کابل -- د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغان جنګسالار او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار باندې چې پخوا د «نړیوال ترهګر» په نامه یادیده، او په جنګي جرمونو تورن وو، لګیدلي بندیزونه لیرې کړل.
دغه حرکت د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ په سپتمبر کې د سولې په یوې هوکړې پسې وروسته چې حکمتیار ته یې له تیرو سرغړونو څخه قانوني معافیت ورکړ رامنځته کیږي.
دغه هوکړه د بشري حقونو د ډلو له خوا وغندل شوه او د کابل نړیوالو متحدانو له خوا، چې دغو مهمو مذاکراتو ته په افغانستان کې د سولې په لوري د یوه ګام په سترګه کتل کیږي، وستایل شوه.
د ملګرو ملتونو له خوا د جمعې په ورځ /د فبروري ۳مه/ د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، په حکمتیار باندې نور د شتمنیو کنګل کیدا، د سفر بندیز او د وسلو د پیر او پلور بندیز د اعمال وړ نه دی.
دغه حرکت له تیوریکي پلوه، د حکمتیار لپاره داسې لارې پرانیزي چې په ایران او بیا په پاکستان کې له دوه لسیزو تبعید څخه وروسته کابل ته بېرته راستون شي. د هغه اوسني ځای ځایګی معلوم نه دی.
د حکمتیار سر مرکچي محمد امین کریم وویل، «دا د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې د هوکړې یو مهم ټکی دی،»
هغه ای ایف پي ته وویل، «دا د حکومت او حزب اسلامي له خوا ژمنتیا ښیي چې د سولې دا لاره تعقیب شي.»
هغه طالبانو ته په اشارې وویل، دا به همدارنګه «دا دروازه پرانیزي» چې د سولې پروسه چټکه کړي او په افغانستان کې «نورو جنګیالیو ته یو قوی سګنال» ورکړي.
هغه وویل، دا تصمیم ښیي چې «د سوله ییز حل یوازنۍ کیلي په بین الافغاني مذاکراتو کې ده، هسې چې بهرنۍ مداخله په کې نه وي.»
له بندیزونو څخه وروسته، حکومتي چارواکي تمه لري چې حکمتیار کابل ته راستون شي.
کریم وویل، «مونږ تل ویل چې د حکمتیار راستنیدا به د بندیزونو لیرې کیدلو پورې نه وي تړلې، خو دا ښکاره خبره ده چې دا کار به یې اسانه کړي.»
حکمتیار په ۱۹۸۰مو کلونو کې د شوروي اتحاد ضد یو مهم قوماندان او د ۱۹۹۰مو کلونو په کورنیو جګړو کې یوه مهمه څیره وه، او دا هغه وخت وو چې حزب اسلامي په دې تورن وو چې په بې توپیره ډول یې په کابل راکټونه ورول، او نورې بشري سرغړونې یې هم کولې.
د حزب اسلامي وروستۍ لویه حمله په کابل کې یوه موټربمي حمله وه چې د ۲۰۱۳ په می کې ترسره شوه او ۶ امریکایي پوځي سلاکاران او ۹ افغان ملکیان یې ووژل. د ۲۰۱۲ په سپتمبر کې، د حزب اسلامي یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې یوه ۱۸ کلنه ښځه وه، ۱۴ کسان چې په کابل کې په یوه میني بس کې سپاره ول، ووژل.
حزب اسلامي هڅه کوي چې په خلکو کې د حکمتیار تصویر بیا ورغوي.
حکمتیار همدارنګه هوډ څرګند کړی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ «د سولې د مرکچي» په توګه به عمل وکړي. په سپتمبر کې، هغه په طالبانو تاکید وکړ چې د پخلاینې لاره ونیسي.
د سولې او ثبات لپاره هیله
افغان سیاستوالو او نورو د ملګرو ملتونو د پریکړې هرکلی وکړ
د عدالت د سیاسي ګوند مشر عبدالرشید ایوبي سلام ټایمز ته وویل، «له حکمتیار څخه د بندیزونو لیرې کیدا به په افغانستان کې د سولې په روانه پروسه کې مرسته وکړي،»
هغه وویل، «دا به هیله رامنځته کړي او د یاغیانو او د حکومت تر منځ به اعتماد جوړ کړي،» او زیاته یې کړه چې دغه حرکت به یو څه ثبات راوړي.
هغه وویل، «مونږ خوښ یو چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته کوي او په هیواد کې سولې ته انکشاف ورکوي.»
د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په یوه خبرپاڼه کې چې سلام ټایمز ته رارسېدلې ویلي، حکومت د سولې روانې پروسې او له ټولو یاغي ډلو سره د سولې خبرو ته ژمن دی. هغه وویل، له حکمتیار څخه د بندیزونو لیرې کول د هغې ژمنتیا د ثابتولو په لاره کې لومړی ګام دی.
هغه وویل، د سولې په پروسه کې د حکمتیار ښکیلتیا به افغانستان ته د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.
د کابل پوهنتون یوه ۲۵ کلن محصل سلطان عزیز له دې خبرې سره موافقه وښودله.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «بې له شکه، دا به نور یاغیان دې ته تشویق کړي چې تسلیم او د سولې خبرو سره یوځای شي،»
له کابل څخه اعزازالله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.