اقتصاد

د ایران له تخریبي هڅو سره سره د افغانستان زعفرانو بیا لومړی مقام ترلاسه کړ

د عمر راپور

په بروکسل کې د خوند نړۍ وال انسټیټیوټ یو ځل بیا د افغانستان زعفران د نړۍ د تر ټولو ښو زعفرانو په توګه وپېژندل او د درې ستورو جایزه یې ورکړه. [عمر]

هرات -- په بروکسل کې د خوند نړۍ وال انسټیټیوټ یو ځل بیا د افغانستان زعفران د نړۍ د تر ټولو ښو زعفرانو په توګه وپېژندل او د درې ستورو جایزه یې ورکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي د مرغومي په ۲۷مه وویل، دغه انسټیټیوټ د کیهان زعفران زراعتي شرکت په نامه یوه افغاني شرکت ته د ۲۰۲۱ کال د خوند عالي جایزه (2021 Diamond Taste Award) ورکړه.

په ۲۰۲۰ کال کې جایزه 'افغان زعفران شرکت' ګټلې وه.

هغه وویل، «دغه جایزه به بزګران وهڅوي چې په افغانستان کې د زعفرانو کرنه، ټولونه او پروسیس او ورسره بهرنیو هیوادونو ته یې صدور زیات کړي.»

یو کارکوونکی د لړم په ۲۲مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ترتیبوي. [عمر]

یو کارکوونکی د لړم په ۲۲مه په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلان پاکوي او ترتیبوي. [عمر]

کارکوونکي د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۴مه په هرات ولایت کې زعفران ټولوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کارکوونکي د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۴مه په هرات ولایت کې زعفران ټولوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ایران له خوا په افغانستان کې د دغه ګټور صنعت پر وړاندې له دوامدارو تخریبي هڅو سره سره، دا څلورم ځل دی چې د افغانستان زعفران په نړۍ کې غوره مقام ترلاسه کوي.

دافغانستان زعفرانو ته د ایران له خوا ګواښ

د هرات والي سید وحید قتالي د مرغومي په ۲۸مه وویل، د افغان زعفرانو د بې اعتباره کولو په موخه، جنایتکاران له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته زعفران راقاچاق کوي او بیا یې د افغان زعفرانو په نامه صادروي.

هغه وویل، «په داسې حال کې چې افغان زعفران څو ځلې د نړۍ د غوره زعفرانو په توګه پېژندل شوي، د ګاونډیو هېوادونو د ټیټ کیفیت زعفران به زموږ برانډ ته زیان ور ورسوي.»

هغه ایران ته په اشاره وویل، «موږ په خپل ټول ځواک سره له ګاونډیو هیوادونو څخه د زعفرانو د راقاچاق کېدلو او ورود پر ضد مبارزه کوو.»

قتالي وویل، «افغان زعفرانو په څلورم ځل هم په نړۍ کې لومړی مقام ګټلی دی، خو په داخلي بازارونو کې یې قیمت اوس هم ټیټ دی. دا تر ډېره د ایران د هغو تخریبي سیاستونو له امله دی چې نه پرېږدي افغان زعفران پرمختګ وکړي.»

افغان چارواکي د ایران په حکومت باندې تور لګوي چې هڅه کوي افغانستان ته د ایران د ټیټ کیفیت لرونکیو زعفرانو په صادرولو او له افغان زعفرانو سره په ګډولو سره په نړۍ والو مارکېټونو کې د افغان زعفرانو اعتبار ته زیان ورسوي.

سربېره پر دې، ارزان واردات د یوه پیاوړي محلي صنعت د ټوکېدلو پر وړاندې ګواښ جوړوي.

په هرات کې بزګرانو د افغان زعفرانو په هکله د ایران تخریبي سیاستونه وغندل او په حکومت باندې یې غږ وکړ چې د ایراني زعفرانو قاچاق ودروي او هغه قانون چې له ۱۳۹۷ راهیسې نافذ دی تطبیق کړي.

د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې، ولسمشر اشرف غني د زعفرانو او د زعفرانو پیازو په وارداتو باندې بندیز ولګاوه څو د دغه تولید غوړېدلی بازار په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې خوندي کړي.

د ځایي چارواکو په وینا، دغه نازک ارغواني رنګه ګل د هرات ولایت په ګذره، انجیل، غوریان، پشتون زرغون او زنده جان ولسوالیو کې کرل کیږي او د افغانستان د ټولو زعفرانو شاوخوا ۹۰٪ دغلته تولیدیږي.

په ګذره ولسوالۍ کې د محمد ابراهیم په نامه یوه بزګر وویل، له ایران څخه «په ډیره اندازه» د ټیټ کیفیت لرونکیو زعفرانو راقاچاق کېدل د افغان زعفرانو راتلونکی او درجه له خطر سره مخامخ کوي.

هغه وویل، د افغانستان او په ځانګړې توګه د هرات د بې ساري اقلیم او چاپېریال له برکته،‌ دغه نادر خوند زیاتوونکی توکی د خپل ایراني سیال پر وړاندې ډېر ښه دی.

هغه وویل، افغانستان ته د نورو ایراني زعفرانو راقاچاق کېدل «به زموږ د زعفرانو په کیفیت باندې بد اغېز وکړي او موږ به خپل نړۍ وال مشتریان له لاسه ورکړو.»

د ګذرې ولسوالۍ یوه بل بزګر کمال الدین علیزي وویل، «له ایران څخه د ټیټ کیفیت لرونکیو زعفرانو ناقانونه ورود د افغان زعفرانو قېمت غورځولی دی.»

علیزي وویل، د تېر کال په ترڅ کې، ډېرو کروندګرو د کوکنارو کرل، چې جنایتکاران ترې د اپین او هیرویین په څېر نشه ییز توکي جوړوي، پریښي، څو وکولی شي چې زعفران وکري او خپل معیشتونه پرې پیاوړي کړي، خو د ایراني زعفرانو دوامدار قاچاق داسې ګواښ رامنځته کوي چې ښایي دغه لاسته راوړنې نفي شي.

هغه وویل، «ایراني زعفران د اسلام کلا په ګډون په بېلابېلو لارو افغانستان ته راقاچاق کیږي.‌ دا چې په ایران باندې بندیزونه لګیدلي، دغه هیواد هڅه کوي چې خپل زعفران په هرو ممکنو لارو قاچاق کړي او پیسې پرې نغدې کړي.»

په هرات کې چارواکي وایي، د ۱ کیلو ګرام زعفرانو قیمت له ۴۰ زره افغانیو (۵۱۸ ډالرو) څخه کم دی. دوه کاله مخکې دغه قیمت له ‍۱۰۰ زرو افغانیو (۱۲۹۴ ډالرو) څخه ډېرو ته رسېدلی وو.

د تولید زیاتوالي ته هیلې

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وویل، په سږ لمریز کال کې کروندګرو د زعفرانو ډېر پیاز کرلي دي او دا په هیواد کې د زعفرانو د تولید یو روښانه راتلونکی په ګوته کوي.

د دغه ریاست تخنیکي مرستیال بشیراحمد احمدي وویل، په روان لمریز کال کې په هرات کې د زعفرانو ټول حاصلات ۲۰ ټنه وو، او د هغوی د وړاندوینو په اساس دا به په راتلونکیو کالونو کې د کال ۲۵ ټنو ته زیات شي.

هغه وویل، «سږ کال په ۸۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې زعفران کرل شوي وو چې ۲۰ ټنه حاصلات یې ورکړل چې دا د مخکې کالونو په پرتله ۲۰٪ زیاتوالی ښیي.»

احمدي وویل، په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د زعفرانو کلنی تولید لسګونو ټنو ته ورسیږي چې دا به له اقتصاد سره ډېره مرسته وکړي.

هغه وویل، «په هرات کې د دغه بوټي په کرلو او پروسیس کولو کې له ۲۰ زره څخه ډېرې کورنۍ کار کوي چې ۷۰٪ زعفران ښځې پروسیس کوي،» او زیاته یې کړه چې «په هېواد کې د زعفرانو د کیفیت په ښه کولو کې ښځې مهم رول لري.»

په پشتون زرغون ولسوالۍ کې یوه کروندګر عبدالشکور وویل، په نړۍ کې لومړی مقام ګټل د هغو کروندګرو د کار له برکته دي چې په سختو شرایطو کې زعفران کري.

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې افغان زعفرانو په نړۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ،» او په حکومت باندې یې ټینګار وکړ چې نور ملاتړ ورسره وکړي «څو موږ وکولی شو چې ډېر زعفران وکرو او کیفیت یې ښه کړو.»

عبدالشکور زیاته کړه، «موږ به هېڅکله پرې نه ږدو چې ټیټ کیفیت لرونکي ایراني زعفران زموږ د زعفرانو اعتبار ته زیان ورسوي. موږ په حکومت باندې غږ کوو چې له ایران څخه د زعفرانو واردېدل ودروي او هغو کسانو ته چې په قاچاق کې یې لاس لري سزا ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغو بزګرانو ته چې زعفران یې کرلي دي باید جایزې ورکړل شي، ځکه چې هغوی د افغانستان لپاره په نړۍ کې ښه نوم وګاټه. حکومت او نړۍ والې موسسې باید هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو پرځای زعفران کري نغده مرسته ورکړي څو هغوی تشویق شي چې لا نور زعفران وکري.

ځواب ورکړئ

که مخربین خلکو ته د کار کولو فرصت ورکړي، زمونږ هېوادپال خلک به ډېر سخت کار په خوښۍ سره وکړي او ځانونه به خولې کړي چې د هېواد لپاره یو لوړ موقف ترلاسه کړي، او د زعفرانو د لومړي مقام دا ګټه د هغوی د قربانۍ له نمونو څخه یوه نمونه ده. ښه بخت ولرئ او بریالي اوسئ.

ځواب ورکړئ

که مقامات زما خبره اوري لطفا دې زعفران له هرات نه هغو ولایتونو ته چې کوکنار په کې کرل کیږي لکه هلمند، فراه، اروزګان، کندهار، ننګرهار... ته پراخ کړي.

ځواب ورکړئ

کله چې افغان کارګران افغانستان ته ستنېدل، هغوی له خپلو ځانونو سره د ایراني زعفرانو غوټې قاچاق کړلې.
افغانستان هېڅکله هم زعفران نه لرل. ټوله نړۍ پارسي مسالې پېژني او زعفرانو ته یې د پخلي په نړۍ کې په ډېره درنه سترګه کتل کیږي.‌
خدای پاک دې په افغان او پارسي دواړو کروندګرو باندې رحم وکړي...
خو دومره ځانونه پوه کړئ چې هغه زعفران چې تاسو یې کرئ دا پارسي (ایراني) دي.
خوښ اوسئ

ځواب ورکړئ