زده کړه

اقتصادي ستونزو او د ښځو پر زده کړو بندیز د تخار په خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو د پرېښودلو کچه لوړه کړې ده

د محمد قاسم راپور

په عکس کې چې د مرغومي په ۱۴مه اخیستل شوی، د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د پیمان د لوړو زده کړو موسسې محصلان لیدل کیږي. [عکس پیمان د لوړو زده کړو موسسې اخیستی دی]

په عکس کې چې د مرغومي په ۱۴مه اخیستل شوی، د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د پیمان د لوړو زده کړو موسسې محصلان لیدل کیږي. [عکس پیمان د لوړو زده کړو موسسې اخیستی دی]

تخار -- په تخار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د ۱۴۰۰ له زمري راهیسې د محصلانو د شمولیت په کچه کې چټک کمی راغلی، چې ځینې موسسې د محصلانو په شمېر کې د ۸۰٪ کمي راپور ورکوي.

هغوی وویل، د زده کړو د پرېښودلو د کچې لوړوالی د دې ولایت د اقتصادي وضعیت، روانې سیاسي بې ثباتۍ او د ښځو پر زده کړو د محدودیتونو له امله دی.

د سعادت لار خصوصي پوهنتون رییس عبدالمعروف عارفي سلام ټایمز ته وویل، چې د ۱۴۰۰ کال تر زمري پورې دغه پوهنتون ۳۵۰۰ محصلان درلودل، چې یوه برخه یې نجونې وې.

هغه وويل، خو له بده مرغه اوس نجونې د زده کړو حق نه لري.

افغان ښځو د تلې په ۲۶مه مه په کابل کې د کابل پوهنتون مخې ته د یوه لاریون په ترڅ کې شعارونه پورته کړي دي. [ای اېف پي]

افغان ښځو د تلې په ۲۶مه مه په کابل کې د کابل پوهنتون مخې ته د یوه لاریون په ترڅ کې شعارونه پورته کړي دي. [ای اېف پي]

هغه وویل، «اوس مونږ یوازې ۷۰۰ محصلان لرو، چې څلور برابره کم شوي دي.»

عارفي وویل، د مغزونو فرار، د کورنیو د بې وزلۍ زیاتوالی، د ښځو پر زده کړو بندیز، د انګېزې نشتوالی او په هېواد کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله د ځوانانو نهیلي له خصوصي تحصیلي موسسو څخه د وتلو لاملونه دي.

هغه وویل، «اوس په هغو ټولګیو کې چې یو وخت په کې ۵۰ تنه محصلان ناست ول، ۱۰ تنه محصلان درس وایي. ځینو خصوصي پوهنتونونو یا خپل فعالیتونه ځنډولي یا د خرڅانه لپاره وړاندې کړای شوي دي.»

عارفي زیاته کړه، «مونږ غواړو چې د نجونو پر زده کړو بندیز لیرې شي، څو خصوصي تحصیلي ادارې بیا پر خپلو پښو ودرېږي،»

په تخار کې د پیمان د لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال ذبیح الله خالد هم پر روان وضعیت اندېښنه وښوده.

هغه وويل، وروستيو پرمختګونو پر تعليمي ادارو منفي اغېز کړى او د ښځو پر زده کړو بنديز او اقتصادي ستونزې د زده کړو پر وړاندې د ځوانانو د بې غورۍ ځینې لاملونه دي.

هغه وویل، «زمونږ انسټیټیوټ د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې څخه مخکې له ۱۰۰۰ څخه ډېر زده کونکي درلودل، لاکن اوس دا له ۲۰۰ څخه ډېر نه دي، چې په شمولیت کې ۸۰٪ کموالی رامنځته شوی دی،»

هغه زیاته کړه، «ډیری ځوانان په زده کړو باندې د محدودیتونو له کبله له هېواد څخه وتښتېدل، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون پرېښود،»

هغه وويل، «خلکو له زده کړو سره لېوالتيا له لاسه ورکړې او هرڅوک هڅه کوي چې ډوډۍ پيدا کړي». هغه خبرداری ورکړ، چې که وضعيت همداسې دوام وکړي، ښايي د هېواد پاتې تعليمي ادارې هم وتړل شي.

خو خالد زیاته کړه چې هغه هیله من دی چې «دا ننګونې به حل شي او مونږ به د لوړو زده کړو موسسو کې د ځوانانو پیاوړي حضور وګورو».

ویجاړ شوي خوبونه

۲۴ کلنه ملالۍ شریفي چې یو وخت د تخار پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دریم کال محصله وه، اوس د نهیلۍ او بې وسۍ شپې سبا کوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زما تر ټولو لوی خوب دا و چې قاضي شم او د خپل هېواد د ښځو خدمت وکړم، چې حقونه یې تل تر پښو لاندې شوي، خو زما ټولې هیلې او خوبونه له منځه لاړل،»

شریفي وویل، «د نجونو پر لوړو زده کړو له بندیز څخه وروسته، زه مجبوره وم چې په کور کې پاتې شم او خپل دردونه یوازې و زغمم،»

هغې وويل، «زما په څېر، په سلګونو زره نورې نجونې له زده کړو بې برخې شوياو د خپل کور په څلورو ديوالونو کې د نهیلۍ او بې وسۍ په نړۍ کې ژوند کوي،»

نوروز اعتبار چې ۲۵ کاله عمر لري او د تخار په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال محصل و، وویل، «زما فراغت ته یو کال پاتې و، خو شرایطو او د کورنۍ اقتصادي وضعیت زه دې ته اړ کړم چې خپلې زده کړې پرېږدم،»

هغه زیاته کړه، «ما په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه او د ماسپښین له مخې درس ته تللم. کله چې ما د زرګونو نورو ځوانو [افغانانو] په څېر خپله دنده له لاسه ورکړه، نور مې نشوای کړای چې د خپلو زده کړو لګښت پوره کړم.»

هغه وويل، «که دا ناڅاپه بدلون زمونږ په هېواد کې نه واى راغلی، ما به خپله دنده له لاسه ورکړې نه واى او پر ځاى به مې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى واى او داسې يو مسلکي ځوان به راڅخه جوړ شوی وای چې هېواد ته به مې خدمت کولی،»

ناڅرګند راتلونکې

یو شمېر شنونکي او استادان د خصوصي تحصیلي موسساتو سقوط د هېواد راتلونکي ته جدي ګواښ بولي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي علي احمد مخدوم وویل، که خصوصي تعلیمي ادارې له بشپړ زوال سره مخامخ شي، د ټولنې نیمه برخه به له زده کړو بې برخې شي، ځکه دولتي پوهنتونونه د ننني نسل اړتیاوې نشي پوره کولی.

مخدوم وویل، «خصوصي تعلیمي موسسو په تېرو دوو لسیزو کې د پام وړ وده کړې، او په میلیونونو افغانانو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړې کولې. د زده کړو کچه د پام وړ لوړه شوه، ځکه چې په زرګونو ځوانانو وکړای شوای چې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا ډګریانې ترلاسه کړي.»

هغه خبرداری ورکړ، که اقتصادي وضعیت خراب شي او په خصوصي موسسو کې زده کړې ناشونې شي، نو دا سکټور به له کاره وځي، بېکاري به لاپسې زیاته شي او ټولنه به نوره هم د بېوزلۍ کندې ته ولوېږي.

د کندوز پوهنتون استاد محمد علي محمدي سلام ټایمز ته وویل، چې اوس مهال لوستي ځوانان مناسب کاري فرصتونه نه لري.

هغه وويل، «ځوانان د کار امنيت نه لري، او فقر او وزګارتيا د ماسټرۍ او دوکتورا لرونکیو، استادانو او اشرافو په شمول يو شمېر لوستي افغان ځوانان دې ته اړ کړي چې په کوڅو کې د شیانو خرڅولو په شمول کوچني کارونه ترسره کړي،»

محمدي د چنګاښ په ۲۰مه وویل، «د تېرې میاشتې تر وروستیو پورې زما په ټولګي کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې محصلانو زده کړې کولې، خو اوس دا شمېر نیمايي ته راټیټ شوی دی،»

هغه وویل، «په هېواد کې ناڅرګند سیاسي او اقتصادي وضعیت د ځوانانو انګېزه له منځه وړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا څرګنده خبره ده چې بېکاري او د کاري فرصتونو نشتوالی د ډیرو ستونزو لامل شوي دي. په دې بې وزلو سیمو کې پوهنتونونه او خصوصي ښوونځي له منځه تللي دي ځکه خلک له مالي پلوه له ستونزو سره مخامخ دي او نشي کولی خپل ماشومان په پوهنتونونو او خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي. وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي. پخوا به د نجونو لپاره ښکلي او ارام پوهنتونونه او ښوونځي موجود ول، لاکن اوس چې د ښځو لپاره هغه محدودیتونه نرم شوي، حالات نور هم خراب شوي دي. څو چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړل شي، کارونه به ګډوډ او خراب وي.

ځواب ورکړئ

د زده کړو لیوالتیا کمه شوې او خلک بې وزله شوي دي. د هغوی ټولې هڅې د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره دي. د پوهنتون ۵۰ سلنه محصلین نجونې وې. اوس دوی د زده کړو حق نه لري. هیڅ کار نشته. ټول خلک بې روزګاره دي. نو، څنګه کولی شي د پوهنتون لپاره پیسې ورکړي؟ ډېرو هلکانو په قاچاقي لارو هېواد پریښود، او بهر ته لاړل. نیمایي یې په دولتي پوهنتونونو کې ونیول شول. له همدې امله په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو سلنه کمه شوې ده.

ځواب ورکړئ

نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کانکور ازموينه بهیر پيلېږي چې نجونې حق نلري پدې ازموينه کې برخه واخلي. او دا حق ځکه ترې اخيستل شوی دی چې د يو چا يا يوې ډلې په مزاج تعليم او تحصيل برابر ندی او په وچ زور او ظلم يې د نجونو د تعليم او تحصيل مخه نيولې ده، کنه تر نن پورې يې يو نقلي يا عقلي دليل ندی راوړل شوی. تېر کال يې د نجونو لپاره د تحصيل څانګې محدودې کړې او سږ کال يې له تحصيل او ازموينې بالکل محرومې کړې. يوه بله جالبه پکې دا ده چې: دوی تر دا تېرې مياشتې پورې هم په نجونو د کانکور ازموينې فورمې وېشلې او په هره فورمه يې له دوی د ۵۰۰ افغانۍ شا او خوا فيس هم اخيست؛ همدا ډول فورمې په ۱۴ پاسانو هم وېشل کېدې چې له تېر کال راهيسې پر دوی د کانکور ازموينې فورمې وېشل کېږي، فيس يې ترې اخيستل کېږي خو بيا له ازموينې او تحصيل محرومې دي. که له درس او تحصيل يې محروموئ نو دا فورمې ولې پرې وېشئ او فيس يې ولې اخلئ!؟ سره لدې چې پوهېږئ ازموينه ترې نه اخيستل کېږي خو بيا هم فيس ترې اخلئ، دا درته حرامې نښکاري!؟ هغوی چې د ښو ورځو د راتګ خبره يې کوله او ټولو ته يې ويل چې حوصله وکړئ؛ لا هم حوصله لرئ!؟ يا مو زړه خوړين دی.‌

ځواب ورکړئ

تاریخ به د افغانستان نارینه قشر هېڅکله ونه بخښي چې دوی د خپل وطن د معصومو نجونو د زده کړو لپاره د ښوونځیو و پوهنځیو د خلاصولو او د رڼا د دښمنانو په مقابل کې ونه درېدل. په استثنایي توګه ځینو ځوانانو په دې برخه کې قرباني ورکړه؛ خو متحد او ځواکمن خوځښت څنګه چې اړتیا وه، هسې ونشو. د معارف د دښمنانو د جبر او بربریت دا تاریکه دوره به ډېر ژر غروب وکړي او باور لرو چې پر وطن به یو ځل بیا د رڼا ځلېدونکي ستوري را هسک شي.

ځواب ورکړئ