امنیت

د داعش ځانمرګي برید په کابل کې د شیعه ګانو کلتوري مرکز وواهه او ډېر ځوانان یې ووژل

سلام ټایمز

داعش ادعا وکړه چې د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۸ مه/ په کابل کې په تبیان کلتوري مرکز ځانمرګی بمي برید، چې له ۴۰ نه ډېر کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل، هغوی ترسره کړی دی.‌ [سلیمان]

کابل -- داعش ادعا وکړه چې د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۸ مه/ په کابل کې ستر ځانمرګی بمي برید، چې تبیان کلتوري مرکز یې په نښه کړ او ۴۰ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل، هغوی ترسره کړی دی.

خواوشا ۱۰۰ کسان د شیعه ګانو په مرکز کې د دې لپاره راټول شوي ول چې په افغانستان باندې د شوروي د یرغل ۳۸ مه کلیزه وغندي. دغه مرکز د کابل په لوېدیځ کې د داعش ضد رسنۍ،‌ افغان غږ اژانس (اوا)، سره په یوه ودانۍ کې پروت دی.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ای اېف پي ته وویل، په ابتدایي ځانمرګي بمي برید -- چې په اکتوبر کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چې له ۵۰ نه ډېر عبادت کوونکي یې ووژل راهیسې تر ټولو بد برید وو -- پسې دوه نورې بمي چاودنې هغه وخت پېښې شوې چې ژوندي پاتې کسان له صحنې څخه په تېښته ول.‌

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح سلام ټایمز ته وویل، «په کابل کې په تبیان کلتوري مرکز په ننني برید کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي،»

ښځې د ډسمبر په ۲۸ مه په کابل کې د شیعه ګانو په یوه ټولنیز مرکز د داعش له یوه برید څخه وروسته په یوه روغتون کې خپلو خپلوانو ته ژړاوې کوي.‌ په ګڼ شمېر چاودنو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. [شاه مراعي/ای ایف پي]

ښځې د ډسمبر په ۲۸ مه په کابل کې د شیعه ګانو په یوه ټولنیز مرکز د داعش له یوه برید څخه وروسته په یوه روغتون کې خپلو خپلوانو ته ژړاوې کوي.‌ په ګڼ شمېر چاودنو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. [شاه مراعي/ای ایف پي]

افغان اوسېدونکي د ډسمبر په ۲۸ مه په کابل کې د شیعه ګانو په یوه کلتوري مرکز د داعش د یوه برید ساحه ګوري. [شاه مراعي/ای اېف پي]

افغان اوسېدونکي د ډسمبر په ۲۸ مه په کابل کې د شیعه ګانو په یوه کلتوري مرکز د داعش د یوه برید ساحه ګوري. [شاه مراعي/ای اېف پي]

یو ټپي سړی د ډسمبر په ۲۸ مه په کابل کې د شیعه ګانو په یوه کلتوري مرکز د داعش له یوه برید څخه وروسته له یوه امبولانس څخه یوه روغتون ته انتقالېږي.‌ [داود یاردوتس/ای اېف پي]

یو ټپي سړی د ډسمبر په ۲۸ مه په کابل کې د شیعه ګانو په یوه کلتوري مرکز د داعش له یوه برید څخه وروسته له یوه امبولانس څخه یوه روغتون ته انتقالېږي.‌ [داود یاردوتس/ای اېف پي]

د پنجشنبې د ورځې برید له استقلال روغتون سره نژدې، چې امبولانسونو او د پولیسو پیک آپ موټرونو، د ښځو او ماشومانو په شمول، قربانیان ور رسول یوه ګډه وډه صحنه جوړه کړې وه. د ای اېف پي خبریالانو وویل، د هغوی اکثرو مخونه او بدنونو سوزېدلي ول، او پرچو ټپي کړي ول.‌

غمځپلي خپلوانو په روغتون کې دننه خپل عزیزان لټول.‌ یو شمېر دومره تر فشار لاندې ول چې په ځمکه په څلوري پراته ول او خپل وېښتان یې کش کول.‌

د ای اېف پي خبریالانو په روغتون کې دننه په یوه خونه کې له یو درجن څخه ډېر سوزېدلي جسدونه او تابوتونه لیدلي چې راوړل کېدل چې کورنۍ په کې د خپلو عزیزانو پاتې شوني وېسي.‌

د کلتوري مرکز دپاسه،‌ د افغان غږ اژانس (اوا) یوه ژورنالست وویل چې د پېښې پر وخت د ودانۍ په تلخونه کې په پروګرام کې له ۱۰۰ نه ډېر کسان موجود ول، او دا چې په قربانیانو کې د اوا یو شمېر کارمندان هم شامل دي.‌

دغه برید څو ورځې وروسته له هغه وشو چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په ښار کې د افغانستان د استخباراتو ادارې سره نژدې د جدی په ۴ مه په يوه برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ملکیان ووژل. د دغه برید مسؤلیت هم داعش پرغاړه واخیست.‌

د قربانیانو مخونه نه پېژندل کېدل

یوه عیني شاهد، رضا، چې مخ یې په چاودنه کې سوزېدلی وو، وویل، «هره پنجشنبه د سهار له ۹ بجو څخه د غرمې تر ۱۲بجو پورې په تبیان کلتوري مرکز کې کلتوري، مذهبي او ټولنیز پروګرامونه ترسره کیږي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «نن خواوشا ۲۰۰ کسان، چې اکثر یې ځوانان ول، د جدي په ۶ مه [د ډسمبر ۲۷] سره راټول شوي ول، چې ناڅاپه د برخه والو په منځ کې یوه چاودنه وشوه. زه تر څو دقیقو پورې بې هوښه شوم. کله چې را په حال شوم، ومې لیدل چې جسدونه په دود او اور کې پراته دي.»

یوه بل شاهد،‌ سید اکبر، سلام ټایمز ته وویل، «په مرکز کې درې چاودنې وشوې، یوه په سالون کې دننه وشوه او دوه نورې د مرکز له لویې دروازې څخه لیرې،»

هغه وویل، «اکثر تلفات ځوانان ول چې مخونه یې نه پېژندل کېدل،»

د پوهنتون یوه محصل محمد حسن رضایي، چې په دغو مراسمو کې یې برخه لرله، طلوع نیوز ته وویل چې په چاودنه کې د هغه مخ سوزېدلی دی.

هغه په روغتون کې له خپل چپرکټ څخه وویل، «مونږ په سالون کې دننه په دویم کتار کې وو چې شاته مو چاودنه وشوه. ما بمي بریدګر ونه لید. له چاودنې څخه وروسته، په ودانۍ کې اور او دودونه شول. هر چا د مرستې غوښتنه کوله.»‌

یو 'ډېربد' برید

دغه برید په نړیواله سطحه وغندل شو، او په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د «ډېربد» په نامه یاد کړ.‌

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبریل وویل، مونږ د دغه بمي برید له قربانیانو سره «په ویر کې» شریک یو.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ژمنه وکړه چې د قربانیانو، چې اکثر یې زده کوونکي ول، «د وینې بدل» به واخلي.‌

په کابل کې امنیتي ترتیبات د می د ۳۱ مې له ستر لارۍ بمي برید راهیسې، چې د ښار په ډپلوماټیکه ساحه کې وشو، څه ۱۵۰ کسان یې ووژل او خواوشا ۴۰۰ کسان نور یې چې اکثر ملکیان ول، ټپیان کړل، پیاوړي شوي دي.‌ تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دغه بمي برید مسؤلیت نه دی منلی.‌

داعش په تېرو دوه کلونو کې په شیعه عبادت کوونکیو باندې د اکثرو حملو د ترسره کولو مسؤلیت منلی دی، ځکه هغوی هڅه کوي چې په دغه هېواد کې فرقه یي تاوتریخوالی زیات کړي.‌

اورپکو په تېر وخت کې د افغانستان رسنۍ هم په نښه کړي، چې په هېواد کې یې هغه خطرونه، چې ژورنالستان ورسره مخامخ دي، زیات کړي دي.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اصلا په دې مسئله کې د افغان شیعه ګانو او په خاصه توګه د هزاره ګانو مشران ډېر ډېر ملامت دي چې خپل اولادونه په ترهګرو باندې وژني؛‌ ګورئ محقق څه وخت مخکې د هزاره ګانو یوه مشر محمد محقق په ایران کې د سوریې د ظالم رژیم په پلوۍ د ایران د اخوندي رژیم له خوا د افغان هزاره ځوانانو جنګونو ته لیږل وستایل چې ورسره دا حتمي ګرځي چې د داعش وحشي ترهګر به د دوی پر ضد پاریږي. بله خبره دا ده چې په لندن کې د بي بي سي فارسي څانګې ژورنالست جمال موسوي په خپله ټویټرپاڼه باندې لیکلي چې په کابل کې د داعش له خوا د شوي ترهګریز برید هدف د تبیان اسلامي حزب و، او یاده کړې یې ده چې تبیان اسلامي حزب له ولایت فقیه او د ایران رژیم سره نژدې اړیکې لري. دا په دې معنی چې تبیان یو فرهنګي مرکز نه بلکې په افغانستان کې د ایران د ګټو ساتونکې ډله وه. په هر حال د اسان وژل ناروا عمل دی او باید وغندل شي.‌

ځواب ورکړئ