کابل -- ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۲۳مه/ وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستي فصل په اړوند تاوتریخوالي کې په سلګونو خلک هغه وخت ووژل شول او ټپیان شول چې طالبانو هڅه وکړه چې دغه دیموکراتیکه پروسه زیانمنه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) راپور ورکړ چې د غبرګولي له ۱۸مې څخه د تلې تر ۸ مې پورې مودې په ترڅ کې د انتخاباتو اړوند تاوتریخوالي کې ۸۵ کسان ووژل شول او ۳۷۳ نور ټپیان شول.
یوازې د رایه اچونې په ورځ ۲۸ ملکي کسان ووژل شول او ۲۴۹ نور ټپیان شول. د قربانیانو په ډله کې یو پر درې کسان ماشومان وو.
د دغه لوړ شمېر سره سره، افغان امنیتي ځواکونو وویل چې د انتخاباتو ورځ یوه بریا وه ځکه چې طالبان په دې کې پاتې راغلل چې داسې په لوړه سطحه بریدونه ترسره کړي چې د خبرونو د سر ټکي جوړ شي.
په راپور کې راغلي، د طالبانو ډېر بریدونه داسې وو چې په کې راکټونه، ګرنېټونه او د هاوان ګولۍ او همدارنګه په کور کې جوړ شوي بمونه چې د ښوونځیو په شمول د رایه اچونې مرکزونو سره نژدې ځای پر ځای شوي وو، وکارول شول.
د زمري په ۶مه، په هغه ورځ چې د انتخاباتو کمپاین پیل شو، اورپکو په کابل کې د ولسمشر اشرف غني د انتخاباتي ملګري امرالله صالح دفتر په نښه کړ چې ۲۱ کسان یې په کې ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.
د ترهګرۍ یو قصدي کمپاین
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموټو په یوه اعلامیه کې وویل، «دغو بریدونو او ورسره د طالبانو له خوا عامه څرګندونو وښودله چې هغوی د انتخاباتي پروسې د کمزوري کولو لپاره یو قصدي کمپاین ترسره کوي څو افغانان په دې مهمه سیاسي پروسه کې په ازاد ډول او له وېرې پرته برخه اخیستنې څخه محروم کړي.»
د تلفاتو دا شمېر یو کال مخکې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د تیاري په ترڅ کې د تلف شویو خلکو په نسبت یو ښه پرمختګ ښیي. هغه وخت یوناما ویلي وو چې ۲۲۶ کسان وژل شوي او ۷۸۱ نور ټپیان شوي دي.
د انتخاباتو وروستۍ پایلې لا تر اوسه پورې نه دي معلومې شوي.
د هېواد د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تاکید کوي چې، د بایومتریک تایید په شمول ګڼ شمېر خوندي کوونکې لارې چارې به د سږ کال رایه اچونه تر ټولو ډېره پاکه وګرځوي.
په پام کې ده چې ابتدایي نتایج د شنبې په ورځ /د تلې ۲۷مه/ اعلان شي، په داسې حال کې چې چارواکي وایي چې دا نېټه به څو ورځې وځنډول شي.