ديپلوماسي

ویرجنو افغانانو د ایران له خوا د مسافر وړونکې الوتکې د راغورځولو له امله د عدالت غوښتنه وکړه

د عمر راپور

د تېرې میاشتې په نیمایي کې په ایران کې د اوکراین د یوې مسافر وړونکې الوتکې د راغورځېدنې په غمجنه پېښه کې د وژل شویو افغانانو کورنۍ د قربانیانو لپاره د تاوان او د مسؤلو کسانو د قانوني تعقیب غوښتنه کوي. [عمر]

هرات -- د تېرې میاشتې په نیمایي کې په ایران کې د اوکراین د یوې مسافر وړونکې الوتکې د راغورځېدنې په غمجنه پېښه کې د وژل شویو افغانانو کورنۍ د قربانیانو لپاره د تاوان او د مسؤلو کسانو د قانوني تعقیب غوښتنه کوي.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ دغه الوتکه د مرغومي په ۱۸مه وویشتله او د ایران ولسمشر حسن روحاني دغه پېښه«یوه غمجنه غلطي» وبلله.

د ۱۳ افغانانو په شمول، چې ډېر یې د نورو هېوادونو دایمي اوسېدونکي او دوه تابعته کسان وو، ۱۷۶ واړه مسافر او د الوتکې عمله ووژل شول. ایراني چارواکو وویل چې لسو مسافرو په الوتکه کې د سپرېدلو پر وخت افغان پاسپورټونه کارولي وو.

په الوتکه کې د کاناډا، اوکراین، ایران، سویډن او متحده ایالاتو اتباع هم سپاره ول.

دا عکس چې د مرغومي په ۲۷مه د هرات ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې اخیستل شوی، د افغان سرحدي ځواکونو غړي په داسې حال کې ښیي چې د زین الله سادات مړی انتقالوي. نوموړی د هغو څلورو افغانانو له ډلې څخه وو چې د مرغومي په ۱۸مه په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدلو په پېښه کې ووژل شول. [عمر]

دا عکس چې د مرغومي په ۲۷مه د هرات ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې اخیستل شوی، د افغان سرحدي ځواکونو غړي په داسې حال کې ښیي چې د زین الله سادات مړی انتقالوي. نوموړی د هغو څلورو افغانانو له ډلې څخه وو چې د مرغومي په ۱۸مه په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدلو په پېښه کې ووژل شول. [عمر]

په عکس کې، د زین العابدین سادات خپلوان د مرغومي په ۲۷مه د هرات ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د هغه د تابوت تر څنګ ژاړي. [عمر]

په عکس کې، د زین العابدین سادات خپلوان د مرغومي په ۲۷مه د هرات ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د هغه د تابوت تر څنګ ژاړي. [عمر]

له درې ورځې انکار څخه وروسته، د اسلامي انقلابي ګارډ د هوایي او فضایي چارو قوماندان د پېښې بشپړ مسؤلیت پرغاړه واخیست خو ویې ویل چې میزایل ویشتونکي په خپل سر کار کړی وو، او وروسته له هغه یې الوتکه په نښه کړې وه چې په غلطۍ سره یې د «کروز میزایل» فکر ورته کړی وو.

د وژل شويو مسافرینو له جملې څخه د زین العابدین سادات ورور محمد حکیم وویل، «د ایران حکومت ولې الوتکه ونه پېژندله، او ولې یې وویشتله؟ د ایران حکومت باید ځواب ووایي.»

د زین العابدین مړی د مرغومي په ۲۷مه د ښخېدلو لپاره هرات ولایت ته راوړل شو.

د افغان قربانیانو کورنیو وویل چې ځینې مړي په ایران کې ښخ کړای شول، په داسې حال کې چې نور مړي نه پېژندل کېدل ځکه چې سخت خراب شوي ول.

حکیم وویل، د ایران حکومت یو ظالمانه کار وکړ چې بې ګناه سړي، ماشومان او ښځې یې په ډله ییز ډول ووژل.

هغه وویل، «له هغه جنایت څخه چې ایران ترسره کړ بل غټ جنایت نشته. هغوی داسې بې ګناه خلک چې په هوا کې یې سفر کاوه په ډله ییز ډول ووژل. د ایران حکومت باید د یوه جنایتکار حکومت په توګه وپېژندل شي او هغه کسان چې د الوتکې په ویشتلو او راغورځولو کې ښکېل دي باید په نړۍ والو محکمو کې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.»

هغه وویل، همدارنګه د ایران حکومت باید د ټولو قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

هغه وویل، «هېڅ شی هم زمونږ درد نشي ارامولی، خو مونږ [د قربانیانو کورنیو ته] د تاوان ورکولو او د هغو جنایتکارانو د قانوني تعقیب غوښتنه کوو چې دغه مسافر وړونکې الوتکه یې ویشتلې او راغورځولې ده.»

د زین العابدین یوه د تره زوی ابولفضل نوري وویل، «مونږ د مسافر وړونکې الوتکې د ویشتلو له امله د ایران پوځ غندو، او مونږ د ایران د حکومت دا بهانه نه منو چې وایيهغه یوه انساني غلطي وه.»

هغه وویل، دا د شرم خبره ده چې د ایران حکومت نشي کولی چې د مسافر وړونکې الوتکې او میزایل تر منځ فرق وکړي.

نوري وویل، «د ایران حکومت باید د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځواب ووایي چې ولې هغوی بې ګناه خلک ووژل. مونږ په ټولو هغو هېوادونو باندې چې اتباعو یې په دې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی غږ کوو چې د ایران په وړاندې دې چوپ نه پاتې کېږي.»

د عدالت لپاره کار کول

افغان حکومت د هغو غوښتنو ملاتړ کوي چې د ایران رژیم باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي او له نورو حکومتونو سره چې اتباع یې په دې پېښه کې وژل شوي دي کار کوي چې د غبرګون لپاره یو چوکاټ جوړ کړي.

د کاناډا، اوکراین، سویډن، افغانستان او متحده ایالاتو چارواکو -- د PS752 الوتنې د قربانیانو لپاره د همغږۍ او غبرګون د نړۍ وال ګروپ غړو -- د مرغومي په ۲۶مه په لندن کې په کاناډا هاوس کې سره ولیدل.

دغه ګروپ په یوه اعلامیه کې وویل، ښکېلو لوریو «له ایران سره د همکارۍ د یوه چوکاټ په هکله موافقه وکړه ... چې د ټولو قربانیانو کورنیو او عزیزانو ته نتیجه، حساب، شفافیت او عدالت ورکړي.»

دغه ګروپ همدارنګه غوښتنه وکړه چې «مسؤل کسان د یوې مستقلې جنایي پلټنې له لارې ځواب ورکړي او بیا تر داسې شفافو او بې طرفه عدلي مراحلو چې د دغې پروسې او د بشري حقونو په نړۍ والو معیارونو برابر وي تېر شي.»

ولسمشر اشرف غني د مرغومي په ۲۵مه په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل، «زه تاکید کوم چې ایران د اړتیا وړ ګامونه واخلي ځکه چې زمونږ خلک د شفافیت غوښتنه کوي.»

د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ادریس زمان د غبرګون په ګروپ کې د افغانستان استازیتوب کوي.

په نړۍ والو جنایي محکمو کې قانوني تعقیب

د یوه قرباني کاکا سید احمد حسیني وویل، هغه ایراني چارواکي چې د مسافر وړونکې الوتکې په راغورځولو کې ښکېل دي باید په ایراني محکمو کې نه بلکې په نړۍ والو محکمو کې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

هغه وویل، «هغوی یو جنایت ترسره کړی دی او باید چې سزا ورکړل شي. دا د قربانیانو د کورنیو غوښتنه ده. بل هېڅ شی هم هغوی ته قناعت نشي ورکولی.»

حسیني وویل، «په پيل کې، د ایران حکومت د الوتکې د راغورځېدلو تر شا دلیل پټ کړ، او دغه کار د قربانیانو د کورنیو درد زیات کړ.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي، خو زمونږ غټه غوښتنه دا ده چې هغه جنایتکاران چې په سلګونو کورنۍ یې دردمنې کړې باید تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.»

د هرات ولایت مرستیالې منیسې حسن زاده وویل، «په ایران کې د الوتکې د راغورځېدلو په پېښه کې د ۱۳ افغانانو وژنه دردوونکې ده او مونږ یې غندو. هغه کسان چې دغه برید یې ترسره کړی دی باید مسؤل ونیول شي او د قانون نافذوونکیو او عدلي ادارو له خوا په قانوني توګه تعقیب شي.»

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه کارپوه عبدالقادر کامل وویل، هغه هېوادونه چې اتباع یې د الوتکې د راغورځېدلو په پېښه کې له منځه تللي دي باید ګډ کار وکړي او له ایران سره په نړۍ والو محکمو کې حساب وکړي.

هغه وویل، «د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو له خوا د الوتکې ویشتل یو جنګي جنایت دی، او نړۍ باید هغه له پامه ونه غورځوي. په دې مسئله کې د ایران هېڅ بهانه هم د منلو وړ نه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

احمق ایران چې غوښتل یې له امریکا څخه انتقام واخلي، له خپلو بې ګناه خلکو څخه انتقام واخیست. شرم دې وي په ترهګر ایران باندې. خدای دې ایران وران کړي چې ترهګر په نړۍ کې ورک شي او نړۍ ته سوله او ثبات راشي. خدای دې د ایران امام زمان خراب کړي.

ځواب ورکړئ

ایران او پاکستان باید د ترهګرو په لست کې واچول شي ځکه چې دغه دواړه هېوادونه د زرګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسؤل دي. په سوریه، یمن، لبنان او افغانستان د جګړې اصلي سبب ایران دی. دا په ایران کې د پوځي چارواکو لپاره د شرم خبره ده چې یوه مسافر وړونکې الوتکه یې ونه پیژندله او له میزایل سره یې غلطه کړه او را ویې غورځوله. ایران باید نړۍ والې محکمې ته راکش کړای شي او خلکو ته ځواب ووایي.

ځواب ورکړئ