کوېټه -- د دفاعي او سیاسي چارو شنونکي وایي، د تهران دا هڅې چې په پاکستان کې ملاتړ ترلاسه کړي -- چې په دې وروستیو کې د کویټې او د هیواد له نورو برخو څخه د محمد محقق له لیدنې سره تر سترګو شوي -- له ناکامۍ سره مخامخ کیږي.
په راولپنډۍ کې یوه جیګپوړي استخباراتي چارواکي وویل، محقق، چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر دی، او د یوه ۱۰ کسیز هیئت مشري یې کوله د مرغومي په ۲۳مه د پنځو ورځو په مخه د پاکستان په سفر راغی.
یاد چارواکي د نوم د پټ ساتلو په شرط وویل، دغه هیئت «نه یوازې دا چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له جیګپوړو حکومتي چارواکو سره ولیدل، بلکې همدارنګه یې له څو مخورو شیعه سیاسي او مذهبي مشرانو سره چې تل یې دلته د ایرانیانو د ګټو لپاره کار کړی دی، ولیدل.»
هغه وویل، «ایران د امریکایي بندیزونو له امله په بېلابېلو برخو کې له بحران سره مخامخ دی،» او زیاته یې کړه چې، «داخلي اختلافاتو په سیمه کې د ایران ستراتیژیکو ګټو ته دروند تاوان وراړولی دی.»
هغه وویل، «د ایراني قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدلو څخه وروسته، د ایران حکومت له نږدې څخه کار کوي چې د خپلو راتلونکو ستراتیژیکو هدفونو د تعقیبولو لپاره خپل نایب ګروپونه سره یو لاس کړي؛ له دې امله، د محقق په مشرۍ هیئت هلته تللی وو چې لابي وکړي.»
سلیماني چې د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک قوماندان وو د مرغومي په ۱۳مه د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې په عراق کې ووژل شو.
د متحده ایالاتو حکومت د تېر غوایي په میاشت کې اسلامي انقلابي ګارډ د یادې ډلې له خوا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د لسیزو اوږدو ناوړه فعالیتونو ترسره کولو څخه وروسته یو ترهګر سازمان ونوماوه.
دغه چارواکي وویل، «په پاکستان او افغانستان کې لاسوهنه د ایران د بهرنۍ پالیسۍ یوه نه بېلېدونکې برخه ده. ایران غواړي چې د مذهبي جوړجاړي او اسلامي ورورولۍ تر پردې لاندې زموږ په سیاست کې خپلې ریښې قوي کړي.»
هغه وویل، «زموږ دفاعي او ملي امنیتي پالیسۍ ډېرې څرکندې دي، او اړوند مقامات له نږدې څخه یوځای کار کوي چې هر بهرنی نفوذ شنډ کړي. زما د قضاوت په اساس، هغه اصلي سبب لپاره چې دغه هیئت پاکستان ته رالېږل شوی وو یو مخ ناکام شوی دی.»
د ایران پلوي فکر ملاتړ کول
عیني شاهدانو وویل، محقق د ۱۳۹۷ د لیندۍ په میاشت کې د افغانستان د اجرائیه رییس د مرستیال په توګه د کار کولو پر مهال، په تهران کې د اسلامي یووالي په ۳۲م نړۍ وال کانفرانس کې برخه واخیستله، چې هلته یې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي سره وکتل او په ښکاره یې د افغان ضد فکر ملاتړ وکړ.
هغه ادعا وکړه چې افغانان په لویه کچه په سوریه او عراق کې د ایران د رژیم د جګړې ملاتړ کوي او دغه جنګ یې «جهاد» وباله. نوموړي په اسلامي مشرانو باندې تاکید وکړ چې د ایران د پوځي هدفونو ملاتړ وکړي.
په کانفرانس کې د خبرو کولو پر وخت، محقق سلیماني او په افغانستان کې د ایران لاسوهنه دواړه وستایل.
هغه د ایران له خوا، په سوریه کې د اسلامي انقلابي ګارډ د فاطمیون لوا تر بیرغ لاندې د جنګ کولو لپاره، د افغان «جنګیالیو» له استخدام څخه ملاتړ څرګند کړ.اسلامي انقلابي ګارډ همدارنګه پاکستانی شیعه ګان استخداموي چې په سوریه کې په زینبیون غونډ کې د ایران د پوځي ګټو لپاره د اجیرانو په توګه جنګ وکړي.
امریکاغږ د محقق له قوله راپور ورکړ چې ویې ویل، «زه د عراق، سوریې، افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو برخو له ټولو جنګیالیو څخه چې په دغو جګړو کې یې برخه واخیستله، مننه کوم.»
له هغه څخه وروسته د ۱۳۹۷ د مرغومي په میاشت کې، ولسمشر اشرف غني محقق د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د مرستیالۍ له موقف څخه لیرې کړ.
د افغانستان د خوست ولایت یوه سوداګر او د افغانستان د ولسي جرګې کاندید اختر زمان رییسي وویل، «د محقق په مشرۍ ګوند په فاطمیون لوا کې د افغان شیعه جنګیالیو د استخدام یو له تر ټولو غټه اسانوونکیو څخه دی.»
هغه وویل، «ایران هڅه کوي چې په سیمه کې د خپلو نایبانو رول قوي کړي... او په افغانستان کې د ایران په رول باندې تل سخت انتقادونه کیږي.»
د تهران لابي ګري په پاکستان کې ښه ونه ګڼل شوه
په اسلام اباد کې د ملي دفاعي پوهنتون د سولې او جګړې د څېړنو په ډیپارټمنټ کې د پروفیسر مرستیال رشید احمد وویل، د پاکستان په کورنیو چارو کې د ایران نفوذ ته په ښه سترګه نه کتل کیږي.
هغه وویل، «د دې کتنې هدف وار له مخه ناکام شوی دی ځکه چې محمد محقق بریالی نشو چې په پاکستان کې د ایران لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.»
احمد وویل، «پاکستان وار له مخه د خپل خارجه دفتر له لارې اعلان کړی دی چې دغه هېواد به په هر سیمه ییز کړکیچ کې بې پرې وي.»
هغه زیاته کړه «د دې سیمې سیاسي سناریو له یوې ورځې څخه بلې ته بدلیږي، او د سیمې د شخړو عواقب ټولو ګاونډیو هېوادونو ته دروند تاوان ور رسوي.»
په بهر کې د پاکستاني بلوچانو د اتحاد مرستیال میر خدابخش مري وویل، «د سیاسي او امنیتي شرایطو د بدلون له امله، د سیمې ټول هېوادونه په خپلو بهرنیو سیاستونو باندې بیاکتنه کوي.» دغه سازمان چې په پاکستان او بهر دواړو کې څانګې لري د بلوچانو د جدایي غوښتنې په وړاندې مبارزه کوي.
هغه وویل، «له پاکستان څخه د محقق په مشرۍ هیئت وروستۍ لیدنه کیدای شي د دغو پرمختګونو یوه برخه وي.»
هغه وویل، «یو ثابت او پرمختللی امنیتي وضعیت تل د هر هېواد د ستراتیژیکې پالیسۍ یوه مهمه برخه ګڼل کیږي. دا چې پاکستان د افغانستان د سولې پروسه کې مهم رول لري... ایران د خپلو ملاتړ شویو ګروپونو له لارې په پاکستان کې لابي کوي چې په دغو مذاکراتو کې د ایران ګټې پیاوړې کړي.»
هغه وویل، «له ټولو هڅو سره سره، داسې ښکاري چې د محقق په مشرۍ وروستی تللی هیئت د ایران لپاره په لابي ګرۍ کې ناکام شوی دی.»
مري وویل چې په پاکستان کې به هېڅ داسې ګروپ چې د بهرنیانو د ګټو لپاره لابي ګري کوي بریالی نشي، او زیاته یې کړه چې په پاکستان کې د ایران پلوی فکر په اسانۍ سره نه منل کیږي.
هغه وویل، «پاکستان هېڅکله هم نشي کولی چې د کومو بهرنیو ګټو لپاره په خپله ملي امنیتي پالیسۍ باندې جوړجاړی وکړي.»
ایران اړتیا نه لري. تاسو هسې خپل ځان په تکلیف کوئ. احمق خبریال ههههههههه! هغه پاکستان ته د دې لپاره لاړ چې د ایران لپاره کار وکړي. هههههههه
ځواب ورکړئ12 تبصره
ډېرې داسې نقطې شته چې کېدای شي ورته وکتل شي یا عکس العمل پرې ښکاره شي. مهمه دا ده چې لیکوال د اکاډمیک استدلال پرځای خپلې قومي او سمتي کرکې څرګندې کړي دي. د مثال په توګه، تاسو باید په عین کانفرانس کې د ارواښاد مجددي خبرې واورئ چې په لا ډېره له تاوتریخوالي ډکه لهجه یې خبرې وکړې، او هغه ډلې یې چې په سوریه کې جنګ کوي د محقق په نسبت ډېرې وستایلې. دویمه مسئله د پښتنو اورپکو ده چې د یمن، سوریې او عراق په جګړو کې د هزاره اورپکو په نسبت ډېر استعمالیږي. وروستۍ خبره، دلته پوښتنه دا ده چې آیا د داعش پر ضد جګړه کول ګناه ده که یو روا کار؟
ځواب ورکړئ12 تبصره
دا ډېره اسانه ده چې د دې خبرونو دروغ معلوم شي. تاسو احمقان فکر کوئ چې د ایران ټول قوت سلیماني وو؟ او تاسو فکر کوئ چې ایران دومره کمزوری کار کوي چې د هغه له مرګ څخه وروسته خپل نایب ځواکونه نشي ساتلی؟ په حقیقت کې، تاسو د داسې خبرونو د لیکلو لپاره د چټلې امریکا ډالر یا د سعودي کم اصل سړي ترلاسه کړي دي.
ځواب ورکړئ12 تبصره
دا یو حقیقت دی چې ایران له افغانانو څخه په بېلابېلو بڼو د سون د لرګیو په توګه کار اخلي. له بده مرغه چې ښاغلی محقق په دې ناوړه کار کې یوه خطرناکه وسیله ده. ایران د بشریت په ویجاړولو کې چې د هغه له صدایت څخه منشأ اخلي هېڅ هڅې نه درېغوي. ایران د اسراییلو په څېر د سیمې لپاره یوه مرګونې ناروغي ده.
ځواب ورکړئ12 تبصره
زه په هغه وخت باندې افسوس کوم چې تاسو د داسې یوې بې بنسټه او بې فایدې تحلیل په ترسره کولو باندې لګولی دی.
ځواب ورکړئ12 تبصره
محقیق ته ډیر د شرم ځای ده چی دی بل هیواد ګټو لپاره لابی ګری کوی.
ځواب ورکړئ12 تبصره
محقیق د لسیزو را په دی خوا د ایران جاسوس ده او دی دغه هیواد جاسوسی کوی.
ځواب ورکړئ12 تبصره
دا لیکنه له حقیقت څخه لیرې ده، او طرف په کې نیول شوی دی.
ځواب ورکړئ12 تبصره
دا لیکنه یو طرفه او غیرحقیقي ده، او لیکوال یې نه دی توانېدلی چې خپله ژورنالستیکه وظیفه ترسره کړي. ۵۸۰۳۸
ځواب ورکړئ12 تبصره
په دې لیکنه کې، د حقیقت پرځای اغراق ډېرشوی دی.
ځواب ورکړئ12 تبصره
دا یوه د زړه له تله هیله ده چې یوه ورځ داسې قانون جوړ شي چې د محقق او نورو اجیرانو په څېر خاینان په سملاسي توګه اعدام کړي.
ځواب ورکړئد عبدالرحمان خان دوره به بیا راستنه نشي، او تاسو به خپله هیله قبر ته وېسئ.
ځواب ورکړئ12 تبصره