اقتصاد

نورس زعفران شرکت د بلخ ولایت په سلګونو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي

د محمد قاسم راپور

د زعفرانو صنعت په بلخ ولایت کې د ښځو او د هغوی د کورنیو لپاره ګټور کاري فرصتونه برابروي. نورس زعفران خصوصي شرکت چې مرکز یې په بلخ کې دی، د زعفرانو د کرنې، پروسیس او بسته بندۍ په برخو کې خواوشا ۲۰۰ ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي. [عکاس: شعیب همدرد]

مزارشریف -- د زعفرانو صنعت په بلخ ولایت کېد ښځو او د هغوی د کورنیو لپاره ګټور کاري فرصتونه برابروي.

نورس زعفران خصوصي شرکت چې مرکز یې په بلخ کې دی، خواوشا ۲۰۰ ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د دغه شرکت اجرائیه رییس سید ذین الله عثماني وویل، «له نېکه مرغه، مونږ وکولی شوای چې د زعفرانو د کرنې، پروسیس او د دغو تولیداتو د بسته بندۍ په برخو کې د ۱۹۰ ښځو لپاره کارونه برابر کړو څو هغوی له اقتصادي پلوه پرځانونو بسیا شي.»

هغه وویل، «اکثرې توظیف شوې ښځې لوستې دي، او مونږ هغوی د دې لپاره مقررې کړي چې هغوی بې کاره وې. مونږ به د زعفرانو د سوداګرۍ په زیاتېدلو سره، د نورو ښځو لپاره هم کاري فرصتونه رامنځته کړو.»

په دې عکس کې چې له یوې وېډیو څخه اخیستل شوی، کارګرانې د لیندۍ په ۹مه د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د زعفرانو له ګلانو څخه ډکې پچۍ لېږدوي.

په دې عکس کې چې له یوې وېډیو څخه اخیستل شوی، کارګرانې د لیندۍ په ۹مه د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د زعفرانو له ګلانو څخه ډکې پچۍ لېږدوي.

هغه وویل، دغو ښځو د تلې په میاشت کې کار پیل کړ او تر شپږو میاشتو پورې به روان وي، او زیاته یې کړه چې دا شرکت هغوی ته د میاشتې ۱۲۰۰۰ افغانۍ (۱۳۷ ډالر) تنخا ورکوي.

هغه وویل، «نورس په بلخ ولایت کې د زعفرانو له تر ټولو غټو تولیدوونکیو شرکتونو څخه دی. تېر کال زمونږ خرڅون ۷۰۰ کیلوګرامو ته ورسېد. که په مارکېټ کې تقاضا ډېره شي، مونږ کولی شو چې سږ کال تر یو ټن پورې زعفران تولید او خرڅ کړو.»

هغه وویل، په بلخ کې د زعفرانو لپاره اقلیم ډېر ښه او مناسب دی.

هغه په تجارانو باندې غږ وکړ چې نه یوازې د زعفرانو د تولید بلکې همدارنګه د زعفرانو د صادرولو په برخه کې هم پانګونه وکړي.

د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنیو ملاتړ کول

د مزارشریف یوه اوسېدونکې مینا احمدزۍ چې ۳۲ کاله عمر لري او د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه فارغه شوې، په نورس زعفران شرکت کې کار کوي.

هغې وویل، «ما وکولی شوای چې له ډېرو ننګونو سره سره هم زده کړه وکړم، خو زما لپاره د دې فرصت نشته چې د خپلو خلکو او خپل هېواد خدمت وکړم. ما پرته له دې چې د د یوې کارګرې په توګه کار وکړم، بله هېڅ لاره ونه موندله.»

هغې وویل، «د زعفرانو په پټیو کې کار کول ښځو ته څه ناڅه هیله ورکوي چې خپل راتلونکی په بهتر ډول جوړ کړي. زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم په دې برخه کې په کار کولو سره د خپلو خلکو او ټولنې خدمت وکړم.»

د مزارشریف یوې بلې اوسېدونکې کوثر عثماني چې ۲۴ کاله عمر لري او په دغې کمپنۍ کې کار کوي، وویل، د زعفرانو په پټيو کې د کاري فرصتونو برابرول د ښځو د ځواکمنولو او پر ځان بسیاینې لپاره یو فرصت دی.

هغې وویل، «زه خوشحاله یم چې د زعفرانو د پروسیس کمپنۍ زمونږ لپاره کار برابر کړی دی. اوس چې زه دلته کار کوم، زه کولی شم چې په هغه عاید چې زه یې ترلاسه کوم د خپل ځان او خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

کوثر چې له لېسې څخه فارغه شوې ده، وویل، «د زعفرانو په پټیو کې کار کولو مونږ ته فرصت را په برخه کړی چې د خپلو کورنیو ښه مالي ملاتړ وکړو.»

هغې زیاته کړه،‌ «مونږ په نورو موسساتو باندې هم غږ کوو ... چې له ښځو او نجونو سره مرسته وکړي څو پرځانونو بسیا شي او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.»

زرینې یعقوبي چې ۲۷ کاله عمر لري او هغه هم په بلخ ولایت کې د نورس زعفران د پروسیس شرکت کې کار کوي، وویل، که ښځو ته کاري فرصتونه برابر شي، کولی شي چې فرق رامنځته کړي.

هغې وویل، «که ښځې او نجونې د پخوا په څېر په بېلابېلو برخو کې د کار کولو اجازه ولري، هغوی کولی شي چې خپل ښه والي ته وده ورکړي او د کورنۍ په سطحه د فقر په کمولو کې مرسته وکړي.»

هغې زیاته کړه،«د زعفرانو کرل او ټولول د ډېرو ښځو لپاره یو مناسب کار دی. د زعفرانو د ګلانو ټولول یو ډېر اسان کار دی، او هېڅ څوک هم نه ستړي کوي.»

هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې زه کولی شم کار او د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

د زعفراني تولیداتو پراختیا

د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو وویل، تېر کال نژدې ۳۰۰ ټنه د زعفرانو غوټې بزګرانو ته ور ووېشل شوې، او له ۸۰ هکتاره ځمکې څخه خواوشا ۱۵۰ کیلوګرامه زعفران ترلاسه کړای شول.‌

د دغه ریاست ویاند محمد حسین عظیمي وویل، «زعفرانو ته د ودې ورکولو او سږ کال یې د حاصلاتو د ډېرولو لپاره، په بلخ ولایت کې په ۱۲۰ هکتاره ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي. مونږ تمه لرو چې سږ کال به په زعفرانو کې ۲۵۰ کیلوګرامه ډېروالی راشي.»

هغه وویل، «د بلخ ولایت په مرکز سربېره، په چمتال، دولت اباد، چاربورجک، نهر شاهي او بلخ ولسوالیو کې زعفران کرل شوي دي. زعفران لږو اوبو ته اړتیا لري او په وچو سیمو کې ښه کیږي.»

د دغه ولایت د زراعت ریاست چارواکي وایي، زعفران په بلخ ولایت کې د کوکنارو د کښت یو ډېر ښه بدیل دی، او بزګران یې هر کال له حاصلاتو څخه خوښ دي.‌

په بلخ ولایت کې یوې سوداګرې صدف خدایار چې ۴۶ کاله عمر لري وویل،‌ «له کور څخه بهر کار کول د محدودیتونو پر ضد د ښځو مبارزه لا نوره ټینګوي.»

خدایار چې د لاسي صنایعو تجارت لري، وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې ښځې له کار کولو څخه ایسارې کړي. دا ډول کاري فرصتونه ښځو ته دا انګېزه ورکوي چې له کورونو څخه بهر وځي او کار وکړي او د خپلو کورنیو مالي شریکانې واوسي.»

هغې زیاته کړه، «ښ‍ځې باید خپل ځانونه کور پورې محدود نه کړي. هغوی باید راوځي او خپل کار ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟