امنیت

وسله والو په بغلان کې د ماین پاکۍ ۱۰ کارکوونکي ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د مخ پټو وسله والو سړیو له خوا د هلو ټرسټ د ماین پاکۍ موسسې د ۱۰ کارکوونکو د وژلو له برید څخه وروسته، ټپي شوي خلک د غبرګولي په ۱۹مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [ای اېف پي]

د مخ پټو وسله والو سړیو له خوا د هلو ټرسټ د ماین پاکۍ موسسې د ۱۰ کارکوونکو د وژلو له برید څخه وروسته، ټپي شوي خلک د غبرګولي په ۱۹مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې په یوه روغتون کې تداوي کیږي. [ای اېف پي]

کندوز -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۹مه/ وویل چې مخ پټو وسله والو سړیو په بغلان ولایت کې د هلو ټرسټ د ماین پاکۍ موسسې ۱۰ تنه کارکوونکي ووژل. وزارت د دغې پېښې پړه پر طالبانو واچوله.

د سې شنبې د شپې په کمین کې ۱۶ نور کسان ټپیان شول، او یوه ویاند وویل چې ښایي دغه شمېر زیات شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل، «طالبان د ماین پاکۍ د یوې ادارې ودانۍ ته ورننوتل... او په هر چا باندې یې ډزې شروع کړې.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د پېښې پړه پر طالبانو ور واچوله.‌

د ولسمشر اشرف غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، «طالبان نه یواځې دا چې د ماین پاکۍ کارکوونکي په نښه کوي بلکې دغه راز جوماتونه، ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي هم په نښه کوي،» او د دغې ډلې بریدونه یې داسې یو جرم یاد کړ «چې هېڅ منطقي توجیه نه لري.»

په اعلامیه کې راغلي، «طالبان له دې امله د ماین پاکۍ کارکوونکي په نښه کوي چې هغوی لویې لارې، پټي او کلي له ماینونو او چاودېدونکیو توکو څخه پاکوي او د وسله والو ګروپونو له خوا د ملکي خلکو په تلفاتو کې د ډېرښت مخه نیسي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پېښه کې د یاغیانو له لاس لرلو څخه انکار وکړ.

دغه برید د شپې شاوخوا ۱۰ بجې د کابل شمال ته تقریبا ۲۶۰ کیلومتره لیرې هغه وخت ترسره شو چې په لسګونو ماین پاکانو ټوله ورځ له نږدې سیمو څخه د ماینونو له پاکولو وروسته ارام کاوه.

هلوټرسټ وویل، «په کمپ کې شاوخوا ۱۱۰ تنه چې د افغانستان د شمال ځایې سیمو پورې یې تړاو درلود موجود ول.»

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وویل، بریدګرو ماسکونه اچولي ول.‌

د خامه پرېس د راپور په اساس هغه وویل، د دې پېښې د تلفاتو شمېر ابتدایي دی او کېدی شي چې زیات شي.

د سې شنبې د برید یوه ژوندي پاتې کس وویل، پنځه یا شپږ وسله وال سړي د ودانۍ په دېوالونو راواوښتل، ټول یې سره یو ځای ټول کړل او بیا یې پوښتنه وکړه چې آیا کوم هزاره په کې شته.

د افغانستان د شیعه هزاره ټولنې وګړيډېر وختونه د داعش د افراطیانو له خوا په نښه کیږي.‌

ټپي شوي ژوندي پاتې کس چې د هویت د پټ ساتلو غوښتنه یې وکړه، وویل، «هیچا هم ځواب ورنه کړ.»

هغه وویل، بیا وسله والو سړیو د کمپ له مشر نه وغوښتل چې خپل ځان معرفي کړي او تر هغه وروسته یې وویشت.

هغه وویل، «بیا د هغوی له جملې څخه یوه کس وویل، «ټول ووژنئ».

هغه وویل، «هغوی چې ډزې شروع کړې موږ ټولو هڅه وکړه چې وتښتو. ځینې ووژل شول او ځینې زما په څېر ټپیان شول.»

وحشیانه برید

په بغلان ولایت کې په وروستیو میاشتو کې سخت جنګونه شوي، چې تقریبا هره ورځ د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي دي.

په څو ولسوالیو کې چې جنګ په کې زیات دی، یاغیانو د سړک د غاړې بمونه او ماینونه خښ کړي ترڅو حکومتي ځواکونه په نښه کړي، خو چاودېدونکي توکي اکثر وختونه ملکي خلک وژني او ټپي کوي.

افغانستان وار له مخه د لسیزو د اوږدې شخړې له امله په نړۍ کې یو له ډېرو ماین لرونکیو هېوادونو څخه دی.

هلوټرسټ په ۱۳۶۷ کې د دې لپاره تاسیس شوه چې په مشخص ډول هغه ناچاودي توکي له منځه وېسي چې د شوروي له شاوخو ۱۰ کلن یرغل څخه وروسته پاتې شوي ول.

د دغې موسسې په ویب پاڼه لیکل شوي چې له ۲۶۰۰ څخه ډېر کاري ځواک لري او د هېواد له نږدې ۸۰٪ ثبت شویو سیمو او ساحو څخه چې ماینونه په کې خښ شوي وو اوس ماینونه ترې پاک شوي دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مقیم منتظم رامز الکباروف د هلوټرسټ په کارکوونکیو باندې دغه «فجیع برید» وغانده.‌

هغه وویل، «دا د نه منلو وړ ده چې یوه موسسه چې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو په پاکولو باندې کار کوي او د بې وسه خلکو ژوند ښه کوي په نښه کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کېدی شي چې دا کار نېغ په نېغه د ایران د سپاه پاسداران د ترهګرو له لارې شوی وي، لاکن ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې قومي او مذهبي جنګ راوپاروي، او له حکومت سره د طالبانو جنګ به د افغانستان امنیتي بېخبناوې خرابې کړي او په افغانستان کې د ایران نفوذ به اسان کړي.‌

ځواب ورکړئ

زما په نظر، ښایي دا کار هزاره اجیرانو، چې له ایران سره تړاو لري، د ایران په لمسه کړی وي.‌ له دې امله هغوی پوښتنه کړې چې:‌ آیا ستاسو په منځ کې هزاره څوک شته؟ که د هغوی په ډله کې هزاره ګان وای، هغوی به جلا کړي وای او پاتې کسان به یې وژلي وای. دغه راز، هغوی خپل مخونه پټ کړي چې هزاره توب یې ونه پېژندل شي. د ایران حکومت له دین څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی چې هزاره ګان وغولوي. مرګ د ایران په دجالیه حکومت.

ځواب ورکړئ

له دې سره سره چې دغه ډول جنایت د جګړې د قواعدو خلاف دی، لاکن د افغانانو دښمنانو پرېکړه کړې چې خیریه موسسات په نښه کړي.‌ که دا کار طالبانو کړی وي یوغټ جرم یې ترسره کړی، او د طالبانو له خوا د ملکي خلکو د امنیت ساتلو ادعا هسې یو فرېب دی. دغه ګروپ په مکرر ډول د مرستندویو موسسو کارمندان په نښه کړي دي. مرستندویې موسسې، اکادمیک تاسیسات او مقدس ځایونه له جنګ نه خوندي دي، لاکن طالبان د ټولو بشري ارزښتونو او بشري حقونو پر خلاف د دغسې ځایونو او بې ګناه خلکو پر ضد د جرمونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.‌ دغو کارمندانو ډېرخطرونه په سر واخیستل او له خپل ژوند سره یې لوبې وکړې چې سیمې د مرګوني ماینونو او نورو ناچاودو توکو له خطر څخه پاکې کړي.‌ هغوی تر ټولو سخت مسؤلیت پر غاړه درلود،‌ او د دغه مسؤلیت په ترسره کولو سره هغوی د ملکي خلکو ژوند وژغوره. د هغوی په نښه کول یو غټ او د نه بخښلو وړ جرم وو. خدای (ج) دې د دې پېښې عاملان هلاک کړي او زه شهیدانو ته د جنت دعا کوم او کورنیو ته یې د زړه صبر غواړم.

ځواب ورکړئ