ديپلوماسي

د ایران کونسلګري په هرات کې د ښار د پرمختګ مخه نیسي

د نصیر صالحي راپور

په هرات کې د ایران کونسلګري له تېرو درې کالو راهیسې دا ردوي چې ترې چاپېر دېوالونه لیرې کړي، چې په دې توګه یې د ښار د مرکزي سړک د پراختیا مخه نیولې او د ښاریانو لپاره یې ترافیکي ستونزې رامنځته کړي دي. [نصیر صالحي]

هرات -- د هرات د مرکزي سړک، چې ۱۸ کیلومتره اوږد او ۷۰ متره پلن دی او دواړو خواوو ته یې د ناجو جیګې ونې ولاړې دي،‌ د جوړونې کار د تېرو درې کالو په ترڅ کې بشپړېدلو ته نژدې شوی دی.

خو یو وروستی خنډ، چې په دې برخه کې موجود او کار یې ټکنی کړی دی -- په هرات کې د ایران کونسلګري ده.

ایراني مقامات له اوږدې مودې راهیسې دا نه مني چې د خپلې کونسلګرۍ، چې د هرات ښار په بوخته مرکزي برخه کې پرته ده، د ودانۍ په چاپېر دېوالونه لیرې کړي څو کارکوونکي دغه سړک پراخ کړي.‌

د هرات د ښاروالۍ د مقاماتو په وینا، د کونسلګرۍ چارواکو د ځایي افغان مقاماتو له خوا په دې برخه کې ټولې پخوانۍ غوښتنې رد کړي دي.

په دې عکس کې، چې د وږي په ۴ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې اخیستل شوی، د ایران د کونسلګرۍ وداني په داسې حال کې ښودل کیږي چې روان ترافیک په جزئي توګه بندوي. [نصیر صالحي]

په دې عکس کې، چې د وږي په ۴ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې اخیستل شوی، د ایران د کونسلګرۍ وداني په داسې حال کې ښودل کیږي چې روان ترافیک په جزئي توګه بندوي. [نصیر صالحي]

په دې عکس کې، چې د وږي په ۴ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې اخیستل شوی، د ایران د کونسلګرۍ وداني په داسې حال کې ښودل کیږي چې روان ترافیک په جزئي توګه بندوي. [نصیر صالحي]

په دې عکس کې، چې د وږي په ۴ مه د هرات ولایت په هرات ښار کې اخیستل شوی، د ایران د کونسلګرۍ وداني په داسې حال کې ښودل کیږي چې روان ترافیک په جزئي توګه بندوي. [نصیر صالحي]

د هرات ښاروالۍ ویاند، نعیم عزیزي، سلام ټایمز ته وویل، «هرات ښار باید په متوازن شکل پرمختګ وکړي،»

عزیزي وویل، «د ښار په لوی سړک پرتې نورې ودانۍ شاته ټېله کړای شوي، یوازې د ایران کونسلګري ده، چې د دې ښار د پرمختګ مخه یې نیولې ده،»

د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد، وویل، چې درې کاله وړاندې د دې پروژې له پلي کېدلو څخه مخکې، د هرات چارواکو لومړی له ایرانیانو څخه وغوښتل چې په دې سړک د پرتو ټولو نورو ودانیو په څېر د خپلې کونسلګرۍ دېوالونه شاته کړي، خو ایراني لوري تل بهانې جوړې کړي دي.

یو بد ګاونډي

د ایراني رژیم له خوا د دېوال د مسئلې د حلولو په برخه کې مخالفت ځایي خلک په غوسه کړي دي.

هغوی وایي، دې مسئلې د ایران او افغانستان تر منځ د ښه ګاونډیتوب اساسات تر پښو لاندې کړي دي.

د هرات ولایت یوه ۲۷ کلن اوسېدونکي، محمد عارف کریمي، وویل، «د هرات ښار مرکزي سړک یو ډېر مهم سړک دی، او د ایران کونسلګرۍ جدي ستونزې رامنځته کړي‌ دي،»

کریمي سلام ټایمز ته وویل، «ګڼ شمېر افغانان دا سړک د روغتون په شمول، چې هلته نژدې پروت دی، د خپل ورځني تګ راتګ لپاره کاروي. ډېرو ناروغانو د ترافیکو د ازدحام او روغتون ته د هغوی په رسېدلو کې د ځنډ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی،»

هغه زیاته کړه، «افغان حکومت باید د ایران پر ضد کمزورتیا ونه ښیي،او په دې سړک د کونسلګرۍ د دېوالونو د بې ځایه کولو پروسه باید بشپړه کړای شي،»

د هرات ولایت یوه ۳۳ کلن اوسېدونکي، محمد نادر غلامي، تایید کړه چې دا سړک د کونسلګرۍ له لاسه له ډېرو کالو راهیسې بند دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا کونسلګري د هرات خلکو ته د ډېرو زیاتو ستونزو سبب شوې ده. خلک له ډېرو کلونو راهیسې انتظار کوي چې د دغه عام لوی سړک پراختیا وویني، خو ایرانیان د دې کار د کېدلو مخه نیسي. افغان حکومت ... باید ایرانیانو ته دومره ډېر وخت نه وای ورکړی.»

ځینې چارواکي په افغان حکومت تاکید کوي چې له قانوني لارو څخه استفاه وکړي.

د هرات د ولایتي شورا رییس، کامران علیزي، سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت باید دا ستونزه له قانوني لارې څخه حل کړې وای، او هغه بیا هم اړ دی چې دا کار په دې طریقه وکړي. دا یوه غټه ستونزه ده، او دا سړک لا هم د عامو خلکو لپاره بند دی.»

د امتیازاتو لپاره ځنډول

یو شمېر افغان مدني فعالان استدلال کوي چې ایران د کونسلګرۍ مسئله د دې لپاره ځنډولې چې له افغان حکومت څخه پرې امتیازات ترلاسه کړي.

پخوا، ایران ګواښ کړی وو چې د دېوال په مسئله به خپل کونسلي او د وېزې خدمتونه وځنډوي. د مثال په توګه، د ۱۳۹۰ د مرغومي په میاشت کې، هغه وخت، چې د هرات د ښاروالۍ چارواکو هڅه وکړه چې هغه امنیتي خنډونه، چې ایران په ناقانونه توګه د خپلې کونسلګرۍ تر څنګ په پلې لاره جوړ کړي ول، ویجاړ کړي، ایران خپل کونسلي خدمتونه د یوې اونۍ په مخه ودرول.

د هرات د ښاروالۍ چارواکو وویل چې پلې لاره د ښار ملکیت دی، خو په هرات کې د ایران دپلوماتیک ماموریت پلې لاره خپل ملکیت بولي.

د مسئلې یوه برخه د ودانۍ قانونیت دی.‌ د ۱۳۹۵ د چنګاښ په میاشت کې د هشت صبح په نامه یوې افغاني ورځپاڼې یوه لیکنه خپره کړه چې په کې راغلي، د ایران حکومت، د ټولو نړیوالو مقرراتو او کنوانسیونونو پر خلاف، دا ځمکه له افغان حکومت سره له کومې همغږۍ څخه پرته، له ځایي افغان اوسېدونکیو څخه وپېرودله.

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال، سید اشرف سادات، وویل، هغه حد، چې تر هغه پورې د ایران حکومت مقاومت کوي، ښیي، چې هغوی غواړي چې افغان حکومت د هغوی بې اساسه غوښتنو ته تسلیم شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا د شرم خبره ده چې خلک د داسې یوې ناحله معضلې له امله له ستونزو سره مخامخ دي، چې ښکاري چې یوه کم اهمیته مسئله ده. په هر قېمت چې وي، په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ د دېوال مسئله باید وار له مخه حل شوې وای، چې خلکو د خپل ښار پرمختګ په خپلو سترګو لیدلی وای،»

سادات یادونه وکړه، «ایران زمونږ په برخلیک کې رول لوبوي او د زور له موقف څخه خبرې کوي. افغان حکومت باید د دې ستونزې د حلولو لپاره له ټولو سیاسي لارو څخه کار اخیستی وای،»

هغه زیاته کړه، «خو له بده مرغه، چې په دې برخه کې غیر کافي هڅې کېږي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د ټولو خلکو لپاره ډېر جالب دی.

ځواب ورکړئ