ټاکني

د افغان ځواکونو له خوا جوړ شوي هر اړخیز پلان د انتخاباتو په ورځ ترلاسه شوې 'تاریخي بریا' کې غټ رول درلود

د سلیمان راپور

د افغان امنیتي ځواکونو یو سرتېری د ۱۳۹۸ د تلې په ۶مه په جلال اباد کې د رایه ورکولو له یوه مرکز څخه بهر یو سړی تلاشي کوي. طالب اورپکو هڅه وکړه چې دافغانستان د ولسمشرۍ انتخابات ټکني کړي، خو ونه توانېدل چې په یاده ولسواکه پروسه باندې کوم لوی برید ترسره کړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواکونو یو سرتېری د ۱۳۹۸ د تلې په ۶مه په جلال اباد کې د رایه ورکولو له یوه مرکز څخه بهر یو سړی تلاشي کوي. طالب اورپکو هڅه وکړه چې دافغانستان د ولسمشرۍ انتخابات ټکني کړي، خو ونه توانېدل چې په یاده ولسواکه پروسه باندې کوم لوی برید ترسره کړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- چارواکي وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو داسې د اړتیاوړ ترتیبات نیولي وو چې طالبان یې پرې نښودل چې د ولسمشرۍ انتخابات ګډوډ کړي.

مقاماتو د تلې د ۶مې انتخابات د یوې بریا په توګه یاد کړل ځکه چې طالبانو ونشوای کولی چې یو لوی برید ترسره کړي.

په پام کې ده چې ابتدایي نتایج د تلې په ۲۷مه معلوم شي. که یو کاندید هم اکثریت ونه ګټي، انتخابات به دویم پړاو ته لاړ شي.

حکومت له انتخاباتو څخه مخکې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر امنیتي منسوبین توظیف کول چې د رایه ورکوونې مرکزونه، رایه ورکوونکي او په ټوله کې انتخابات یې خوندي کړل.

یو رایه ورکوونکی د تلې په ۶مه د انتخاباتو په ورځ په کابل کې په حبیبیه لېسه کې د رایه ورکوونې په یوه مرکز کې خپله ګوته رنګوي. [سلیمان]

یو رایه ورکوونکی د تلې په ۶مه د انتخاباتو په ورځ په کابل کې په حبیبیه لېسه کې د رایه ورکوونې په یوه مرکز کې خپله ګوته رنګوي. [سلیمان]

د انتخاباتو په ورځ طالبانو د د هېواد په ځینې برخو کې د رایه ورکوونې په مرکزونو او مخابراتي ستنو باندې لږ شمېر کوچني بریدونه ترسره کړل.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، «طالبانو په خپل ټول قوت هڅه وکړه چې انتخابات ټکني کړي او د ترسره کېدلو مخه یې ونیسي، خو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو داسې اړتیاوړ پلانونه نیولي او اقدامات کړي وو چې د ولسمشرۍ انتخابات یې خوندي کړل او په دې توګه یې د طالبانو ټولې هڅې شنډې کړې.»

هغه وویل، «طالبانو پلان درلود چې د رایه ورکوونې په محلاتو باندې بریدونه ترسره کړي، خو امنیتي ځواکونو یې پلانونه ورشنډ کړل. د انتخاباتو له ورځې څخه څو ورځې مخکې او د انتخاباتو په ورځ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې په سلګونو طالب جنګیالي ووژل شول.»

هغه وویل، «مونږ له خلکو سره وعده کړې وه او هغوی ته مو اطمینان ورکړی وو چې هغوی به د انتخاباتو په ورځ په امن وي، او مونږ خپله وعده پوره کړه او دښمن ته مو اجازه ورنه کړه چې انتخابات ګډوډ او رایه ورکوونکي په نښه کړي.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر امین الله شارق وویل، د طالبانو ګواښونه تش ګواښونه وو او اورپکي ونه توانېدل چې د انتخاباتو په ورځ کوم تاوتریخوالی ترسره کړي.

هغه وویل، «د طالبانو ګواښونو د انتخاباتو په ورځ هېڅ ونه کړل. طالبان په دې کې پاتې راغلل چې زمونږ د امنیتي او دفاعي قوتونو چمتووالي وننګوي او ونه توانېدل چې د انتخاباتو امنیت ټکنی کړي یا یې مخه ونیسي.»

شارق وویل، د انتخاباتو بریا «د طالبانو پر مخ یو غټ سوک وو. طالبان باید پوه شي چې هغوی هېڅکله نشي کولی چې په خپلو ګواښونو سره د ولسواکۍ او انتخاباتو مخه ونیسي.»

کافي اندازه امنیتي پلانونه

په کابل کې د پوځي چارو یوه کارپوه متقاعد جنرال عبدالوهاب وردک وویل، «طالبانو پلانونه لرل چې د انتخاباتو په مخکې ننګونې رامنځته کړي... خو د امنیتي مقاماتو له خوا جوړو شويو مؤثرو امنیتي پلانونو او د انتخاباتو په ورځ د هغوی له خوا د وضعیت ښه مدیریت د طالبانو ویجاړوونکي پلانونه شنډ کړل

هغه وویل،«افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له انتخاباتو څخه څو ورځې مخکې او د انتخاباتو په ورځ طالبان سخت وټکول، له دې امله د هغوی جنګیالیو دا وړتیا نه لرله چې له خپلو خوندي پټنځایونو څخه راوځي او امنیت ټکنی کړي.»

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل، «که څه هم چې طالبانو ویلي وو چې هغوی به د انتخاباتو مخه ونیسي، لاکن امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د انتخاباتو امنیت د هغه څه په نسبت چې له خلکو سره یې وعده کړې وه په لا ښه توګه خوندي کړي.»

ابراهیمي وویل، «مونږ د دې ملي پروسې د تطبیقوونکو په توګه له امنیتي ځواکونو څخه مننه کوو.»

هغه وویل، «په بریالۍ توګه د انتخاباتو ترسره کول د افغانانو لپاره یوه تاریخي بریا وه ځکه چې دښمنان [طالبان] ونه توانېدل چې د هغوی له ډېرو ګواښونو سره سره هم انتخابات ټکني کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500