روغتیا

د افغانستان د پولیو واکسیناسیون کمپاین د خلکو ملاتړ ترلاسه کوي

د زیار راپور

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د اپریل په ۱۷مه په غزني ولایت کې له پولیو واکسین لګولو څخه وروسته د یوه ماشوم ګوته رنګوي.‌ [زکریا هاشمي/ای اېف پي]

یو افغان روغتیایي کارکوونکی د اپریل په ۱۷مه په غزني ولایت کې له پولیو واکسین لګولو څخه وروسته د یوه ماشوم ګوته رنګوي.‌ [زکریا هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، د اګست په میاشت کې د پولیو پر ضد د یوه درې ورځني کمپاین په ترڅ کې له ۹.۹ میلیونو ډېر له پنځه کلنۍ څخه ټیټ افغان ماشومان واکسین کړای شول.

د واکسیناسیون کمپاین په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د اګست په ۱۲ - ۱۴مه په بري سره بشپړ شو.

د وزارت یوه ویاند وحید مجروح سلام ټایمز ته وویل، «خواوشا ۱۰ میلیونه افغان ماشومان په بري سره واکسین کړای شول. مونږ هیله لرو چې د دغسې کمپاینونو په ترسره کولو سره د راتلونکو درې کلونو په ترڅ کې له افغانستان څخه پولیو په بشپړه توګه ختمه کړو.»

د روغتیا د نړیوالې موسسې (ډبلیو اېچ او) په وینا، افغانستان یو له هغو درې هېوادونو څخه دی چې لا هم پولیو په کې موجوده ده. نور دوه هېوادونه پاکستان او نایجیریا دي.

مجروح وویل، «د پولیو واکسینونو د مدیریت په ترڅ کې، ټولو اړوندو ماشومانو ته ویټامین ای هم ورکول شول څو د هغوی بدنونه قوي کړای شي،» او زیاته یې کړه چې ډبلیو اېچ او له افغانستان سره مرسته کوي چې د پولیو واکسیناسیون کمپاین ترسره کړي.‌

هغه وویل، امنیت هغه لویه ستونزه ده چې افغان او نړیوال روغتیایي کارکوونکي په افغانستان کې ورسره مخامخ دي، خو د پولیو واکسیناسیون کمپاین په برخه کې وزارت په لیرې پرتو سیمو کې د مشرانو مرسته ترلاسه کړه،‌ او دا یو داسې عمل دی چې د کمپاین په تطبیق کې «ډېر ګټور» ثابت شوی دی.‌

د پولیو په پېښو کې کموالي

د عامه روغتیا د شمېرنو له مخې، سږکال، په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د پولیو ټولې ۶ پېښې ثبت شوي دي.

مجروح وویل، «دا د تېرو پنځو کلونو په مقایسه یو کموالی ښیي،» نوموړي زیاته کړه، «دا به د خدای په مرسته صفر ته راښکته شي.»

په افغانستان کې په ۲۰۱۶ کال کې د پولیو ۱۳ پېښې ښکاره شوې وې.‌

افغانان د وزارت د پولیو د له منځه وړلو هڅو ته مثبت ځواب وایي.

د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د بهزاتي کلي یوه ۴۷ کلن اوسېدونکي مولودین وویل، «مونږ به په خپلو سیمو کې د واکسیناسیون ګروپونو سره په همکارۍ کې هېڅ هڅې ونه سپموو،»

هغه د اګست په ۱۴مه، هغه وخت چې د واکسیناسیون ټیمونه د هغوی کلي ته ورغلل، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له هغوی څخه د هغوی د کار له امله مننه کوو، او مونږ هغوی ته خواړه او چای ورکوو. مونږ غواړو چې هغوی تشویق شي او د خوندیتوب احساس وکړي،‌ چې هغوی خپله وظیفه په صحیح توګه ترسره کړي.»

هغه وویل، «مونږ نه غواړو چې زمونږ یو ماشوم هم بې واکسینه پاتې شي،»

خانی، چې ۳۸ کاله عمر لري، د ۶ ماشومانو پلار دی او په بهزاتي کلي کې بزګري کوي، وویل،‌ د هغه درې ماشومانو، چې له پنځو کالونو څخه کم عمرونه یې لرل، ټولو واکسینونه وکړل.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه په دې خوښ یم چې ډاکټران مونږ ته وایي چې خپل ماشومان واکسین کړو چې هغوی له بېلابېلو ناروغیو څخه خوندي شي. زه د دې کار ملاتړ کوم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500