جرم او انصاف

ایران بالاخره ومنله چې د راغورځېدلې اوکراینۍ الوتکې تورې بکسې وسپاري

کاروانسرای او ای اېف پي

په لاره تېرېدونکی کس د یوې اوکراینۍ الوتکې له رالوېدلو څخه وروسته د الوتکې له پاتې شونو سره نژدې ولاړ دی. دغه الوتکه چې ۱۷۶ مسافر په کې سپاره ول د مرغومي په ۱۸مه په تهران کې د امام خمیني هوایي ډګر سره نژدې را وغورځېدله. درې ورځې وروسته، د مرغومي په ۲۱مه، اسلامي انقلابي ګارډ اعتراف وکړ چې هغوی الوتکه په تصادفي توګه ویشتلې ده. [روح الله وحدتي/اېسنا/ای اېف پي]

په لاره تېرېدونکی کس د یوې اوکراینۍ الوتکې له رالوېدلو څخه وروسته د الوتکې له پاتې شونو سره نژدې ولاړ دی. دغه الوتکه چې ۱۷۶ مسافر په کې سپاره ول د مرغومي په ۱۸مه په تهران کې د امام خمیني هوایي ډګر سره نژدې را وغورځېدله. درې ورځې وروسته، د مرغومي په ۲۱مه، اسلامي انقلابي ګارډ اعتراف وکړ چې هغوی الوتکه په تصادفي توګه ویشتلې ده. [روح الله وحدتي/اېسنا/ای اېف پي]

مونتریال، کاناډا -- له دوه میاشتو ډېر وخت ځنډ او اخوا دې خوا کېدلو څخه وروسته،‌ د ایران رژیم بالاخره د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۱مه/ ومنله چې د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې د پي اېس ۷۵۲ الوتنې د اطلاعاتو ثبتوونکي یا تورې بکسې د تحلیل لپاره اوکراین یا فرانسې ته وسپاري.

سرچینو ای اېف پي ته تایید کړه چې، په مونتریال کې د ملګرو ملتونو د ملکي هوانوردۍ د نړۍ وال سازمان (آی سي ای او) په یوه کتنه کې، په آی سي ای او کې د ایران استازي فرهاد پرورش وویل چې یادې وسیلې به کیو ته ولېږل شي.

تمه ده چې په تورو بکسو کې به د الوتکې له راغورځېدلو څخه د مخکې وخت د شېبو په هکله معلومات ثبت شوي وي. دغه الوتکه د مرغومي په ۱۸مه د تهران هوایي ډګر څخه له الوتلو لږ وروسته راوغورځېدله.‌

له ویډیوي او مفصلو شواهدو سره سره چې ښیي چې الوتکه له ځمکې څخه هوا ته توغول شوي توغندي ویشتې ده، تهران تر څو ورځو پورې له دې څخه انکار کاوه چې د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې پي اېس ۷۵۲ الوتکه په توغندي ویشتل شوې او راغورځول شوې ده.

د ایران رژیم بالاخره د کب په ۲۱مه ومنله چې د اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې تورې بکسې چې هغوی په تصادفي توګه په تهران کې ویشتلې وه وسپاري. [pexels.com]

د ایران رژیم بالاخره د کب په ۲۱مه ومنله چې د اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې تورې بکسې چې هغوی په تصادفي توګه په تهران کې ویشتلې وه وسپاري. [pexels.com]

خو د مرغومي په ۲۱مه، د ایران ولسمشر حسن روحاني چې له پراخ نړۍ وال او داخلي فشار سره مخامخ وه بالاخره په حقیقت اعتراف وکړ او ویې ویل چې الوتکه په «یوه غمجنه غلطۍ» کې د ایران پوځ ویشتلې، او په کې سپاره ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.

په الوتکه کې د کاناډا، افغانستان، اوکراین، ایران، سویډن او برتانیا اتباع سپاره ول.‌

د روحاني اعتراف -- او د پټولو د هڅې افشا کېدلو -- په ایران کې د څو ورځو په مخه د حکومت ضد اعتراضونه راوپارول.

په لسګونو زره ایرانیان لارو او کوڅو ته راووتل او د «مرګ په دکتاتور» -- چې هدف یې ستر مذهبي مشر علي خامنه اي وو -- «مرګ په دروغجنو» او نور د رژیم ضد شعارونه یې ورکړل.

ځینې محصلانو چې په لاریونونو کې یې برخه لرله اسلامي انقلابي ګارډ د «بې کفایت» او «د خلکو د شرم» په نومونو یاد کړ.

د الوتکې د راغورځېدلو پېښه پنځه ورځې وروسته له هغه رامنځته شوه چې د متحده ایالاتو د بې پيلوټه الوتکې یوه برید د مرغومي په ۱۳مه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې وواژه.

ښي لور ته یو ګام

په اوتاوا کې، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر فرېنسواس فیلیپ شامپین د تهران دا ژمنتیا چې بالاخره حاضر شو چې تورې بکسې شریکې کړي «وستایه» او ویې ویل چې «دا د ایران له خوا ښي لور ته یو ګام وو.»

هغه وویل، «زه د ایران په خبره باور کوم، خو زه به د هغوی په عملو باندې هغه وخت قضاوت وکړم چې یو ځل تورې بکسې اروپا ته ورسیږي، او مونږ خپل کارپوهان لرو چې کولی شي هغه تحلیل کړي.»

په کاناډا کې د اوکراین سفیر انډري شیوچینکو په یوه ټویټ کې ولیکل، اوکراین «د ایران پرېکړې ته ښه راغلاست وایي» چې هغه سپاري، او زیاته یې کړه چې «که نورو کارپوهانو ته اړتیا وي» د الوتنې د اطلاعاتو ریکارډرونه به د تحلیل لپاره فرانسې ته وسپارل شي.‌

د آی سي ای او په کتنه کې، د کاناډا د ټرانسپورټ وزیر مارک ګارنیو زور واچاوه او ویې ویل، «څو چې ټول حقایق معلوم او تحلیل نشي، مونږ نشو کولی چې د پي اېس ۷۵۲ د غمجنې ویشتنې په هکله وپوهېږو.»

هغه وویل، «له پېښې څخه دوه میاشتې وروسته، له مکررو غوښتنو سره سره مونږ باید په دې برخه کې د ایران د ناکامۍ په هکله اندېښمن واوسو چې د الوتنې د ریکارډرونو خلاصه یې وړاندې نه کړای شوه.»

«اوس باید ایران لاس په کار شي او د الوتنې د ریکارډرونو د خلاصې وړاندې کولو لپاره ترتیبات ونیسي... کاناډایان او نړۍ واله ټولنه نشي کولی چې نور انتظار وکړي.»

همدارنګه، آی سي ای او په تهران باندې فشار وارد کړ «چې د پېښې څېړنه په ټاکلي وخت» او د ټکر د څېړنې د نړۍ والو معیارونو په اساس ترسره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران پخپله باید پلټنه ترسره کړي. نور هېوادونه باید مداخله ونه کړي.

ځواب ورکړئ

د تورو بکسو په ترلاسه کولو کې د غربیانو مرسته نه کول ښایي د صحنه جوړونې او د هغوی د خپل موجود ریکارډ لپاره وي څو د ټېپ اوازونه بدل کړي او وښیي چې ایران ملامت دی. هغوی وار له مخه داسې یوه فیته ثبت کړې او تیار دي چې نړۍ والې ټولنې ته یې وښیي چې الوتکه په میزایل ویشتل شوې وه. ایران باید په هېڅ ډول هم تورې بکسې ونه سپاري. دښمنان د خپلو شیطاني پلانونو لپاره چال او فرېب کوي.

ځواب ورکړئ

هغوی غلطي وکړه. متحده ایالات او د هغه مردار ګوډاګیان غواړي چې ایران په لوبه کې ښکېل کړي، او له دې هدف نه یې چې خونخوره امریکا له سیمې څخه پسې واخلي لیرې کړي. لعنت په چټلو شبکو.

ځواب ورکړئ

متحده ایالات هڅه کوي چې د تورو بکسو محتویات ترلاسه کړي او تغیر ورکړي، او ایران باید هغه متحده ایالاتو یا کوم بل هېواد ته ورنه کړي، خو د هوانوردۍ د قانون په اساس هغوی باید دا بکسې د حقوقي استازو په حضور کې په ایران کې دننه ولولي/واوري، ځکه چې که دا بکسې نورو هېوادونو ته چې د امریکا تر نفوذ لاندې دي ولېږل شي، متحده ایالات به د هغو بکسونو محتویات بدل کړي او ایران به د پېښې مسؤل وګرځوي.

ځواب ورکړئ

څو چې پلټنه نه وي تکمیل شوې، مونږ نشو کولی چې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځولو پړه په ایران باندې ور واچوو. غلطي په هر هېواد کې کیږي، او دا پېښه په داسې حال کې وشوه چې ایران له امریکا سره د جنګ لپاره د تیارسۍ په حال کې وو. امریکا قاسم سلیماني په عراق کې وواژه، او ایران امریکا ته په عراق کې د هغې په بېسونو باندې په برید کولو سره ځواب ورکړ. ایران ګومان کاوه چې امریکا به هم په عراق کې په امریکایی مرکزونو باندې د ایران د بریدونو ځواب ووایي او په ایران باندې به برید وکړي. له دې امله، ایران اوکراینۍ الوتکه له توغندي سره غلطه کړه، ویې ویشتله او را ویې غورځوله. د ستونزې اصلي سبب امریکا وه. ولې هغوی قاسم سلیماني په عراق کې وواژه؟ د هغه ګناه څه وه؟ ولې امریکا په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کوي؟ ولې امریکا په بېلابېلو بهانو بې ګناه خلک وژني؟ ټولو هېوادونو د پېښې مسؤلیت د ایران په اوږو ور واچاوه، او هېڅ هېواد دا ونه ویل چې امریکا ولې له ایران سره جګړه پیل کړه؟ ځکه چې الوتکه په داسې وخت کې را وغورځېدله چې ایران له امریکا سره په جګړه کې وو، له دې امله، د دې پېښې مسؤلیت باید په امریکا باندې هم ور واچول شي، او د نړۍ هېوادونه باید په امریکا باندې فشار واچوي چې د نړۍ له هېڅ هېواد سره هم په جګړه کې ښکېله نشي.

ځواب ورکړئ

انسانان ډوډۍ او خواړه خوري، څاروي لکه اس، خر او اوزه واښه خوري، خو که ته بېرته خپل الفاظ ولولې ته به وګورې چې ستا په څېر خلک غول خوري. ته فکر کوې چې سلیماني بې ګناه وو؟ ته فکر کوې چې شیطان بې ګناه دی؟ سلیماني او د ایران او پاکستان استخباراتي شبکو په ګډه په میلیونونو بې ګناه خلک (چې له ۹۹٪ څخه ډېر یې مسلمانان ول) په افغانستان، عراق، سوریه، یمن، او کشمیر کې ووژل. ایران او پاکستان په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ اصلي مرکزونه دي. سلیماني په ایران کې موجود په زرګونو غریب افغانان استخدام کړل چې لاړ شي او په سوریه او عراق کې د ایران او سوریې د رژیمونو په ګټه جنګ وکړي، په داسې حال کې چې د هغوی کورنۍ د خپلو عزیزانو د مړو په ترلاسه کولو نهیلې او نا امېده شوې. شرم دې وي د ایران او پاکستان په استخباراتي ادارو باندې.

ځواب ورکړئ