کابل -- افغان مسلمانان د روژې مبارکه میاشت، چې د می په ۲۷مه پیل شوه، په جوماتونو کې د جماعت لمونځونو په ادا کولو، د قران کریم په لوستلو، له نورو سره په ګډه د روژې ماتولو او اړو خلکو ته د خوړو په برابرولو سره لمانځي.
په داسې حال کې چې د طالبانو، داعش او د هغوی د متحدانو په څېر اورپکو ډلو د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د یو لړ حملو په ترسره کولو سره خپل اصلي رنګ ښودلی دی.
دغه بریدونه اسلام، سپېڅلو ورځو او د بې ګناه خلکو ژوند ته د اورپکو بشپړه بې اعتنایي په ښکاره څرګندوي.
د طالبانو یوه ځانمرګي بمي بریدګر د می په ۲۷ مه د روژې په پیل کې په لومړۍ لویه حمله کې په خوست ښار کې ۱۳ کسان ووژل.
![افغان هلکان د اسلامي مقدسې میاشتې په ترڅ کې د می په ۲۸مه په جلال اباد کې قران کریم لولي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2017/06/12/8026-ramadan_1-585_329.jpg)
افغان هلکان د اسلامي مقدسې میاشتې په ترڅ کې د می په ۲۸مه په جلال اباد کې قران کریم لولي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]
د ولسمشر غني په وینا، د می په ۳۱ مه، د کابل په دپلوماتیکه سیمه کې د یوې لویې لارۍ بمی برید ۱۵۰ کسان ووژل او له ۳۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.
د کورنیو چارو د وزارت په وینا، د سې شنبې په ورځ / د جون ۶ مه/ په موټرسایکل کې ځای پرځای شوی یو بم په هرات کې وچاودېد چې ۷ کسان یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.
غني د سې شنبې په ورځ د کابل بهیر کانفرانس کې وویل، «ترهګر کولی شي چې زمونږ وینې توی کړي، خو هغوی نشي کولی چې زمونږ اراده بدله کړي،»
![یو افغان پلورونکی د می په ۲۶مه له روژې نه مخکې، په کابل کې تسپې د خرڅولو لپاره تیاروي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2017/06/12/8020-ramadan_7-585_329.jpg)
![افغان رضاکاران د روژې په اوله / د می ۲۷ مه/ په کابل کې خرما وېشي په داسې حال کې چې نور بیا دې ته منتظر دي چې روژه ماته کړي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2017/06/12/8021-ramadan_2-585_329.jpg)
![افغان سړي د روژې په اوله ورځ / د می ۲۷ مه/ په کابل کې په ګډه سره روژه ماتی کوي. معمولا روژه په خورماوو ماتول کیږي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2017/06/12/8022-ramadan_4-585_329.jpg)
![یو افغان سړی د می په ۲۶ مه په کابل کې دودیز خواږه تیاروي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2017/06/12/8023-ramadan_5-585_329.jpg)
![یو دوکاندار د می په ۲۶ مه په کابل کې په داسې حال کې چې د پېرودونکو لپاره انتظار کوي وچه مېوه او زړي تیاروي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2017/06/12/8024-ramadan_6-585_329.jpg)
![افغان ماشومان د روژې په اوله / د می ۲۷ مه/ په کابل کې د یوې خیریه ادارې له خوا مرسته شوې وریژې ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2017/06/12/8025-ramadan_3-585_329.jpg)
![افغان سړي د جون په ۷ مه په مزارشریف کې د روژې په ترڅ کې لمونځ کوي. [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2017/06/12/8143-000_pd17p-585_329.jpg)