویاړ دی. له همدې امله زه وایم چې تر څو چې خلک د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ ونه کړي، د ټیټ کیفیت بهرني توکي به بازار ته راوځي.

ځواب ورکړئ

په نړۍ کې درې شیطانان دي چې یو یې اسراییل بل پاکستان او بل ایران دی. دا درې مملکتونه د مذهب په نامه جوړ شوي او نور خلک ورته انسانان نه ښکاري. په دا ټولو کې تر ټولو ډېر چټل او ناولی یې پاکستان دی. پاکستان په سیمه کې د سرطان د دانې حیثیت لري چې نه مسلمان ترې ارام دی نه عیسوي او نه یهودي. تاسو وګورئ چې بې ګناه پښتانه یې څنګه ووژل؟ څنګه یې خرڅ کړل؟ څنګه یې در په در او خاورې په سر کړل: https://twitter.com/i/status/1543982645209694210

ځواب ورکړئ

دې کې زموږ خپل افغان تجاران ملامت دي، کنه په داسې یو وخت کې چې دلته په افغانستان کې یو شی/توکی وي نو ضرور څه دی چې د نورو هېوادونو توکي راواردېږي؟ دا سمه ده چې هغه شات چې د ایران له بازارونو راواردېږي قیمت به یې کم وي، خو کیفیت یې هم تر ټولو ټیټه کچه کې دی. افغاني شات او بل هر توکی چې په افغانستان کې جوړېږي مطمئن یم چې تر نورو یې کیفیت څو چنده ښه دی او ګټه یې هم د خپل یوه وطندار جېب ته رسېږي. نو زما په نظر دلته د سوداګرۍ خونې ته په کار ده چې په داخل کې موږ کوم توکي لرو، نه باید له نورو هېوادونو راوارد کړای شي. ځکه چې څه لرو او بیا له نورو هېوادونو راواردېږي پانګوال مجبور دي خپله کارخونه/هټۍ وتړي، چې دې سره نه یوازې پانګوال تاوان وکړ بلکې هغه سره په کار اخته کسان هم بې کاره کېږي. نو تجاران دې خیانت نه کوي، د خپلو خلکو د خولې مړۍ دې د نورو خوله کې نه اچوي. پرېږده چې ګټه د یوه افغان کور ته لاړه شي نه د ایرانیانو، پاکستانیانو، روسانو، عربانو...

ځواب ورکړئ