امنیت

په نوي کابل بس کې بمي چاودنې په هزاره میشته سیمه کې ۴ کسان ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو ټپي شوی سړی، په پل علم سیمه کې په یوه موټربمي برید کې، چې لږ تر لږه ۲۴ کسان په کې ووژل شول او نږدې ۱۱۰ نور ټپیان شول، له ټپي کېدلو څخه وروسته، د ۱۳۹۹ د غوایي په ۱۲مه د کابل په وزیر اکبرخان روغتون کې په یوه چپرکټ کې پروت دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ټپي شوی سړی، په پل علم سیمه کې په یوه موټربمي برید کې، چې لږ تر لږه ۲۴ کسان په کې ووژل شول او نږدې ۱۱۰ نور ټپیان شول، له ټپي کېدلو څخه وروسته، د ۱۳۹۹ د غوایي په ۱۲مه د کابل په وزیر اکبرخان روغتون کې په یوه چپرکټ کې پروت دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- پولیسو وویل، د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۳مه/ په کابل کې لږ تر لږه څلور کسان هغه وخت ووژل شول او څلور نور ټپیان شول چې په یوه میني بس موټر باندې بمي چاودنه وشوه. دا د افغانستان په پلازمېنه کې په مسافرینو باندې تر ټولو تازه برید دی.‌

په تېره یوه اونۍ کې، دا څلورمه چاودنه ده چې ترهګر یو بس په کې په نښه کوي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، چاودنه د کابل په جنوب لوېدیځه برخه کې له داسې یوې سیمې سره نږدې وشوه چې تر ډېره په کې شیعه هزاره ګان، چې اورپکو پرې ګڼ بریدونه کړي دي، ژوند کوي.‌

هېڅ ډلې د برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

افغان امنیتي منسوبین د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۳مه په کابل کې د یوې بمي چاودنې په وسیله یوه ویجاړ شوي بس سره نږدې په پیره ولاړ دي چې د حکومت د یوې څارګرې ادارې کارکوونکي یې انتقالول. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۳مه په کابل کې د یوې بمي چاودنې په وسیله یوه ویجاړ شوي بس سره نږدې په پیره ولاړ دي چې د حکومت د یوې څارګرې ادارې کارکوونکي یې انتقالول. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د روانې اونۍ په لومړیو کې، د داعش افغاني څانګې د کابل په لویدیځ کې په دوه بسونو باندې د پرله پسې بریدونو د ترسره کولو ادعا وکړه. په هغو بریدونو کې چې د سې شنبې په ماښام وشول لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول.‌

د رویټرز د راپور له مخې، فرامرز وویل چې لږ تر لږه ۱۰ نور کسان ټپيان شول او اعلان یې وکړ چې پولیسو د پېښې پلټنه پیل کړې ده.‌

د جمعې په ورځ د پوهنتون د دوو استادانو په ګډون څلور کسان هغه وخت ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول چې د کابل په شمال کې د هغوی په بس باندې د سړک د غاړې بم وچاودېد.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل، دا پېښه هغه وخت وشوه چې د هغوی وړونکی بس د کابل شمال ته د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې په سړک کې خښه شوې چاودېدونکې وسیله باندې ور برابر شو.

د لوړو زده کړو وزارت وویل، په وژل شویو کې لږ تر لږه دوه کسان د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون استادان ول.‌

په پېښه کې په نورو سربېره د دغه پوهنتون رییس او یو شمېر محصلین ټپيان شول.

د هېواد د سولې د پروسې مشر عبدالله عبدالله دغه برید چې هېڅ ډلې یې مسؤلیت نه دی منلی، وغانده او هغه یې یو «ترهګریز برید» وباله.‌

غیر انساني او د اسلامي ارزښتونو خلاف

افغان ټایمز د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، پخواني ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ورځ په بسونو باندې پرله پسې بریدونه وغندل، او هغه یې غیر انساني او د اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل.‌

هغه په جنګي لوریو باندې غږ وکړ چې سمدلاسه د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي او په هېواد کې وینه تویول پای ته ورسوي. نوموړي د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړ.‌

په وروستیو اونیو کې چې افغان ځواکونه او طالبان تقریبا هره ورځ د هېواد په ناهوارو اطرافو کې جنګونه کوي، تاوتریخوالی زیات شوی، او داسې ښکاري چې اورپکي له کابل سره نږدې د تلاشۍ د پوستو او اډو په ځپلو باندې تمرکز کوي.‌

تاوتریخوالی په داسې حال کې زیاتېږي چې د متحده ایالاتو پوځ له افغانستان څخه د خپلو پاتې ۲۵۰۰ عسکرو اېستلو ته دوام ورکوی.‌

ځینې وېره لري چې افغانستان به د یو شمېر افراطي ډلو کوربه پاتي شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې چې د چارشنبې په ورځ خپور شو، خبرداری ورکړ چې داعش اوس هم «دغه هېواد او په لویه کې سیمې ته ګواښ جوړوي،» او ویې ویل چې دا ډله په افغانستان کې دننه تقریبا ۲۰۰۰ جنګیالي لري.

خو افغان ځواکونه د افراطي ګروپونو پر ضد جنګ ته دوام ورکوي او وایي چې د دغه کار دوام ته ژمن دي.

د افغان ټایمز د راپور له مخې، افغان ملي اردو د سې شنبې په ورځ وویل چې هغوی د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د القاعدې شپږ غړي او اته تنه طالب اورپکي وژلي دي.‌

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه باندې په وروستیو اونیو کې د طالبانو په بریدونو کې د زیاتوالي په غبرګون کې د القاعدې لږ تر لږه ۳۰ غړي وژلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې وضعیت پر وړاندې معامله کې لومړنی ستراتیژیک، اخلاقي او مسؤلانه ګام دا دی چې د هزاره ګانو په نسل وژنه باندې اعتراف وشي. د تېرو څو کالو په ترڅ کې افغان حکومت هڅه کړې ده چې په دغه نژادي ګروپ باندې هدفي وژنې جنګي جرمونه او د بشر ضد جنایتونه وبولي.‌ په افغانستان کې د دواړو جنګي لوریو په بریدونو کې د شویو ملکي تلفاتو مطلق اکثریت جنګي جرمونه او د بشریت ضد جرمونه دي، خو هغه بریدونه چې په تېرو څو کالو کې په هزاره ګانو باندې وشول هغه له جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو نه بدتر، او د نسل وژنې ښکاره او د نه انکار وړ ثبوتونه دي. یو له هغو ډېرو مهمو دلایلو څخه چې افغان حکومت دا بریدونه د هزاره ګانو نسل وژنه نه بولي دا دی چې افغان حکومت او حکومتي چارواکي هڅه کوي چې له حقوقي، سیاسي او امنیتي مسایلو څخه تېښته وکړي.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د هزاره ګانو،‌ پښتنو، تاجکانو، ازبکانو په شمول ټول قومي ګروپونه ژوبل شوي دي ... خو مونږ دا حقیقت له پامه نشو غورځولی چې د هزاره ګانو په څېر د بل هېڅ قومي ګروپ په زړو، ځوانانو او حتی نوپیدا ماشومانو باندې د هغوی د قوم په اساس برید نه دی شوی او نه دي وژل شوي.‌

ځواب ورکړئ

جاهل او تنګ نظري ګروپونه غواړي چې د وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره هزاره ګان د تعلیم له ترلاسه کولو او پرمختګ کولو څخه منع کړي او د یوه روښانه راتلونکي په هکله د هزاره ګانوعقاید کمزوري کړي.‌ هغوی دا کار کله د طالبانو او کله هم د داعش تر نامه لاندې کوي.

ځواب ورکړئ

له بده مرغه چې هدفي وژنې د حذف د سیاست برخه ده. دا سیاست په بېلابېلو برخو کې په بېلابېلو طریقو او وسیلو تطبیق شوی دی.‌ د هزاره ګانو د نسل وژنې او د دغې ټولنې پر ضد د سیستماتیک توپيري چلند تر منځ یو معنی لرونکی ارتباط موجود دی.‌ د وژنو او توپیري چلند عاملان د حذف سیاست پر مخ وړي. د دې لپاره چې دا وژنې ودرېږي، په کار دی چې د هزاره ګانو پر ضد توپیري چلند پای ته ورسیږي. په دې کې شک نشته چې د هېواد ټول قومي ګروپونه د دې ویجاړوونکي جنګ قربانیان دي، او د یوه ځانګړي نژادي ګروپ په هکله خبره کول دا معنی نه لري چې د نورو نژادي ګروپونو دردونه او تاوانونه دې کم وګڼل شي. البته، د دې ټکي په پام کې نیولو سره چې د دې هېواد دښمنان هېڅ پولې نه پېژني، مونږ باید د نسل وژنې په شمول چې د یوه ځانګړي نژاد پر ضد ترسره کېږي، د بشریت پر ضد د ډېرو فجیع جرمونو خطر ته په کمه سترګه ونه ګورو.‌

ځواب ورکړئ

څوک د حذفولو تګلاره پیاوړې کوي؟ هزاره ګان په اوسني حکومت او نظام کې دومره ځواک لري چې په تاریخ کې یې هیڅکله نه درلود، لاکن هغوی پخپله ښه نه دي. دا سمه ده چې د بیګناه خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو وژنه یو وحشي عمل دی، مګر د دې عملونو اصلي مرتکبین د محمد محقق، کریم خلیلي او نورو په شمول د هزاره ګانو مشران دي چې د ایران په استازیتوب عمل کوي. ایا هېر مو دي چې محقق سوریې او عراق ته د فاطمیون په لیکو کې د هزاره وسله والو د لیږلو ملاتړ وکړ؟ د هزاره ګانو مشران د ایران جاسوسان دي، دوی له ایران څخه پیسې ترلاسه کوي او په بدل کې دوی هزاره ځوانان د ایران د اجیرانو په توګه جګړې ته استوي، چې هلته په سوریه او عراق کې د نورو وسله والو ډلو په وړاندې په جګړه کې وژل کیږي. او کله چې تاسو یو څوک وژنئ، آیا هغوی به تاسو ته ګلونه بیرته درکړي؟ هغوی به خامخا انتقام اخلي. کله چې د نسل وژنې خبره کیږي، هیڅوک په افغانستان کې خوندي نه دي. ایا تاسو هیر کړي چې همدغه داعش د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې په زرهاوو پښتانه ووژل؟ دوی په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په سلګونو او زرګونو نور ټپیان کړل. د دې پرځای چې دروغ ووایئ او د نورو نژادي ډلو پروړاندې تبلیغات وکړئ، تاسو باید له خپلو مشرانو څخه وغواړئ چې خپل ځوانان د ایران په ګټه جنګونو ته ونه لېږي. ایران او پاکستان د افغانانو او افغانستان بدترین دښمنان دي.

ځواب ورکړئ