ديپلوماسي

په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ د ودانۍ له امله د لارې بندښت د خلکو قهر راپارولی دی

د عمر راپور

د افغانستان په هرات ښار کې د ایران کونسلګري د ښار د عمومی سرک د ساختماني پروژې د جوړونې پر وړاندې یو غټ خنډ دی. ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي، د کونسلګرۍ چارواکو د تېرو درې کالونو په ترڅ کې رد کړې چې د ودانۍ د مخې دېوال شاته کړي او د ښار د عمومي سرک د پراختیا مخه یې نیولې ده. [عمر]

هرات -- ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي، په هرات کې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ د ښار د عمومي سرک د ساختماني پروژې پر وړاندې یو غټ خنډ دی.‌

د ښار په لوی سرک باندې کار په ۱۳۹۵ کې پیل او یو کال وروسته بشپړ شو -- یواځې هغه برخې پاتې شوې چې د کونسلګرۍ وداني په کې ولاړه ده.

دغه سرک ۷۰ متره پراخ او ۱۸ کیلومتره اوږد دی چې دواړو خواوو ته یې جیګې ونې ولاړې دي.

د هرات ښاروالۍ ویاند غلام رسول عظیمي وویل، ایراني چارواکو څو ځلې وعدې وکړې چې د کونسلګرۍ د ودانۍ دېوال شاته کړي، خو هېڅکله یې هم دا کار ونه کړ.

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۰مه اخیستل شوی دی په هرات ښار کې د ایران کونسلګرۍ لیدل کیږي. د ودانۍ بهرني دېوال په قسمي توګه د ترافیکو مخه بنده کړې ده. [عمر]

په دې عکس کې چې د غبرګولي په ۱۰مه اخیستل شوی دی په هرات ښار کې د ایران کونسلګرۍ لیدل کیږي. د ودانۍ بهرني دېوال په قسمي توګه د ترافیکو مخه بنده کړې ده. [عمر]

هغه وویل، «د کونسلګرۍ د مخې دېوال د هرات ښار د عمومي سرک د پروژې د تطبیق پر وړاندې یو خنډ دی. د عمومي سرک پراختیا په نورو ټولو برخو کې بشپړ شوې، او ښاریانو ترې استفاده پیل کړې ده. د هرات ښاروالۍ د پرمختیایي کار پر وړاندې یواځینی غټ خنډ د کونسلګرۍ دېوال دی.»

عظیمي وویل، «د تېرو پنځو کالونو په ترڅ کې، د ایران د کونسلګرۍ چارواکو ژمنې کولې چې هغوی به د پراخ شوي سرک له منځه د کونسلګرۍ دېوال شاته کړي، خو هغوی هېڅکله هم خپله ژمنه پوره نه کړه، او تل بهانې کوي.»

عظیمي وویل،‌ ځایي چارواکو دا مسئله له کونسلګرۍ سره «څو ځلې راپورته کړه ..‌. او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د دغو مسایلو په حلولو کې مرسته وکړي، خو هغوی تل په دې برخه کې له مرستې کولو څخه انکار کړی، او په ښار کې یې د پرمختیایي پروسې مخه نیولې.»

سیاسي فشار

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «افغان حکومت له ټولو دپلوماتیکو او د ګاونډیتوب چینلونو څخه استفاده کړې څو ایران دې ته وهڅوي چې په هرات ښار کې خپله کونسلګري شاته کړي، خو ایران د دې مسئلې د حلولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.»

هغه په کابل کې دوه سیمو ته په اشارې سره وویل، «افغان حکومت وړاندیز کړی چې د هغې ۱۶۰۰ مربع متره ځمکې په بدل کې چې کونسلګري یې د خپل مخکیني دېوال په شاته کولو سره له لاسه ورکوي، ایران ته ۲۲۴۶ مربع متره ځمکه په دارالامان او ۳۶۹۰۰ مربع متره ځمکه په شهرنو کې ورکړي. دغه وړاندیز د افغانستان د کابینې له خوا تصویب شوی دی.»

د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري وویل، «د هرات ښار اوسېدونکي د ایران د کونسلګرۍ د ودانۍ له امله له ستونزو سره مخامخ دي او د سرک د بندښتونو او د ترافیکو د ازدحام له امله ټکرونه رامنځته کیږي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال جواد عمید وویل، د ایران حکومت هڅه کوي چې له وضعیت څخه په خپله ګټه استفاده وکړي.‌

هغه وویل، «ایران له دې مسئلې څخه داسې استفاده کوي چې سیاسي امتیاز پرې ترلاسه کړي او هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل هدفونه ترسره کړي.»

هغه وویل، تهران تل د کونسلګرۍ د دېوال په تړاو په افغان حکومت باندې فشار اچولی دی.

هغه وویل، «د ایران حکومت د هرات د پخواني ښاروال فرهاد نیایش په لیرې کولو کې مستقیما دخیل وو. هغه پرېکړه کړې وه چې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته موجود سیمنټي بلاکونه لیرې کړي او پلې لاره خلاصه کړي،‌ خو ښاروال د ایران د حکومت له سخت غبرګون سره مخامخ شو، له بېلابېلو لوریو څخه یې فشار راوړ چې په پایله کې یې ښاروال له کاره لیرې کړ.»

عمید وویل، «د ایراني چارواکو ویناوې د هغوی له عملونو څخه کاملا توپیر لري، او هغوی هېڅکله هم په خپلو ژمنو نه درېږي.»

هغه زیاته کړه، «په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مسئله ښیي چې کونسلګري د ایران د بهرنیو چارو د وزارت استازیتوب نه کوي، بلکې له اسلامي انقلابي ګارډ او نورو اورپکو کړیو سره اړیکې لري چې نه غواړي مسئله حل کړای شي.»

عصبانیت ته لمن وهل

د کونسلګرۍ د ودانۍ د مسئلې د نه حلېدلو او ورسره د راپورونو له مخې د ایران د نظامیانو له خوا له افغان کډوال کارکونکو سره د ناوړه چلند او په سیند کې ډوبولو له امله د ایران په وړاندې غوسه په ډېرېدلو ده.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي نوراحمد نظري وویل، د ایران رژیم تل ادعا کړې چې هغه د افغانستان دوست دی، خو په حقیقت کې، هغه د افغانانو او افغان حکومت دښمن دی.‌

هغه وویل، «ایران د سرک په منځ کې د دېوال په ساتلو سره زموږ په هېواد کې یو سرک بند کړی دی. موږ دا کار غندو ځکه دا د افغانستان په تړاو د ایران دښمني ښیي. ایران د ښار لوی سرک بند کړی دی، او موږ هره ورځ وینو چې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته د ترافیکو ازدحام جوړ وي او لاره بنده وي.»

هغه د غوايي د ۱۲مې پېښې ته، چې په کې ایراني ځواکونو ۴۷ کډوال یوه سیند ته ور وغورځول، په اشارې سره وویل، «ایران تل ثابته کړې چې هغه د افغانستان دښمن دی.»

په ورته وخت کې، په یوه پېښه کې د غبرګولي په ۱۴مه چې په ویډیو ثبت شوې ده، ایراني ځواکونو د یزد ولایت په مهرېز ښار کې په یوه موټر باندې چې افغان کډوال یې وړل ډزې وکړې چې د اور په لمبو کې یې درې کسان مړه او اته نور سخت ټپیان شول.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي حامد حیدري ومنله چې د کونسلګرۍ مسئله د افغانانو غوسه راپاروي.

هغه وویل، «د ایران د کونسلګرۍ وداني په هرات ښار کې یو لوی خنډ ګرځېدلی دی چې د ترافیکي پېښو او ځورونې سبب شوې ده.»

هغه زیاته کړه،‌ «دا کونسلګري په افغانستان کې د ایران د تخریبي هڅو یوه نمونه ده. هر ځل چې موږ په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ دېوال د سرک په منځ کې وینو، د ایران پر وړاندې زموږ کرکه زیاتېږي.»

هغه وویل، «موږ په خپل هېواد کې د ایران له لاسوهنې څخه خوندي نه یو،‌ او زموږ افغان کډوال په ایران کې د ظالم حکومت له لاسه ځورول کیږي.‌ په نړۍ کې هیچا هم داسې ظلمونه نه دي لیدلي لکه د ایران حکومت یې چې له افغانانو سره ترسره کوي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي مصطفی احمدي وویل، تهران دا ردوي چې په هرات کې د کونسلګرۍ دېوال شاته کړي او په دې توګه خپل زور ښیي.‌

هغه وویل، «د دغه سرک په اوږدو کې ټول دوکانونه، کورونه او جوماتونه شاته شوي دي چې د سرک پراختیا ته لاره هواره کړي، خو د ایران کونسلګرۍ د دې پروژې د تطبیق مخه ډب کړې ده.»

هغه وویل، «موږ هره ورځ وینو چې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته د ترافیکو یو غټ ازدحام جوړ وي. د کروناوایرس د خپراوي په ترڅ کې، ازدحام د عامې روغتیا لپاره ډېر خطرناک وي او دغسې یو وضعیت د ډېرو خلکو ژوند ګواښي.»

احمدي وویل، «موږ د افغانستان په حکومت باندې غږ کوو چې د ایران د مقاومت او زور ښودنې پر وړاندې ځواب ووایي او ژر تر ژره د کونسلګرۍ دېوال د سرک له منځ نه لیرې کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه نظر نه لرم.

ځواب ورکړئ

که له نژدې څخه پلټنه وشي، د ایران رغونه د افغان کډوالو په لاسونو شوې ده. د ایران ظالم رژیم د افغانانو سخت کار له پامه غورځوي او اوس هم زمونږ په هېواد کې ورانی کوي. په هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښار د پرمختیایي پلانونو مخه نیولې ده.

ځواب ورکړئ

لومړی حکومت هڅه وکړه چې دا مسئله له دپلوماتیکو لارو حل کړي خو کار یې ورنه کړ. اوس د خلکو وار دی. حکومت باید خلکو ته اجازه ورکړي چې په خپل زور سره له عامې لارې څخه د ایران د جابر حکومت دېوال ونړوي چې ایران وشرمیږي، او دا به په راتلونکي کې د هغوی لپاره د عبرت درس وګرځي چې بیا په چل او فرېب سره زمونږ د هېواد د پرمختګ مخه ونه نیسي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې نور د ایران کونسلګریو ته په افغانستان کې اړتیا نشته، ځکه ایران وښودله چې دی نور افغانستان لپاره یو ښه ګاونډی نه ده. بلکه د افغانانو وینو ته تږی ده. او تل د افغانستان په کورنۍ چارو کې لاسوهنه کوي. مرګ پر ایران او په افغانستان کې دغه هیواد په ګداګیانو.

ځواب ورکړئ

افغان حکومت باید ژر تر ژره په افغانستان کې ټولې ایرانۍ کونسلګرۍ بندې کړي، ځکه چې افغانان نور د ایران سفارت او کونسلګریو ته اړتیا نه لري. مونږ نور ایران د یوه ګاونډي په توګه نه پېژنو، بلکې مونږ هغه زمونږ د یوه دښمن په توګه پېژنو.‌ ایران او ایرانیان تل د افغانانو وینو ته تږي وو او دي.‌ ایران او ایرانیانو زمونږ د مظلومو خلکو پر ضد هر ډول ظلمونه ترسره کړي دي.‌ افغان حکومت باید هڅه وکړي چې په ایران او پاکستان کې مېشت کډوال په یوه منظم پروګرام کې راستانه کړي، ځکه چې که هغوی په دغو هېوادونو کې پاتې شي، د هغو هېوادونو استخباراتي ادارې به د یو شمېر افغانانو له اړتیا او فقر څخه ناوړه استفاده وکړي او په افغانستان او نورو هېوادونو کې د جګړې لپاره به یې استخدام کړي. تاسو ولیدل چې ایران په زرونو افغان ځوانان مجبور کړل چې له فاطمیون لوا سره یوځای شي او د سوریې، یمن او عراق په جنګونو کې د ایران د ګټو لپاره جنګ وکړي،‌ او ځینې یې په افغانستان کې د جاسوسانو په توګه توظیف کړل.‌ د هغو چې په افغانستان کې د ایران د جاسوسانو په توګه کار کوي،‌ اکثره هغه زده کوونکي وو چې په سکالرشپونو باندې ایران ته لېږل شوي ول. افغان حکومت باید نور زده کوونکي په سکالرشپونو باندې ایران ته ونه لېږي ځکه چې ایرانیان به د هغوی ذهنیت بدل کړي.‌ تاسو ولیدل چې هغو افغان سیاستوالو او د هېواد مشهورو څېرو چې په ایران کې یې زده کړې کړي دي لکه عبداللطیف پدرام نه یوازې د ایراني ځواکونو له خوا د افغانانو وژنه ونه غندله، بلکې ملامتیا یې هم پخپله پر افغانانو ور واچوله. نو، دا خلک د افغانستان لپاره د ایران له حکومت څخه هم ډېر خطرناک دي ځکه چې هغوی په افغانستان کې خپل پلانونه تطبیقوي او په افغانستان کې د ایران د ګټو لپاره کار کوي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د افغانستان لپاره دا غوره ده چې د پاکستان او ایران سفارتونه او کونسلګرۍ وربندې کړي او سرحدونه ورسره وتړي ځکه کونسلګرۍ او سفارتونه هېوادونه له داسې هېوادونو سره پرانیزي چې هغوی ورسره په اړیکو کې اخلاص او صداقت لري. پاکستان او ایران چې د افغانستان د حکومت پر ضد ترهګرو ته پناهځایونه ورکوي، روزنه ورکوي، وسلې ورکوي، پیسې ورکوي... او بیا یې رالېږي چې په افغانستان کې تخریبي کارونه ترسره کړي نو له داسې هېوادونو سره سفارتي اړیکې څه معنی او څه ګټه لري؟ امریکا چې له ایران سره له درې لسیزو نه ډېر وخت راهیسې سفارتي اړیکې نه لري امریکا په کې څه تاوان کړی دی؟ ایله د ایران له شر نه خلاصه شوې ده. دغسې باید افغانستان هم ځان د منافق پاکستان او منافق ایران له شیطنت، شر او منافقت نه خلاص کړي ځکه دغو دواړو هېوادونو د اسلام له نامه څخه په بدې استفادې سره تل د افغانستان پر ضد ترهګر روزلي او تمویل کړي دي.

ځواب ورکړئ