سرتېرو په کابل کې ترهګریز پلان شنډ کړ

د سټاف راپور

کابل -- د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې،‌ د ملي امنیت ریاست وویل چې امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ / د می ۱۷مه/ په کابل کې د دوه مشکوکو ځانمرګو بمي بریدګرو په نیولو او د یوه درېیم په وژلو سره یو همغږی ترهګریز پلان شنډ کړ.

د ملي امنیت ریاست وویل، چې دغه نیونې او ویشتنه په چار سوق کلي کې پېښ شول.‌

د ملي امنیت د ریاست د راپور له مخې،‌ یادو درې کسانو پلان درلود چې د کابل په داسې برخو کې حملې وکړي چې ګڼه ګوڼه لري.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500