تروريزم

طالبانو د روژې په جریان کې یوه بله ترهګریزه حمله وکړه، په ګردېز کې یې ۵ کسان ووژل

ای اېف پي او سټاف

افغان پولیس افسران د جون په ۱۸ مه د پکتیا ولایت په ګردېز کې په امنیه قوماندانۍ د طالبانو د یوه برید په ساحه کې سره راټول شوي. د طالبانو په ځانمرګي بمي او وسله وال برید کې لږ تر لږه ۵ پولیسان ووژل شول. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

افغان پولیس افسران د جون په ۱۸ مه د پکتیا ولایت په ګردېز کې په امنیه قوماندانۍ د طالبانو د یوه برید په ساحه کې سره راټول شوي. د طالبانو په ځانمرګي بمي او وسله وال برید کې لږ تر لږه ۵ پولیسان ووژل شول. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

کابل -- طالب اورپکو د یکشنبې په ورځ /د جون ۱۸ مه/ د پکتیا ولایت په ګردېز کې په یوه سیمه ییزه امنیه قوماندانۍ حمله وکړه چې ۵ افسران یې ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل. دغه برید د یوه ځانمرګي بمي بریدګر له خوا پیل شوی وو.

د پکتیا د والي دفتر د حملې د پای ته رسېدلو په هکله د اعلان په خبرپاڼه کې وویل، د ۷ ښکېلو بریدګرو له ډلې څخه، یوه د یوه موټر په وسیله ځان ته چاودنه ورکړه چې نورو ته لاره هواره کړي څو ودانۍ ته ننوځي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ځانګړیو ځواکونو ۴ تنه یاغیان ووژل، خو دوه نورو تر څو ساعتونو پورې مقاومت وکړ، او زیاته یې کړه چې ۹ تنه پولیس او ۱۳ تنه ملکیان ټپیان شول.

د ګردېز د ښار په بېس کې هم عادي پولیس افسران او هم د پولیسو ځانګړي ځواکونه موجود دي.

د پولیسو سیمه ییز قوماندان اسدالله شېرزاد ای اېف پي ته وویل، «یوه بریدګر خپل موټر د قوماندانۍ په خوله کې والوزاوه، او نورو ته یې لاره هواره کړه چې په امنیتي ځواکونو باندې ډزې پیل کړي،»

د پولیسو د روغتون سرطبیب ډاکټر شېرمحمد د ۵ کسانو مړینه تایید کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت واخیست.

د تاوتریخوالي د ودرولو غوښتنې

د اپریل په وروستیو کې د خپلو پسرلنیو عملیاتو له پیل راهیسې، طالبانو د پولیسو په مرکزونو باندې مرګونې حملې ډېرې کړي، چې په وروستیو اونیو کې یې لسګونه پولیس او امنیتي پرسونل وژلي -- او ډېر ملکي تلفات یې اړولي دي.

افغانانو په مکرر ډول له طالبانو او د داعش له اورپکو څخه غوښتي چې خپل بریدونهپه ځانګړې توګه د روژې په ترڅ کې کم کړي.

په کابل کې د پوهنتون یوه ۲۵ کلن محصل نورالله سلام ټایمز ته وویل، «له روژې نه مخکې، ما فکر کاوه چې ښایي اورپکي خپل بریدونه ودروي او مونږ ته اجازه راکړي چې د دې مبارکې میاشتې په ترڅ کې عبادت وکړو،»

هغه وویل، «له بده مرغه، د یاغیانو بریدونه زیات شول... او اوس زه باور لرم چې هغوی د هېڅ اسلامي اساساتو او بشري حقونو پروا نه کوي،»

هغه وویل، «اوس عام خلک پوهېږي چې زمونږ امنیتي ځواکونه به د افغانانو د خوندي کولو لپاره د یوه ځانمرګي بریدګر مخې ته ودرېږي. مونږ د هغوی ملاتړ کوو، او هغوی باید پوه شي چې هغوی زمونږ په زړونو کې دي.»

د کابل یوه ۳۵ کلن اوسېدونکي مختاراحمد وویل، افغانان به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، او که اړتیا وي د هغوی تر څنګ به ودرېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دې مبارکې میاشتې په جریان کې، اورپکو سلګونه بې ګناه خلک وژلي، او هغوی باید پوه شي چې افغانان به هېڅکله هم هغوی ونه بخښي،»

د روژې په جریان کې یوه سلسله حملې

په کابل کې د امنیتي چارو تحلیلګر احمد بهروز وویل، افغانانو هیله لرله چې اورپکي به د روژې په جریان کې خپلې حملې ودروي، خو هغه هیلې ژر په سیند لاهو شوې.

په خوست کې، د روژې په پيل کې د مۍ په ۲۷ مه د طالبانو یوه ځانمرګي موټر بمي بریدګر د ماشومانو په شمول ۱۳ تنه افغانان ووژل او ۶ تنه نور یې ټپیان کړل.

پنځه ورځې وروسته، د می په ۳۱ مه، د کابل په دپلوماتیکه ساحه کې یو سترلارۍ بمي برید وشو، چې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان یې ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

د جون په ۳ مه، ځانمرګو بمی بریدګرو په یوه جنازه کې د ویرکوونکو صفونه په نښه کړل او لږ تر لږه ۷ کسان یې په کې ووژل.

د جون په ۶ مه، په هرات کې له جامع جومات سره نژدې په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوی بم وچاودېد چې ۷ کسان یې ووژل.

د تېرې پنجشنبې په ورځ /د جون ۱۵ مه/ د داعش ځانمرګو بمي بریدګرو په کابل کې الزهرا جومات په نښه کړ، چې یو پولیس افسر او درې تنه ملکیان یې ووژل او ۸ تنه نور یې ټپي کړل. په ټپیانو کې ۴ پولیس او ۴ ملکي خلک ول. امنیتي ځواکونو بمي بریدګر د لمانځه مزدحم تالار ته له ننوتلو څخه منع کړل چې د ډېرو زیاتو تلفاتو مخه یې ونیوله.

بهروز سلام ټایمز ته وویل، «هغه څه چې اورپکو د روژې په ترڅ کې کړي دي هغو افغانان لا نور په قهر کړ کړل او د دغو ډلو په وړاندې یې کرکه زیاته شوه،»

افغان دیني عالم واحظ زاده بهسودي دغه ډول بریدونه وغندل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د اورپکو هېڅ فعالیتونه له اسلام سره برابر نه دي، او مونږ هغه په بشپړه توګه غندو،»

[له کابل څخه نجیب الله د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500