امنیت

په دولتیار کې د طالبانو له خوا د بند ویجاړتیا په ځایي خلکو باندې اوبه وچې کړې

د عمر راپور

ځایي چارواکو وویل، طالب جنګیالیو د افغان ځواکونو له خوا د څو ځلې ماتو له خوړلو څخه وروسته د چنګاښ په ۱۵مه د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې یوه کوچني بند او د یوه نهر څه برخو ته چاودنه ورکړه، او دغې ولسوالۍ ته یې د اوبو بهیر پرې کړ. [حسن حکیمي]

هرات -- ځایي چارواکي وایي، د طالبانو له خوا د ځایي بېخبنا له ویجاړولو څخه وروسته د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې په اوسېدونکیو باندې له هریرود سیند څخه ورتلونکې حیاتي اوبه بندې شوي دي.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده وویل، طالب جنګیالیو د افغان ځواکونو له خوا د څو ځلې ماتو له خوړلو څخه وروسته د چنګاښ په ۱۵مه په دولتیار ولسوالۍ کې یوه کوچني بند او د یوه نهر څه برخو ته چاودنې ورکړې، او دغې ولسوالۍ ته یې د اوبو بهیر پرې کړ.

فیض زاده د زمري په ۱۰مه سلام ټایمز ته وویل، «دغه نهر تقریبا ۱۰ زره جریبه (۲ زره هکتاره) زراعتي ځمکه او له ۱۲۵۰ څخه ډېر باغونه خړوبوي، خو دغه زراعتي ځمکې او باغونه اوس د اوبو د پرې کېدلو له امله وچېږي.»

هغه وویل، «له ۱۰۰۰ څخه ډېرو کورنیو له دغه نهر څخه د څښلو اوبه څښلې،» او زیاته یې کړه چې په زرګونو راس مواشي هم د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.‌

د طالبانو له خوا د چنګاښ په نیمایي کې د هریرود سیند د اوبو له وچولو څخه وروسته، د زمري په ۱۱مه په دولتیار ولسوالۍ کې یوه وچه شوې ویاله لیدل کیږي. [حسن حکیمي]

د طالبانو له خوا د چنګاښ په نیمایي کې د هریرود سیند د اوبو له وچولو څخه وروسته، د زمري په ۱۱مه په دولتیار ولسوالۍ کې یوه وچه شوې ویاله لیدل کیږي. [حسن حکیمي]

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې ځایي خلک یواځې یو څو ژورې څاګانې لري، لاکن هغه د هغوی د اړتیاوو لپاره کافي نه دي.

د غور د ولایتي شورا یوه غړي حمیدالله متحد وویل، «د دولتیار خلک د څښلو اوبو له کمښت سره مخامخ دي په داسې حال کې چې فصلونه او باغونه ویجاړ شوي دي.»

هغه وویل، «که د دولتیار ولسوالۍ مرکز ته د سیند اوبه ور ونه رسیږي، کېدی شي چې یو غټ بشري او اقتصادی ناورین رامنځته شي.»

هغه زیاته کړه،‌ یو ځل بیا «طالبانو ثابته کړه چې هغوی د اسلامي اصولو او ارزښتونو پر ضد عمل کوي.»

د اوبو نشتوالی

په دولتیار کې یوه کروندګر محمد حسن وویل، د اوبو نشتوالي د غنمو فصلونه او باغونه خراب کړي دي.

هغه وویل، «هیڅوک هم سیمې ته نه شي تللی ترڅو نهر بیاورغوي ځکه چې طالبانو په ټول ځای کې ماینونه کرلي دي.»

هغه زیاته کړه، «د بې ګناه ملکي خلکو وژل او د ځانمرګو بمي بریدونو او چاودنو ترسره کول د طالبانو لپاره کم وو چې اوس یې په خلکو باندې اوبه هم بندې کړې.»

حسن زیاته کړه، «زه نه پوهېږم چې آیا طالبان انسانان دي که نه، ځکه چې په هغوی کې د انسانیت هېڅ احساس نشته.»

هغه په کورنیو او بین المللي مرستندویو ادارو باندې غږ وکړ چې د اوبو د کموالي په له منځه وړلو او د کانال په بیارغولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، ځایي خلک د اوبو د کموالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دي، او ان حیوانات د څښلو اوبه نه لري.

په دولتیار ولسوالۍ کې د سید محمد په نامه یوه کروندګر وویل د هغه د غنمو فصل له رېبلو څخه مخکې څلور ځلې خړوبیدلو ته اړتیا لرله.

هغه وویل، خو اوس یې فصل د اوبو د نشتوالي له امله وچېږي.

هغه زیاته کړه، «د مېوې ونې چې کروندګرو د څو کالونو په ترڅ‌ کې ډېر په زیار سره وپاللې د اوبو د نشوالي له امله وچېږي. په دولتیار ولسوالۍ کې ۱۰ نورو کالونو ته اړتیا ده چې باغونه بیا زرغون شي او مېوه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، «سږ کال د اوبو د نشتوالي له امله د دولتیار د خلکو د غنمو فصل ښه نه وو. زه نه پوهېږم چې سږ کال به موږ څه کوو ځکه چې زموږ باغونه او فصلونه وچېږي.»

د دولتیار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام حضرت صابري وویل، د طالبانو له خوا د ولسوالۍ د نهر د ویجاړولو له امله فصلونه او باغونه ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، «د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په نتیجه کې ډېر خلک له خپلو ولسوالیو څخه وتلي دي.»

هغه وویل، «زه په حکومت باندې ټینګار کوم چې د دې ستونزې د حلولو لپاره یو پلان جوړ کړي.»

د اسلام په نامه شرم

په دولتیار ولسوالۍ کې یوه دیني عالم مولوي خیرمحمد خیرخواه په دولتیار کې موجود وضعیت د کربلا جنګ سره مقایسه کړ چې یزید په کې په امام حسین او د هغه په ملګرو باندې اوبه بندې کړې وې.‌

هغه وویل، «د افغان ولس پر وړاندې د طالبانو کارونه یو سپکاوی، او دغه ډله د اسلام د نامه لپاره یو داغ دی.‌ د طالبانو هېڅ کار هم په اسلامي ارزښتونو او اصولو برابر نه دی.»

هغه وپوښتل، «د طالبانو له خوا په دې ګرمه هوا کې په زرګونو مسلمانانو باندې د اوبو پرې کول څه توجیه لري؟»

خیرخواه وویل، «د طالبانو له خوا دغه ډول کارونه نه د اسلام په چوکاټ برابر دي نه د انسانیت،» او زیاته یې کړه چې دا د طالبانو لپاره د شرم خبره ده چې ځانونه مسلمانان بولي.

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د مولوي شېراغا نظري په نامه یوه دیني عالم وویل، طالبان د خپل جهالت او ناپوهۍ له امله هره ورځ له اسلامي ارزښتونو څخه سرغړونه کوي.

هغه وویل، «په داسې حال کې چې طالبان خپل ځانونه یو اسلامي ګروپ بولي، د هغوی کارونه د هېڅ دین له اساساتو سره برابر نه دي. طالبان نه مسلمانان دي نه کافران، بلکې وحشي حیوانات دي چې هره ورځ د بې ګناه خلکو وینې تویوي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان په ښکاره له اسلامي ارزښتونو او د بشري حقونو له قوانینو څخه سرغړونه کوي. د بې ګناه ملکي خلکو د وېرولو او شکنجه کولو تر شا د طالبانو هدف دا دی چې وېره رامنځته کړي او په داسې یوه وضعیت کې خپل هدفونه ترسره کړي.»

نظري وویل، د طالبانو کارونه له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري. دا ډله د اسلام او مسلمانانو لپاره یو سپکاوی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بېخبناوو په ړنګولو سره به طالبان د کلیو او د کلیوالو سیمو د خلکو له غبرګونونو سره مخامخ شي. هغوی ادعا کوي چې د کلیوالو ملاتړ لري، لاکن هغوی به د بېخبناوو په ړنګولو سره د کلیوالو ملاتړ له لاسه ورکړي. هغوی باید له کلیوالو سره مرسته وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي، هغوی باید د خلکو په ژوند کې ستونزې جوړې نه کړي.‌

ځواب ورکړئ

د بېخبناوو ویجاړول چې طالبان یې کوي ښه کار نه دی. که هغوی غواړي چې په افغانستان باندې واکمني وکړي، هغوی باید په جنګونو کې نه یوازې بېخبناوې بلکې د عامه اسانتیاوو مرکزونه هم خوندي کړي. دغه راز، هغوی باید هڅه وکړي چې ډېر اساسي کار وکړي او خلکو ته خدمتونه برابر کړي. که هغوی خلکو ته خدمتونه وړاندې نه کړي، هغوی نشي کولی چې په افغانستان کې واکمني وکړي. طالبان باید خپل ځانونه د ګاونډیو هېوادونو له غلامۍ څخه ازاد کړي او د خپل هېواد د خوندي کولو په هکله فکر وکړي.

ځواب ورکړئ