مظاهرې

د داخلي ترینګلتیاو په ډیریدو سره وسله والو سړیو د ایرانۍ ملېشې قوماندان وواژه

سلام ټایمز او ای اېف پي

په ټولنیزو رسنیو خپور شوی یو عکس ایراني اعتراض کوونکي په داسې حال کې ښیي چې د مرغومي په نیمایي کې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شوي. [آرشیف]

په ټولنیزو رسنیو خپور شوی یو عکس ایراني اعتراض کوونکي په داسې حال کې ښیي چې د مرغومي په نیمایي کې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شوي. [آرشیف]

تهران -- دولتي خبري اژانس اېرنا راپور ورکړ چې د خوزستان په جنوب لوېدیځ ولایت کې د ناپېژاندو بریدګرو له خوا د ایران د بسیجي ملېشې د یوه قوماندان له وژل کېدلو څخه وروسته په ایران کې دننه نا ارامي په ډېرېدلو ده.

فارس خبري اژانس وویل، عبدالحسین مجدمی د سلواغې په ۲مه له ولایتي مرکز اهواز څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره جنوب ته په دارخووین کې له خپل کور څخه بهر «د دوه موټرسایکل سپرو له خوا چې په کلاشینکوف او چره ایز توپک مسلح ول» ووژل شو.

فارس، چې له محافظه کارو سره نږدې دی، وویل چې مجدمي د بسیج غړی وو. بسیج د ایران نظام ته یوه ژمنه ملېشه ده.‌

دغه اژانس د هغه یو عکس چې د اسلامي انقلابي ګارډ په یونیفورم کې دی او رتبه یې جګړني ده، خپور کړی دی.‌

اژانس ويلي، تر اوسه پورې ددې «ترهګریز برید» مسولیت چا په غاړه نده اخیستی.‌

خوزستان د هغو خونړیو لاریونو له مرکزونو څخه یو وو چې د لړم په وروستیو کې د تېلو د بیو د لوړېدلو په ځواب کې نږدې ۱۰۰ ښارونو او مرکزونو ته وغځیدل.

په لندن کې مېشتې د عفوې نړۍ والې ادارې (امنېسټي انټرنېشنل) وویل، د نا ارامیو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې له ۳۰۰ څخه ډېر کسان ووژل شول چې شاوخوا ۴۰ یې په خوزستان کې ول.‌

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر (OHCHR) هم د ایران د رژیم له خوا د بې وسلې لاریون کوونکو پر ضد د ظالمانه ځواک د کارونې خبر تایید کړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر وویل، د بسیجي ملېشې غړي او اسلامی انقلابي ګارډ‌ د لاریون کوونکیو په ویشتلو کې ښکیل وه.‌

په وژل شویو کې لږ تر لږه ۱۳ ښځې او ۱۲ ماشومان شامل ول.‌

نا ارامي ډېره شوې ده

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه یو ځل بیا تېره میاشت وروسته له هغه راوپارېدل چې اسلامي انقلابي ګارډ اعتراف وکړ چې د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه هغوی ویشتلې ده.

دغه اعتراف، او په دې خبرېدلو چې اسلامي انقلابي ګارډ او جیګپوړو ایراني چارواکو د پېښې په هکله دروغ ویلي او هڅه یې کوله چې خبره پټه کړي، د خلکو قهر بیا نوی او په ټول هېواد کې یي بې ساري لاریونونه یي پیل کړل.

ایراني مشران په داسې حال کې چې د خلکو ترمنځ د ناخوښیو د ډېرېدلو او د کمزوري اقتصاد سره مخ دي، هڅه کوي چې خپل کنټرول ټینګ وساتي او په ورته وخت کې د لویدیځ پر وړاندې د یوه ځواکمن په بڼه ځان ښيي.

که څه هم چې وروستي لاریونونه د ایران له خوا د الوتکې د راغورځولو او د ایراني مشرانو له خوا د پېښې د نه مدیریت له امله راوپارېدل، لاکن د ایران د موجودو اقتصادي اندېښنو په رابطه د قهر یو پټ جریان هم په کې دخیل دی.

دغه اقتصادي ستونزې او کورنې نا ارامۍ چې د هغو له امله رامنځټه شوي دي، په وروستیي کړکیچ کې له لویدیځ سره د ایران د رژیم د ټګر اراده ضعیفه کړې وي..

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خدای دې یې په خپلو کې داسې سره وجنګوي لکه لیوني سپي. د دغه ایران او پاکستان له لاسه زمونږ وطن وران او خلک تباه شول.

ځواب ورکړئ