امنیت

امنیتي ځواکونه پوره چمتو دي چې انتخابات د طالبانو له ګواښونو څخه خوندي کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو افغان پولیس په داسې حال کې ګوري چې مسافران د اپریل په ۳۰ مه په کابل کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې ودرول کیږي او تلاشي کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو افغان پولیس په داسې حال کې ګوري چې مسافران د اپریل په ۳۰ مه په کابل کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې ودرول کیږي او تلاشي کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- افغان حکومت د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۵مه/ وویل چې امنیتي ځواکونه دې ته «بشپړ تیاری لري» چې افغانان د طالبانو د ګواښونو په وړاندې خوندي کړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې انتخابات ګډوډ کړي.

د ولسمشر اشرف غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، «په انتخاباتو کې ګډون کول او د مستقیمو رایو له لارې د یوه مشر ټاکل د افغانانو مذهبي او قانوني حق دی.»

په اعلامیه کې راغلي، «افغان حکومت ټولې تیارۍ کړي چې ازاد، منصفانه او شفاف انتخابات ترسره کړي.»

دغه اعلامیه څو ساعته وروسته له هغه خپره شوه چې طالبانو افغانانو ته خبرداری ورکړ چې د انتخاباتي کمپاینونو له غونډو څخه لیرې واوسي او د خپلې ډلې غړو ته یې حکم وکړ چې د تلې د پلان شویو انتخاباتو پر ضد لاس په کار شي.

د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخابات د تلې په ۶ مه ترسره کیږي.

طالبانو او نورو یاغي ډلو د پخوانیو انتخاباتو په ترڅ کې هم ګڼ بریدونه ترسره کړي دي، او د سږ کال په کمپاین باندې یې وار له مخه مرګانی تاوتریخوالی ترسره کړی دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د کمپاین په لومړۍ ورځ ځانمرګو بمي بریدګرو او وسله والو سړیو د غني د انتخاباتي ټیم د مرستیال امرالله صالح د کابل په دفتر برید وکړ او لږ تر لږه ۲۰ کسان یې ووژل.

د جنګي جنایت ګواښونه

د معافیت د نړۍ والې ادارې (امنېسټي انټرنېشنل) د جنوبي آسيا یوه محقق زمان سلطاني وویل، د طالبانو ګواښونه بشري ژوند ته یوه «ماشومانه بې پروایي» په ګوته کوي.‌

سلطاني وویل، «په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي چې د سولې په لټه کې دي، هغوی ګواښ کوي چې په انتخاباتي غونډو کې پر ملکي خلکو د برید کولو له لارې جنګي جنایت ترسره کړي.»

متحده ایالات او طالبان د خبرو د اتم پړاو لپاره په دوحه کې سره ګوري چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

دواړو لوریو یادونه کړې چې «ښه پرمختګ» یې کړی دی.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د سې شنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، «مونږ د وروستیو پاتې ټکو په هکله خبرې اترې کوو.»

هغه وویل، «په هغو سره به د سولې هوکړه بشپړه شي او بیا به مونږ د هوکړې د نېټې د اعلان په هکله پرېکړه وکړو.»

ملګري ملتونه وایي چې یوازې د جولای په میاشت (د چنګاښ له ۱۰مې تر اوسه) کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر ملکي خلک وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې په دې میاشت کې تر ټولو ډېر خلک وژل شوي او د ۲۰۱۷ له می راهیسې یوازنۍ تر ټولو بده میاشت ده چې ډېر خلک په کې وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان غواړي چې خپل د منځنیو پېړیو فکر په خلکو تحمیل کړي خو د خلکو له مقاومت سره مخامخ کیږي او د بې ګناه خلکو د وینو تویېدلو سبب کیږي.‌ هغوی باید د جنګي جرمونو د ترسره کولو له امله په نړۍ واله جرمي محکمه کې محاکمه کړای شي.‌

ځواب ورکړئ