رمضان

افغانان روژې ته د مرستې په روحیه ښه راغلاست وایي

د سلیمان راپور

یو سړی د چارشنبې په ورځ‌ / د می ۲۴ مه/ په کابل کې قران کریم لولي. د افغانستان جوماتونه او بازارونه د روژې په ترڅ کې د ظرفیت تر کچې پورې ډکېږي.‌ [سلیمان]

یو سړی د چارشنبې په ورځ‌ / د می ۲۴ مه/ په کابل کې قران کریم لولي. د افغانستان جوماتونه او بازارونه د روژې په ترڅ کې د ظرفیت تر کچې پورې ډکېږي.‌ [سلیمان]

کابل -- افغان مسلمانان په تمه دي چې د روژې د مبارکې میاشتې په مذهبي فرایضو سربېره د روژې رواجونه -- ځانګړي خواړه او ډله ییز افطارونه -- چمتو کړي او خوند ترې واخلي.‌

په کابل کې یوه دوکاندار، محمد همایون، سلام ټایمز ته وویل، «له غریبو او فقیرو کورنیو سره د مرستې کلتور د کال د بل هر وخت په نسبت د روژې پر وخت کې ښه څرګندېږي،»‌

هغه وویل،‌ «د سوداګرو په شمول شتمن خلک به غریبو خلکو ته ډېر خواړه او مالي مرستې برابر کړي.‌ د شتمنو خلکو لپاره د خدای پاک د عبادت بله بڼه دا ده چې غریبانو ته صدقې او خیراتونه ورکړي، او هغوی [سخي خلک]‌ وکولی شي چې په دې میاشت کې لا ډېر ثوابونه وګټي.»‌

همایون وویل، اړمنو خلکو ته د خیراتونو او مالي مرستو په ورکولو سربېره،‌ هر کال هغه د اوړو، غوړیو، بورې، لوبیاوو، نخودو،‌ خورماوو او چای په شمول د ۲.۵ میلیونو افغانیو خوراکي توکي وېشي.‌

سړي په کابل کې د روژې لپاره، چې تمه ده د جمعې له شپې / د می ۲۶ مه/ پیل شي،‌ په خورماوو او خوږو باندې ورټول شوي دي.‌ [سلیمان]

سړي په کابل کې د روژې لپاره، چې تمه ده د جمعې له شپې / د می ۲۶ مه/ پیل شي،‌ په خورماوو او خوږو باندې ورټول شوي دي.‌ [سلیمان]

د کابل ښار یوه ۴۵ کلنه اوسېدونکې،‌ مېرمن لطیفه، وایي افغان مېرمنې د کورونو په پاکولو او بازار ته د خوږو او ځانګړیو خوړو د ترلاسه کولو لپاره په تګ سره چې د روژه ماتي خواړه ترې تیار کړي، د روژې لپاره تیاری کوي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌ «له نورو میاشتو سره په توپیر، د روژې په بهیر کې، د افغانانو دسترخوانونه په بېلابېلو خوړو سره لا نور رنګین کېږي.‌ شتمن او غریب دواړه په یو ډول کوشش کوي چې متنوع خواړه برابر کړي.»‌

د کابل یوه بل اوسېدونکي سهراب وویل،‌ «بازارونه او مارکېټونه د نورو ټولو میاشتو په پرتله ډېر مصروفېږي.‌ ډېرې کورنۍ به بازارونو ته لاړې شي چې خواړه او تازه مېوې واخلي، ځکه چې هغوی غواړي چې خپل دسترخوانونه په رنګارنګ مېوو او خوړو ښکلي کړي.»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مارکېټونه د روژې له پیل څخه څو ورځې مخکې مصروفېږي.‌ مونږ نن مارکېټ ته د دې لپاره راغلو چې مڼې او ګازرې واخلو او د روژې لپاره مربع تیاره کړو.‌ مربع ګانې د دې میاشتې په خاصو خوړو کې راځي.»‌

اذان

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکي حاجي حسین احمد وویل، د روژې په ترڅ کې د افغان کورنیو ورځې له سهار نه مخکې شروع کیږي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د کور ښځې ځانګړي خواړه تیاروي او د کورنۍ غړي چې روژه پرې فرض وي تر هغه وخته پورې خوراک او څښاک کوي چې د سهار د لمانځه لپاره اذان وشي.‌ له سهار نه د ماښام تر اذان پورې،‌ هغوی خوراک، څښاک نه کوي او هم له نامناسبو عملونو نه ځانونه ساتي.»‌

احمد وویل، «د ماښام د اذانونو په اورېدلو سره،‌ سړي جوماتونو ته د لمانځه لپاره ځي.‌ یو شمېر کورنۍ چې وس لري، ځانګړي خوندور خواړه تیاروي... او جوماتونو ته یې لېږي.»‌

هغه وویل، په جوماتونو کې سړي په شریکه روژه ماتی کوي، په داسې حال کې چې مرسته کوونکي «هغوی ته د خوړو د تیارولو په وجه د نېکو عملونو ثوابونه ګټي،»‌

هغه وویل، «د ټولو بېلابېلو قومي ګروپونو خلک سره یوځای کېږي او له قومي او ژبني توپیرونو پرته خپل روژه ماتي کوي،»‌

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو یوه استازي سلام ټایمز ته وویل،‌ «له غریبانو سره مرسته کول او اړمنو خلکو ته د روژه ماتي د خوړو برابرول زمونږ د خلکو تر منځ رواج دی،»

د سولې او ورورولۍ لپاره دعا کول

د هلمند ولایت یوه اوسېدونکي محمدعلي وویل، «الله تعالی ویلي دي، چې د قدر په شپه لمونځ او عبادت کول د زرو میاشتو له عبادت کولو او لمونځ کولو سره برابر دي،»

د اسلامي لارښوونو په اساس، د قدر شپه د روژې په آخري لسو شپو کې راځي او دا هغه شپه ده چې د قران کریم لومړي ایتونه په کې په محمد رسول الله (ص) باندې نازل شوي وو.‌

علي سلام ټایمز ته وویل،‌ «د هلمند خلک دا ځانګړې شپه ټوله شپه له ماخستن نه تر سهار پورې عبادت ته په ویښه تېرولو سره لمانځي. هغوی قران کریم لولي، خدای پاک ته دعا کوي چې د هغوی ګناهونه وبخښي او په هېواد کې سوله او ورورولي ټینګه شي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500