د ښځو حقوق

په هلمند کې یوې خیاطې ورکشاپ پرانستی او ۵۰ ښځې یې په کې په کار ګمارلي

د عبدالخالق همیم راپور

په افغانستان کې د ښځو په کار او زده کړو باندې د روانو محدودیتونو په ترڅ کې، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو شمېر ښځو او د ښوونځیو نجونو د خیاطۍ په یوه کارځای کې کار کول پيل کړي دي. په دغه دوکان کې تر ۵۰ پورې ښځې او نجونې کار کوي. اکثر کارکوونکې د لېسو زده کوونکې دي چې ښوونځیو ته له تللو څخه ایسارې کړای شوي دي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

په افغانستان کې د ښځو په کار او زده کړو باندې د روانو محدودیتونو په ترڅ کې، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو شمېر ښځو او د ښوونځیو نجونو د خیاطۍ په یوه کارځای کې کار کول پيل کړي دي.

په دغه کارځای کې تر ۵۰ پورې ښځې او نجونې کار کوي. اکثر کارکوونکې د لېسو زده کوونکې دي چې ښوونځیو ته له تللو څخه ایسارې کړای شوي دي.

مریم محمدي چې ۳۸ کاله عمر او د کارځای مدیریت پر غاړه لري، وویل چې هغې په کور کې له اوږدې مودې وخت تېرولو څخه وروسته پرېکړه وکړه چې دا کارځای پرانیزي.

هغې وویل، «زما درې لوڼې زده کوونکې دي. له هغه وخت نه چې ښوونځي بند شوي، هغوی په کور کې ایسارې دي،» او زیاته یې کړه چې هغې پرېکړه وکړه چې دا کارځای پرانیزي څو خپلې لوڼې په کور کې د ایسارېدلو له فشار څخه خوندي کړي.

ښځې د لیندۍ په ۹مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مریم محمدي ورکشاپ کې کمیسونه جوړوي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

ښځې د لیندۍ په ۹مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مریم محمدي ورکشاپ کې کمیسونه جوړوي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

هغې زیاته کړه، «وروسته له هغه چې ما کارځای پرانست، ډېرو ښځو او نجونو لېوالتیا وښودله چې له موږ سره ملګرې شي. کارکوونکې خپل د ګنډلو ماشینونه راوړي، او موږ په شریکه په کارځای کې کار کوو.»

محمدي وویل، د ښځو او نجونو له خوا جوړېدونکي کالي اوس په بازار کې پلورل کیږي، او هغوی ترې عواید ترلاسه کوي.

حمیده چې ۱۷ کاله عمر لري او د ۱۱م ټولګي زده کوونکې ده، هره ورځ له خپلو ملګرو سره یوځای په دغه کارځای کې کار کوي.

هغې وویل، «یو نیم کال وشو چې ښوونځي او کورسونه بند دي. په دې موده کې زه په کور کې ایساره وم.»

حمیدې وویل، له دوه میاشتې مخکې وخت راهیسې چې هغې په دې کارځای کې کار پیل کړي، په کور کې د ایسارېدلو له امله د هغې رواني حالت او ناراحتي ښه شوي دي.

هغې زیاته کړه چې هغه خوشحاله ده چې له شتو محدودیتونو سره سره کولی شي بهر وځي او کار وکړي.

د کار او زده کړو کولو حق

په لښکرګاه ښار کې د خیاطۍ په کارځای کې کارکوونکې ښځې او نجونې وایي چې ښځې باید د کار او زده کړو په برخه کې د سړیو په څېر حقونه ولري، او له دغو حقونو څخه باید سرغړونه ونشي.

حمیرا میوند چې ۱۷ کاله عمر لري، په لښکرګاه ښار کې په یوه لېسه کې د ۱۱م ټولګي زده کوونکې وه او اوس په دغه کارځای کې کار کوي، وویل چې هغې په ښوونځي کې د زده کړې پر ځای د خیاطۍ د زده کړې روزنه واخیستله.

هغې وویل، «په کور کې د پاتې کېدلو پرځای دا غوره ده چې دلته په دې کارځای کې کار وکړم. زه غواړم چې د خیاطۍ مهارتونه زده کړم څو زه په ټولنه کې فعاله شم او د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

هغې زیاته کړه، «ښځې باید د کار کولو حق ولري. سړي یواځیني خلک نه دي چې د کار کولو او په ټولنه کې د یوه رول د لوبولو حق لري. ښځې هم باید عین حقونه ولري.»

هغې وویل، الله تعالی ښځو ته د زده کړو حق ورکړی دی، او زیاته یې کړه، «خو افغانې نجونې له خپلو بشري حقونو څخه محرومې کړای شوي دي.»

هغې وویل، په کور کېناستل هسې بې ګټې کار دی، او له افغان نجونو څخه یې وغوښتل چې بهر راوځي او په ټولنه کې کار وکړي.

پلوشې نوري چې ۱۶ کاله عمر لري، د ۱۰م ټولګي زده کوونکې ده او د خیاطۍ په دغه کارځای کې کار کوي، وویل چې هغه پلان لري ترڅو له خپل کور څخه بهر کار وکړي او له ټولنې سره همکاري وکړي څو د ښځو غږونه چوپ پاتې نشي.

هغې وویل، «کله چې زه ښوونځي ته تللم، ښه ژوند مې درلود. ما زده کړه کوله او د ژوند په هکله مې ښه احساس درلود. ما غوښتل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او پرمختګ وکړم څو زه وکولی شم چې د خپل هېواد او کورنۍ خدمت وکړم.»

هغې زیاته کړه، «خو دا چې ښوونځي بند شول،‌ زما خوب په ریښتیا بدل نشو.»

هغې وویل، «زه تر څه وخته پورې په کور کې پاتې شوم او په رواني ناروغۍ اخته شوم، خو له هغه وخت نه چې ما په دې کارځای کې کار پيل کړی، زما رواني حالت کې ښه والی راغلی دی. اوس زه کولی شم چې د خیاطۍ مهارتونه زده کړم او د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

پلوشې وویل، په داسې حال کې چې ښوونځي تړلي دي، په کور کې پاتې کېدل د نجونو لپاره رواني ناروغۍ رامنځته کوي او هغوی د خپلو هیلو له پوره کولو څخه محروموي.‌

چوپتیا باید پای ته ورسیږي

په هلمند کې د بشري حقونو فعالان وایي، ښځې باید کار او ټولنیز فعالیتونه بیا پيل کړي.‌

په لښکرګاه کې د ښځو د حقونو یوې فعالې زلیخا دراني وویل، ټولنه ښځو ته اړتیا لري، او د هغوی له مرستې څخه پرته به ټولنه په تیارو کې ډوبه شي.

هغې زیاته کړه، «لوستې او مهارت لرونکې ښځې باید د بندیانو په څېر کور دننه پاتې نشي. هغوی باید په ټولو برخو کې ښکېلې شي څو ټولنه وکولی شي چې پرمختګ وکړي.»

هغې وویل، «د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپتیا ښځې کم وسه کوي. هغوی باید د خپلو حقونو د غوښتنې او د خپلو لاسته راوړلو د خوندي کولو حق پرې نه ږدي.»

دراني وویل، ښځې او نجونې په بېلابېلو برخو کې د کار کولو وړتیا لري، او د هغوی استعدادونه او وړتیاوې باید هېرې نه کړای شي.

په لښکرګاه کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې سپوږمۍ ځلاند چې ۳۷ کاله عمر لري، هم وویل چې ښځې او نجونې باید د محدودیتونو او ممانعتونو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.

هغې وویل، حقونه ورکول کیږي نه بلکې باید ترلاسه کړای شي، او افغانانې باید په خپلو کې لاسونه سره ورکړي او خپل حقونه بېرته وغواړي.

هغې وویل، «چوپتیا او څنډې ته پاتې کېدل د حل لاره نه ده، او دا کار به ښځې له ټولنې څخه لا نور لیرې وساتي. ښځې باید کار ته ستنې شي او په ټولنه کې کار کولو ته دوام ورکړي.»

هغې زیاته کړه، «د جنسیت له محدودیتونو سره سره، که ښځې راوځي او کار ته ستنې شي، هیڅوک به هم ونشي کولی چې د هغوی وړتیاوو ته په کمه سترګه وګوري.»

ځلاند وویل، «کله چې الله تعالی او اسلام مونږ ته د کار او زده کړو کولو حقونه راکړي، ولې باید موږ نورو ته اجازه ورکړو چې زمونږ له مشروع حقونو څخه سرغړونه وکړي؟ موږ باید خپلې مبارزې او د خپلو له لاسه وتلیو حقونو بیا ترلاسه کولو ته دوام ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟