امنیتي ځواکونو په کابل کې د بریدونو مخه ونیوله، او د داعش ۱۳ تنه مشکوک غړي یې ونیول

سلام ټایمز

کابل -- د ملي امنیت ریاست د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۳ مه/ په خپله فیسبوک پاڼه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې هغوی په کابل کې د داعش له خوا د پلان شویو یو لړ احتمالي بریدونو مخه ونیوله.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې استخباراتي فعالانو د دغو پلانونو په تړاو د لږ تر لږه ۱۳ کسانو یو ګروپ، چې ۷ تنه خارجیان هم په کې شامل دي، ونیو.‌

د ملي امنیت د ریاست خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ګروپ د ځانمرګو بمي بریدګرو په انتقال او په پلازمېنه کې ترهګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې لاس درلود.‌

چارواکو د بهرنیانو په هکله نور جزیات نه دي ورکړي.‌

دغه نیونې وروسته له هغه کیږي چېداعش په کابل کې تېره اونۍ د شیعه ګانو په یوه مرکز د یوه ځانمرګي برید،چې ۴۰ کسان په کې ووژل شول، مسؤلیت پرغاړه واخیست.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500