اقتصاد

اېف ای او د کندوز مالدارانو ته د حیواناتو خواړه او زراعتي محصولات توزیع کړل

خبریال: محمد قاسم

د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په کندوز ولایت کې د مرستو د پراختیا موسسې (او آر ډي) سره په ګډه په دغه ولایت کې په زرګونو مالدارانو ته د مالونو خواړه او زراعتي محصولات ورکړي او په دې توګه له هغوی سره د ور رسېدلو زیانونو په جبرانولو کې مرسته وکړي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

کندوز -- د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په کندوز ولایت کې د مرستو د پراختیا موسسې (او آر ډي) سره لاس یو کړی څو په دغه ولایت کې په زرګونو مالدارانو ته د مالونو خواړه او زراعتي محصولات ورکړي.

د دې مرستې هدف دا دی چې له هغوی سره د طبیعي پېښو له امله ور رسېدلو زیانونو په جبرانولو کې مرسته وکړي.‌

په کندوز کې د او آر ډي موسسې رییس رحیم الله خرمي وویل، د مرستو کڅوړه چې بزګرانو ته د تولیداتو د زیاتولو لپاره د حیواناتو خواړه او د شوتلې تخم ورکوي، په هغو بزګرانو باندې وېشل کیږي چې طبیعي پېښو په ځانګړې توګه وروستۍ وچکالۍ ځپلي دي.

خرمي سلام ټایمز ته وویل، «د مرستو کڅوړې د مرغومي په ۱۴مه د ولایت په مرکز کې د مرکز او علي اباد او دشت ارچي ولسوالیو د ۲۹۱۴ مالدارانو تر منځ ووېشل شوې. دا مرسته به د مالدارانو د محصولاتو په زیاتېدلو کې مرسته وکړي.»

مالداران د مرغومي په ۱۴مه په کندوز ښار کې له مرستندویانو څخه د مرستو کڅوړې ترلاسه کوي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

مالداران د مرغومي په ۱۴مه په کندوز ښار کې له مرستندویانو څخه د مرستو کڅوړې ترلاسه کوي. [عکاس: عبیدالله احمدي]

هغه وویل، «موږ هر مالدار ته په وړیا ډول ۱۵۰ کیلوګرام د حیواناتو خواړه، ۵ کیلوګرام د شوتلې تخم او نوره زراعتي مرسته ورکړه.»

هغه د مرغومي په ۱۶مه وویل، «موږ د مالدارۍ په سکتور کې د موجودو ننګونو په رڼا کې، په کندوز ولایت کې د مالدارانو له یوې محتاطانه ارزونې څخه وروسته د دغو مرستو د ورکولو پرېکړه وکړه.»

هغه وویل، «هغه مواد چې نن وېشل شوي دي لوړ کیفیت لري او دې ته به لاره برابره کړي چې مالداران له خپلو مالونو څخه د لبنیاتو محصولات زیات کړي او هغه زیانونه جبران کړي چې هغوی ته ور رسېدلي دي.»

سخت زیانونه

د کندوز ډېری مالداران وايي، چې په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، حیواني ناروغیو او اقتصادي ننګونو له وجې د خپلو څارویو صحیح ساتنه نشي کولی او مجبور دي چې یو شمېر یې خرڅ‌ کړي او په پیسو یې پاتې نور څاروي وساتي.

د علي آباد ولسوالۍ یوه مالدار محمد اصغر چې ۴۴ کاله عمر لري، وويل، «له بده مرغه موږ په تېرو څلورو کلونو کې په پرله پسې توګه د وچکالۍ له امله زيانمن شوي يو. زموږ څړځايونه وچ شوي دي او مالدارانو هيڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.»

هغه زیاته کړه، «هغوی د خپلو څارویو د ساتنې لپاره، مجبور شول چې یو شمېر یې په نیمه بیه وپلوري او په ترلاسه کړو پیسو یې پاتې څارویو ته خواړه واخلي.»

هغه وويل، «که چېرې د څارويو د ساتنې وضعيت همداسې پاتې شي، نو ډېر مالداران به دغه سکتور پرېږدي.»

د دشت ارچي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله چې ۶۳ کاله عمر او ۵۰ پسونه لري، وویل، «موږ هر کال په اوړي کې د وچکالۍ له امله او په ژمي کې د واورې او یخنۍ له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو. اوس موږ ډېر اندېښمن یو چې په دې ساړه ژمي کې به څاروي له لاسه ورکړو.»

هغه د مرغومي په ۱۸مه وویل، «د لیندۍ په میاشت کې، ما پنځه پسونه په ډېر لږ قیمت خرڅ کړل او په پیسو باندې یې مې د خپلو پاتې پسونو لپاره وچه ډوډۍ،‌ واښه او نور خواړه واخیستل.»

هغه وویل، «که ما هغه پسونه نه وای خرڅ کړي، د یخنۍ او لوږې له امله به مې نور پسونه هم له لاسه ورکړي وای.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دوه میاشتې مخکې، د یوه پسه قیمت د ۷۰۰۰ او ۸۰۰۰ افغانیو (۷۸ او ۸۹ ډالرو) تر منځ و، خو اوس د ۴۰۰۰ او ۴۵۰۰ افغانیو (۴۴ او ۵۰ ډالرو) تر منځ قیمت لري، ځکه مالداران مجبور دي چې خرڅ یې کړي او څه نغدې پیسې ترلاسه کړي.»

راتلونکي ته هیله

په کندوز کې مالداران هیله من دي چې د اېف ای او مرسته به د محصولاتو په زیاتېدلو او د تېرو کالونو د زیانونو په جبرانولو کې مرسته وکړي.‌

په دشت قندهاري سیمه کې د صدیق الله په نامه یوه ۵۱ کلن بزګر چې څلور بوجۍ د حیواناتو خواړه او ۵ کیلوګرامه د شوتلې تخم یې په وړیا ډول ترلاسه کړي ول، وویل، «دا مرسته د درې میاشتو په مخه زما د مالونو لپاره کافي ده. اوس زه کولی شم چې مالدارۍ ته دوام ورکړم او خپل لبني محصولات زیات کړم.»

هغه وویل، «دا مرسته په یوه ډېر سخت اقتصادي وضعیت کې چې مالداران په ډېر بحراني حالت کې ول توزیع شوه.»

هغه زیاته کړه،‌ «موږ په مرستندویو ادارو باندې غږ کوو چې دا مرستې بندې نه کړي او په راتلونکي کې په بېلابېلو سیمو کې مالدارانو ته لا نوره مرسته ورکړي څو د مالدارۍ سکتور له ناکامۍ سره مخامخ نشي.»

د کندوز د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالونو د روغتیا څانګې مدیر نجیب الله حسن وویل، د هغه اداره غواړي چې د مالدارانو او بزګرانو لپاره له مرستندویو ادارو څخه چې وچکالۍ ځپلي دي، لا ډېر نور ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه وویل، «له مالدارانو څخه زموږ غوښتنه او تمه دا ده چې خپل مالونه په هغو مرستو چې هغوی ترلاسه کړي دي ماړه کړي او دغه مرستې په بازار کې بېرته خرڅې نه کړي.»

حسن وویل، «له ملي او بین المللي مرستندویو ادارو سره په ملاقاتونو کې زموږ ټینګار په دې دی چې د مالدارۍ د سکتور ملاتړ وکړي. موږ غواړو چې زموږ مالداران لا نوره مرسته ترلاسه کړي څو هغوی وکولی شي چې د مالدارۍ سکتور بیا ورغوي او خپل محصولات زیات کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څو ورځې مخکې مې ولیدل چې څو تنه طالب چارواکي په یوه ولایت (؟) کې په واورو کې مرغانو ته غنم شیندي څو مرغان د یخنۍ پر مهال دا وخوري او مړه نه شي. بیا یې د همدې صحنې چې غنم د مرغانو د خوراک لپاره په ځمکه شیندي عکسونه اخیستي وو او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپاره کړي وو، چې دې سره یې پلویانو په ښه نوم یاد کړي وو. خو د طالبانو مخالفینو بیا دغه کار غندلی او ویلي یې دي چې په ښارونو کې او آن په کابل کې د ارګ په څو مترۍ کې ماشومان په واورو کې پراته وي او ډوډۍ ورته نه رسېږي. که څه هم طالبانو دغه کار شاید په بد نیت نه وي کړی او د انسانیت او مسلمان په توګه همدا تمه له یوه شخص/اشخاصو کېدای شي. مګر د قیامت په ورځ به د دې پوښتنه د وخت له حاکمانو کېږي چې ولې یې د واک پر مهال انسانانو ته ډوډۍ نه رسېده. د وخت امیرالمومنین حضرت عمر رضی الله تعالی عنه په خپله د امارت دوره کې قسم کوي او وايي: "که یو سپی هم د فرات سیند په غاړه د تندې له امله مړ شي، زه یې مسؤل یم". د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د شدیدې واورې او بې ساري یخنۍ له کبله لږترلږه ۱۶ افغانان مړه شوي او زرګونه څاروي ضایع شوي دي. دغه وزارت په خپله معلومات خپاره کړي او ویلي یې دي چې د سختې سړې هوا له کبله په بادغیس، نیمروز، فاریاب او غزني ولایتونو کې ۱۶ تنه مړه شوي دي. خو زه وایم چې دا ارقام ډېر کم دي، ځکه طالبان همېش په هر ډول پېښو کې دقیق ارقام نه خپروي. بل دا چې د مړینو شمېر تر دې ځکه ډیر دی چې له ډیرو لیرې پرتو سیمو سره تماسونه کم دي او د ډیرو افغانانو له حاله رسنۍ او چارواکي بې خبره دي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستیو وچکالیو او په دښتو کې د شنو واښو د نشتوالي له امله مالداران اړ شوي چې خپل څاروي په ټیټه بیه وپلوري. د اېف ای اُو او اُو آر ډي موسسې په مرسته، مالداران وتوانیدل چې د خپلو څارویو د پلور مخه ونیسي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اېف ای اُو) او اُو آر ډي په مرسته د کندز ولایت د دشت ارچي او علي اباد ولسوالۍ ۲۹۴۱ اوسېدونکو ته پر وخت خوراکي توکي ورکړل شول. مالداران کولی شي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې د ادارې له خوا د مرستو په بسته کې د خپلو څارویو ښه پالنه وکړي او په راتلونکي کې کولی شي له څارویو څخه خپل اقتصاد جوړ کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او اُو آر ډي څخه مننه.

ځواب ورکړئ

د اېف ای او دا کار واقعا ګټور دی. د سرې او تخمونو ورکول د کرنې پر وخت له بزګرانو سره غټه مرسته ده. اکثر بزګران د تخمونو او سرې د نشتوالي له امله کرنه نه کوي. د دې تر څنګ، په دښتو او د غرونو په لمنو کې د ځنګلونو او ونو کېنول او ورسره غټې کندې اېستل چې باراني اوبه او د واورې اوبه را ایسارې کړي، ګټور کار دی. په دې توګه به په افغانستان کې د وچکالیو مخه ونیول شي. او که زمونږ د واورې او باران اوبه د اوس په څېر پاکستان او ایران ته روانې وي، زمونږ د وطن ځمکه به درزونه وکړي ځکه د اوبو سطحه به ټیټه شي. چې ورسره بادونه او ګردونه راپیدا کیږي او اقلیم خرابیږي. ځنګلونه وکرئ او له بزګرانو سره د فصلونو په کرلو او لویولو کې مرسته وکړئ. مننه

ځواب ورکړئ