زده کړه

د ښوونې او روزنې په برخه کې د ملګرو ملتونو ملاتړ په بدخشان کې بې ځایه شوي ماشومان هیله من کړي

د محمد قاسم راپور

زده کوونکي د وري په ۵مه د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد په وکيل اباد کلي کې ځانونه د عکس اخیستنې لپاره چمتو کوي. [یو اېن اېچ سي آر]

زده کوونکي د وري په ۵مه د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد په وکيل اباد کلي کې ځانونه د عکس اخیستنې لپاره چمتو کوي. [یو اېن اېچ سي آر]

بدخشان -- د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو له ۵۰۰ څخه ډېرو ماشومانو ته د زده کړو فرصت برابر کړی دی.

دغه ماشومان د کندوز او تخار ولایتونو اوسېدونکي دي او په تېرو دوو کلونو کې د جګړو له امله له خپلو کورنیو سره بې ځایه شوي دي.

یادې ادارې د وري په ۵مه پر فیسبوک وویل، بې ځایه شوي زده کوونکي ټول په موقتي توګه په هغو کورونو کې زده کړې کوي چې یو اېن اېچ سي آر په درسي ټولګیو باندې بدل کړي دي.

د فیض اباد ښار په اتمه ناحیه کې د شېرخان ابتدایه ښوونځي مدیر باز محمد سروري وویل، «دغې موسسې له لومړي څخه تر پنځم پورې ۱۱ ټولګي پیل کړي چې ۵۱۲ نجونو او هلکانو ته په کې د شپږو ښوونکیو له خوا تدریس کیږي.»

هغه وويل، «موږ دا ټولګي د وري په لومړیو کې پيل کړل او زده کوونکو ته د پوهنې وزارت د نصاب له مخې درس ورکوو،»

هغه وویل، «زیاتره ماشومان چې نوم لیکنه کوي... د هغو ۱۲۰۰ کورنیو څخه دي چې د ښوونځي په شاوخوا کې ژوند کوي. هغوی په هېواد کې دننه بې ځایه شوي، چې کورنۍ یې د کتابونو، کتابچو، قلمونو او نورو شیانو د اخیستلو وس نه لري.»

یو اېن اېچ سي آر کتابونه او درسي مواد برابر کړل.

یو اېن اېچ سي آر وویل، «د بدخشان د وکيل اباد کلي زده کوونکي د نوي تعلیمي کال لپاره ښوونځي ته د ور ستنېدلو لپاره لیوال دي.»

هغې وویل، «دا ماشومان، چې ډېر یې له داخلي بې ځایه شویو کورنیو یا هغو کورنیو څخه دي چې په دې وروستیو کې کلي ته راستانه شوي دي، په موقتي توګه په ټولګیو بدل شويو کورونو کې زده کړې کوي.»

راتلونکي ته هیله

ماشومانو د یو اېن اېچ سي آر په نوښت خوشحالي څرګنده کړه او ويې ويل چې د بې ځايه کېدلو له امله ترې ښوونځیو ته تګ پاتې دی.

دیارلس کلنې مولودې چې کورنۍ یې د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وویل چې دوه کاله ترې ښوونځی پاتې شو، خو هیله لري چې تر دولسم ټولګي پورې خپلې زده کړو ته دوام ورکړي.

د مولودې کورنۍ د ۱۴۰۰ د غبرګولي په میاشت کې د جګړو او ناامنیو له وجې فیض اباد ښار ته را کډه شوې وه. هغه اوس د شېرخان لومړني ښوونځي کې زده کړې کوي.

هغې چې د پنځم ټولګي زده کوونکې ده، وويل، «زما له سترو ارمانونو څخه یو دا دی چې ډاکټره شم، خو په تېرو دوو کلونو کې ښوونځی رانه پاتې شو.»

هغې وویل، «زه اوس خوشحاله یم چې د زده کړو لپاره زما هیله په حقیقت باندې بدله شوې ده.»

هغې زیاته کړه، «زه هیله لرم چې ژر تر ژره د نجونو لپاره ښوونځي پرانستل شي چې په راتلونکي کې زموږ ټولې خویندې وکولی شي خپل هیواد ته خدمت وکړي.»

د کندوز ښار د کارته فیض اباد اوسېدونکی سلطان محمد چې ۱۲ کاله عمر لري، هم د ۱۴۰۰ د غبرګولي په میاشت کې د جګړو، ناامنیو او بېکارۍ له امله له خپلې کورنۍ سره فیض اباد ښار ته کډه شو.

هغه وويل، «که امنيت ښه واى او له خپلې سیمې څخه نه واى راوتلي، اوس به په شپږم ټولګي کې وم، خو اوس بايد په څلورم ټولګي کې زده کړې وکړم.»

سلطان وويل، «موږ خوښ يو چې خپلې زده کړې بيا پيل کړو، خو موږ زياتو اسانتياوو او توکو ته اړتيا لرو.»

هغه وويل، نږدې ۵۰ زده کوونکي په يوه وخت کې په يوه خونه کې زده کړه کوي، او دا ګڼه ګوڼه ښايي د هوا په ګرمېدلو سره د هغوی روغتيا له ګواښ سره مخامخ کړي.

ښوونه او روزنه لومړیتوب

چارواکي وايي، یوه ورځ به د ښوونځیو مناسبې ودانۍ جوړې شي.

د بدخشان د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس محمد یونس جهادمل وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري د ودانیزو معیارونو سره سم د ۱۲ درسي ټولګیو په لرلو سره د دوو کانکریټي ښوونځیو د جوړولو لپاره بودیجه برابره شوې ده.

هغه وويل، «له نېکه مرغه، دا ښوونځي به د فيض اباد ښار په اتمه او لومړۍ ناحيه کې جوړ شي، چې زياتره به د بې ځايه شويو کورنيو ماشومان په کې زده کړې وکړي،» او زياته یې کړه چې ډېر ژر به يې د جوړېدلو چارې پيل شي.

هغه وويل، «موږ د مرستندويو ادارو له چارواکو او استازو سره څو ناستې درلودلې. د بې ځایه شویو خلکو او د هغوی د ماشومانو ملاتړ، په ځانګړې توګه د زده کړو لپاره، په هره کچه چې وي د هغوی لومړیتوب دی.»

جهادمل وویل، د بدخشان د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د نړۍ والو مرستندویو ادارو په همکارۍ ۴۰۰ نورو بې ځایه شویو ماشومانو ته د زده کړو فرصت برابر کړی دی.

نوموړي وویل، دوی یو شمیر بې ځایه شوي ماشومان د روغتیا ریاست او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته هم راجع کړي څو د هغوی روغتیایی ستونزې حل کړي او د تذکرو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بې ځایه شویو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې پروګرام ښه کار دی، او مونږ یې په جدي توګه اخلو ځکه چې د دې هیواد د بدبختۍ د پای ته رسولو یوازینۍ لار زده کړه ده. مونږ په دې برخه کې له ملګرو ملتونو څخه مننه کوو او غواړو چې دا پروګرام د افغانستان ټولو ولایتونو ته ورسوي.

ځواب ورکړئ

دا د خوشحالۍ خبر دی چې ملګرو ملتونو د کندز او تخار ولایتونو د بې ځایه شویو خلکو لپاره د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د ۵۰۰ ماشومانو لپاره درسي خونې چمتو کړي دي، خو افغانان له خپلو حکومتونو د خپلو ماشومانو د راتلونکي د جوړولو لپاره هیڅ تمه نه لري. مونږ افغانان د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن يو چې زمونږ د ماشومانو برخليک به څه وي؟! په تېرو دوو کلونو کې زده کوونکي په سمه توګه ښوونځيو ته نه ځي او ښوونکي په سمه توګه درسونو ته نه حاضرېږي. که یو محصل دوه کاله زده کړه ونه کړي، فکر وکړئ چې د زده کړې شوق به د زده کوونکي په ذهن کې روغ پاتې نشي. زه د امارت له حکومت څخه غوښتنه کوم چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو پرانستلو له سره غور وکړي او اجازه ورکړي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

ځواب ورکړئ

بدبختانه چې زمونږ خلکو خپل موجود او راتلونکي نسلونه خراب کړل. زمونږ خلکو او بالخصوص مشرانو د پردیو د ګټو لپاره خپل وطن وران کړ. دا د خوښۍ خبره ده چې دې موسسې د ماشومانو لپاره تعلیمي فرصت برابر کړی دی. افغانستان ته چې هره اونۍ/میاشت د څلوېښتو میلیونو ډالرو بستې راځي، دا باید د جنګ د اسونو د چاغولو لپاره ونه لګول شي. دا پیسې باید د افغانستان د تعلیمي، زراعتي، اقتصادي ښېرازۍ لپاره ولګول شي. له اوسنیو جریانونو څخه داسې ښکاري چې له خارج نه راتلونکي پیسې په مرموزو هدفونو باندې لګول کیږي. که نه وي، په څلوېښت میلیونو ډالرو د افغانستان تعلیمي نظام د پوره یوه کال لپاره چلېږي. زه یو ځل بیا د یوه افغان په توګه له یونیسف، ډبلیو اېف پي، او نورو موسساتو څخه چې په افغانستان کې د بیارغونې او په ځانګړې توګه د تعلیم او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کار کوي، مننه کوم. د جمهوریت د شل کلنې دورې په ترڅ کې یو ایس ای آی ډي په افغانستان کې ډېر پرمختیایي کارونه ترسره کړل لاکن داسې ښکاري چې اوس یاده موسسه په افغانستان کې فعالیت نه کوي، یا دا چې فعالیتونه یې رسنیو ته نه راوځي. یو شی چې باید ذکر یې وشي هغه دا دی چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې تقریبا ټول حکومتي سیستم غل و او علت یې دا دی چې د حکومت ډېره برخه د پخوانۍ شمال ټلوالې د جنګسالارانو په لاس کې و او هغه خلک له ځایه او مسلکي غله دي. لاکن اوس د سلام ټایمز او نورو رسنیو له راپورونو داسې ښکاري چې هغه پروژې چې پخوا به په یو میلیون ډالرو تطبیق کېدلې هغه اوس په یو لک ډالر تطبیق کیږي. لطفا د بیارغونې لپار کار ګړندی کړئ. په احترام

ځواب ورکړئ

دا ماشومان زموږ د سبا استازي دي. دا ګلالي ماشومان زموږ لپاره د لمر حیثیت لري. دوی زموږ د وطن د ښو ورځو جوړولو زیري له ځآن سره لري. دوی زموږ د نسلونو لپاره رڼايي ده. دوی به رڼا رڼا او زموږ لپاره سحر سحر شي. خو ای کاش چې له دوی څخه لکه زموږ په څېر د اور د لمبو لپاره ګټه وانخیستل شي او په ازاد ډول زده کړو ته پرېښودل شي. بیا به وګورئ چې همدوی زموږ لپآره هر څه شي...

ځواب ورکړئ