تروريزم

په خوست کې د موبایلونو په مارکېټ کې چاودنې ۴ کسان ووژل

ای اېف پي

یو ټپي شوی افغان د سپتمبر په ۱۷مه په خوست ولایت کې د موبایل فونونو په یوه مارکېټ‌ کې له یوې چاودنې څخه وروسته په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي.‌ [فرید ظاهر/ای اېف پي]

یو ټپي شوی افغان د سپتمبر په ۱۷مه په خوست ولایت کې د موبایل فونونو په یوه مارکېټ‌ کې له یوې چاودنې څخه وروسته په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي.‌ [فرید ظاهر/ای اېف پي]

خوست -- د ځایي چارواکو په وینا،‌ د افغانستان په جنوب ختیځ کې د یکشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۷مه/ د موبایل فونونو په یوه مارکېټ کې په یوه چاودنه کې ۴ کسان ووژل شول او ۱۴ تنه نور ټپیان شول.‌

د خوست ولایت امنیه قوماندان ډګر جنرال فیض الله غیرت ای اېف پي ته وویل، «چاودنه غرمه مهال په داسې یوه مارکېټ‌ کې وشوه چې هلته خلک ورځي چې په خپلو موبایل فونونو کې موزیک او ویډیوګانې واچوي،»

هغه وویل، چې چاودنه د یوه «له لیرې کنټرول شوي بم» په واسطه رامنځته شوه.‌

د خوست د روغتیا ریاست رییس حبیب شاه انصاري تایید کړه چې ۴ کسان وژل شوي او ویې ویل چې، «له لسو نه ډېر ټپي شوي کسان» د دغه ولایت د مرکز روغتونونو ته لېږدول شوي دي.‌

سمدلاسه چا د برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی،‌ خو په دغه کړکېچ ځپلي ولایت کې چې له پاکستان سره په پوله پروت دی، طالبان فعالیت کوي.‌

موزیک د ساعت تېرۍ یو له هغو ګڼو ډولونو څخه وو چې د طالبانو د ۱۹۹۶ - ۲۰۰۱ د واکمنۍ پر وخت پرې بندیز لګول شوی وو، او دغو اورپکو پخوا هم په دې ته ورته مارکېټونو باندې بریدونه کړي دي.‌

په دغه ولایت کې په وروستیو میاشتو کې طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

د می په ۲۷مه چې د روژې اوله ورځ وه، د طالبانو یوه موټربمي بریدګر د خوست د اربکیو ځواکونه، چې د حکومت ملاتړي دي، په نښه کړل،۱۳ کسان یې ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.‌

غیرت تایید کړه، چې د اپریل په میاشت کې په خوست ښار کې یوه ځانمرګي موټربمي بریدګرد ځانګړیو ځواکونو څلور تنه غړي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500