تروريزم

په کابل کې په لاریون باندې ځانمرګي برید ۱۳ پولیس افسران ووژل

سلام ټایمز

په کابل کې، امنیتي ځواکونه د جنورۍ په ۵ مه د یوه ځانمرګي برید د ساحې پلټنه کوي. تر دې یوه ورځ‌ مخکې دغه برید د افغانستان په پلازمېنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۵ مه) وویل، چې په کابل کې یوه ځانمرګي بمي برید، چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست، لږ تر لږه ۱۳ تنه پولیس افسران ووژل او له یو درجن څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

د پنجشنبې د ورځې چاودنې پولیس په داسې حال کې په نښه کړل، چې هغوی له هغو احتجاج کوونکیو سره په نښته ول چې په ناقانونه توګه د نشه ییزو توکو او شرابو په پلورونکیو دوکاندارانو باندې د چاپې له امله په قهر شوي ول.‌

د کابل د پولیسو ویاند عبدالبصیر مجاهد ای اېف پي ته وویل،‌ «په دغه وخت کې یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د ازدحام په منځ کې وچاوه، او لسګونه خلک یې ووژل او ټپیان کړل،»‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي خبریالانو ته وویل، ټول وژل شوي پولیس افسران دي،‌ او په ۱۸ ټپیانو کې ۱۶ افسران او دوه نور ملکي کسان دي.

افغان امنیتي منسوبین د جنورۍ په ۵ مه په کابل کې د ځانمرګي برید د ساحې پلټنه کوي. چارواکو وویل، چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د جنورۍ په ۴ مه په کابل کې له پولیسو او احتجاج کوونکیو سره نژدې ځان ته چاودنه ورکړه، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان یې ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي منسوبین د جنورۍ په ۵ مه په کابل کې د ځانمرګي برید د ساحې پلټنه کوي. چارواکو وویل، چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د جنورۍ په ۴ مه په کابل کې له پولیسو او احتجاج کوونکیو سره نژدې ځان ته چاودنه ورکړه، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان یې ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

رحیمي وویل، «بمي بریدګر د احتجاج کوونکیو له منځ نه راغی او زمونږ پولیس ځواکونه یې په نښه کړل،» او زیاته یې کړه چې بریدګر ملکي لباس اغوستی وو.‌

چاودنې د ونو ښاخونه را بېل او د نژدې اپارتمانونو کړکۍ ماتې کړې.‌

په ۲۰۱۸ کال کې د داعش لومړنی برید

د پنجشنبې د ورځې برید لومړنی داسې برید وو چې د داعش اورپکو سږکال په کابل کې ترسره کړ. دغې ترهګرې ډلې په تېره میاشت کې په کابل کې د درې بریدونو، چې لسګونه پولیس او ملکي کسان یې وژلي دي، مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.‌

داعش د ډسمبر په ۱۸مه په کابل کې د استخباراتو په یوه روزنیز مرکز د برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. د دغه برید په ترڅ کې د ترهګرو او افغان پولیسو تر منځ وسله واله نښنته رامنځته شوه چې دوه بریدګر په کې ووژل شول او دوه پولیس افسران په کې ټپیان شول.

یوه اونۍ وروسته، د ډسمبر په ۲۵ مه، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د ملي امنیت ریاست دفترونو سره نژدې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل.‌

د ډسمبر په ۲۸ مه، یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د شیعه ګانو په یوه کلتوري مرکز کې دننه ځان ته چاودنه ورکړه،چې ۴۱ کسان یې ووژل او له ۸۰ نه ډېر نور یې ټپیان کړل.

په کابل کې امنیت د می د ۳۱ مې له ستر لارۍ بمي برید راهیسې، چې د ښار په ډپلوماټیکه ساحه کې وشو، څه ۱۵۰ کسان یې ووژل او خواوشا ۴۰۰ کسان نور یې چې اکثر ملکیان ول، ټپیان کړل، پیاوړی شوی دی.‌ تر اوسه پورې هېڅ ډلې د هغې ډله ییزې وژنې مسؤلیت نه دی منلی.‌

تحلیلګران وایي، چې داعش په دغه ښار کې ګڼ شمېر هستې چلوي او هغوی د دې وړ ګرځوي چې بریدونه ترسره کړي.‌

د ملي امنیت ریاست د جنورۍ په ۳ مه اعلان وکړ چې هغوی په کابل کې د داعش یوه ۱۳ کسیزه هسته، چې په ښار کې یې «یوه سلسله لوی ترهګریز بریدونه»پلانول، ماته کړې ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500