کابل -- خامه پرېس د ملي امنیت ریاست د چارشنبې د ورځې /د تلې ۴ مه/ د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د همغږو عملیاتو په ترڅ کې د مشکوکو طالبانو یو ۹ کسیز ګروپ ونیو.
د چارشنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، چې مشکوکو کسانو د امنیتي ادارو او د امنیتي منسوبینو د فعالیتونو په هکله د استخباراتي معلوماتو په ټولولو کې لاس درلود.
اعلامیه، پرته له دې چې مشخصه کړي چې نیونې کله وشوې، زیاتوي، دغو سړیو پخوا د سړک د غاړې بمي بریدونو او د افغان چارواکو په هدفي وژنو کې لاس درلود.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.