تروريزم

طالبانو د روژې میاشت په خوست کې په موټربمي برید سره پيل کړه

ای اېف پي او سټاف

افغانان د طالبانو له خوا د موټربمي برید په صحنه کې چې د می په ۲۷مه یې په خوست ولایت کې حکومت پلوې ملېشه په نښه کړه سره راټول شوي دي. دغه بمي برید ۱۳ تنه افغانان چې اکثر یې ملکي خلک ول د روژې په پیل کې ووژل. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

افغانان د طالبانو له خوا د موټربمي برید په صحنه کې چې د می په ۲۷مه یې په خوست ولایت کې حکومت پلوې ملېشه په نښه کړه سره راټول شوي دي. دغه بمي برید ۱۳ تنه افغانان چې اکثر یې ملکي خلک ول د روژې په پیل کې ووژل. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

خوست -- د طالبانو یوه ځانمرګي موټر بمي بریدګر د شنبې په ورځ / د می ۲۷ مه/ د روژې په پیل کې په لومړني لوی برید کې په خوست ښار کې ۱۳ کسان ووژل.

دغې قوي چاودنې، چې د ماشومانو په ګډون۶ کسان یې ټپيان کړل، په سیمه کې د ویجاړتیا له امله پاتې شوني، ماتې شیشې او چیت شوي موټر پرځای پرېښودل.

طالبانو په خپل وېب سایټ د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، «په خوست ولایت کې یوه ځانمرګي موټر بم ۱۳ کسان ووژل. هدف د بسونو یوه اډه وه... قربانیان په ملکي لباسونو کې ول، او دا سخته ده چې د هغوی هویت معلوم کړای شي.»

د خوست ولایت د امنیې قوماندان برید جنرال فیض الله غیرت وویل، د حملې هدف د خوست د خوندي ساتلو ځواکونه ول.

غیرت ای اېف پي ته وویل، «دغه بمي برید سهار وختي هغه وخت وشو چې د خوست خوندي کوونکي ځواکونه کار ته روان ول، خو اکثر قربانیان ملکي خلک دي.»

د اټکل له مخې، د حکومت پلوې ملېشې شمېر نژدې ۴۰۰۰ جنګیالي دی چې د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې طالب یاغیانو په کندهار کې د افغان ملي اردو په یوه مرکز باندې په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۵ افغان عسکر ووژل. دا په هغه ولایت کې په نظامیانو باندې په تېره اونۍ کې درېیم برید وو.

په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې برید پسې دغه اونۍ په عین سیمه او په میوند ولسوالۍ کې په نظامي مرکزونو باندې حملې وشوې، چې په کندهار کې یې د افغان سرتېرو د مړو شمېر خواوشا ۶۰ تنو ته ورساوه.

'د نه بخښلو وړ جرم'

د افغان ولسمشرۍ ماڼې په یوه خبرپاڼه کې وویل، «ترهګرو، د روژې په لومړۍ ورځ، په خوست کې یو برید وکړ چې یو شمېر هېوادوال یې شهیدان کړل. ترهګرهېڅ مذهبي یا مبارکو ورځو ته درناوی نه کوي، جنګي جرم او یو د نه بخښلو وړ جرم ترسره کوي.»

په کابل کې یوه دیني عالم عبدالاحمد محمدیار وویل، د طالبانو عملونه په بشپړه توګه د اسلامي لارښوونو مخالف دي.

هغه وویل، روژه د مسلمانانو لپاره د دعاګانو، ښو عملونو او یو له بل سره د مرستې او ملاتړ وخت دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا داسې وخت دی چې باید ټول منفي فعالیتونه په کې ودرول شي. له بده مرغه، د اورپکو لپاره، چې بې ګناه مسلمانان یې له دلیل پرته ووژل، اسلامي قانون او اساسات اهمیت نه لري.»

د افغانستان په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې ساهرې شریف دغه برید په کلکه وغانده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان ادعا کوي چې مسلمانان دي، هغوی باید لږ تر لږه په دې مبارکه میاشت کې اسلامي اساسات تعقیب کړي،»

یوه ۲۳ کلن محصل او د کابل اوسېدونکي نوید احمدي وویل، «زمونږ دښمنان مسلمانان نه دي. هغوی د روژې په اوله ورځ مسلمانان ووژل.»

هغه وویل، «زه چې قران کریم او د محمد رسول الله (ص) حدیث لولم، هغه مونږ دې ته وربلي چې د روژې په جریان کې دعاوې وکړو او یو له بل سره مرسته وکړو. ما هېڅکله په هېڅ اسلامي کتاب کې نه دي لوستلي چې بې ګناه خلک دې ووژل شي.»

د کندوز ولایت یوې ۳۷ کلنې اوسېدونکې زارا یوسفي وویل، له حقوقي توجیه څخه پرته د نورو خلکو وژل «په ځانګړې توګه د روژې په جریان کې» د تحمل وړ نه دي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «ما تل له خپلو دیني عالمانو څخه اورېدلي چې روژه د دعاګانو او سولې میاشت ده، خو طالبان، د بې ګناه خلکو په وژلو سره، ښیي چې هغوی اسلامي لارښوونې نه تعقیبوي،»

[له کابل نه نجیب الله په دې راپور کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500