امنیت

طالبانو د ولسواکۍ له وېرې، د ولسي جرګې له انتخاباتو څخه د بایکاټ غږ وکړ

سلام ټایمز

سړي د چنګاښ په ۱۴مه د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دې لپاره په کتار ولاړ دي چې د تلې د ۲۸مې په انتخاباتو کې د رایه اچونې لپاره نوم لیکنه وکړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

سړي د چنګاښ په ۱۴مه د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دې لپاره په کتار ولاړ دي چې د تلې د ۲۸مې په انتخاباتو کې د رایه اچونې لپاره نوم لیکنه وکړي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۶مه/ یوه ګواښوونکې اعلامیه خپره کړه او له افغانانو څخه یې وغوښتل چې د تلې د ۲۸مې د ولسي جرګې له را روانو انتخاباتو څخه بایکاټ وکړي. دغه اعلامیه په هېواد کې د هغوی د ویجاړوونکي سیاسي موقف په هکله او مشروع رایه اچونې څخه د هغوی وېره څرګندوي.

دغه اعلامیه وروسته له دې خپرېږي چې د بېلابېلو قشرونو افغانانو له څو میاشتو راهیسې په طالبانو تاکید وکړ چې د سولې خبرې پیل کړياو د شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره سره خبرې اترې وکړي.

دغه ډله نه غواړي چې په رسمي ډول د سولې خبرې پیل کړي.

پرځای یې، دې ډلې د دوشنبې د ورځې په اعلامیه کې پر افغان عوامو او همدارنګه د انتخاباتو په کاندیدانو غږ کړی چې «له ټول انتخاباتي پروسیجر څخه په بشپړ ډول بایکاټ وکړي» -- طالبان له دغو انتخاباتو څخه ځانونه لیرې ساتي.‌

د طالبانو د ډلې یو غړی د لوی اختر په مناسبت افغانانو ته د اختر د مبارکۍ پاڼه ورکوي. طالبان اکثر وختونه ادعا کوي چې ډېر افغانان د هغوی ملاتړ کوي، نو کتونکي په دې حیران دي چې هغوی له ولسواکۍ نه ولې دومره ډېر وېرېږي. [آرشیف]

د طالبانو د ډلې یو غړی د لوی اختر په مناسبت افغانانو ته د اختر د مبارکۍ پاڼه ورکوي. طالبان اکثر وختونه ادعا کوي چې ډېر افغانان د هغوی ملاتړ کوي، نو کتونکي په دې حیران دي چې هغوی له ولسواکۍ نه ولې دومره ډېر وېرېږي. [آرشیف]

یو رایه ورکوونکی د غوایي په ۱۱مه په کابل کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د انتخاباتو لپاره، چې د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي، نوم لیکنه کوي. [آرشیف]

یو رایه ورکوونکی د غوایي په ۱۱مه په کابل کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د انتخاباتو لپاره، چې د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي، نوم لیکنه کوي. [آرشیف]

اعلامیه، د طالبانو له قوله، چې ځانونه په رسمي توګه اسلامي امارت بولي، وایي، «د افغانستان اسلامي امارت په دې عقیده دی چې زمونږ د هېواد موجود شرایط د دې اجازه نه ورکوي چې دغه ډول انتخاباتي پروسې په منطقي ډول یا له مذهبي پلوه په صحیح توګه ترسره شي او نه هم زمونږ د ملي منافعو په ګټه دي،»

د اعلامیې په اساس، طالبانو همدارنګه ګواښ وکړ چې د انتخاباتو د مخنیوي لپاره به تاوتریخوالی زیات کړي او وینه به توی کړي، او لارښوونه کوي چې «ټول مجاهدین دې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دغې پروسې، چې د امریکایانو په مشرۍ ترسره کیږي، د سختو خنډونو په رامنځته کولو سره مخه ونیسي،»

په اعلامیه کې راغلي، «هغه خلک، چې هڅه کوي چې د امنیت ساتنې له لارې په بریالیتوب سره د دې پروسې په ترسره کولو کې مرسته وکړي، باید په نښه کړای شي،»

د هېواد په بېلابېلو برخو کې به له ۵۴۰۰۰ څخه ډېر افغان امنیتي منسوبین وګومارل شي چې امنیت برابر کړي او د رایه اچونې په ورځ د رایه اچونې مرکزونه خوندي کړي.

د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ خپره کړې یوه اعلامیه کې وویل، هغوی تیار دي چې د راروانو انتخاباتو لپاره امنیت برابر کړي.

په اعلامیه کې راغلي، «انتخابات د ولسواکۍ له ستنو څخه یوه ستنه ده، او د افغانستان خلک د ولسواکۍ او ملي ارزښتونو په هکله ښه پوهېږي. افغانان به په انتخاباتو کې برخه واخلي، او امنیتي ځواکونه به امنیت برابر کړي.»

د طالبانو ډېره بده وېره

د طالبانو اعلامیه د ۱۷ کلنۍ ظالمانه جګړې، چې د افغاني ټولنې د ټولو اقشارو له خوا غندل کیږي، د غځولو لپاره د هغوی وروستۍ توجیه ښیي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، فرهاد هاشمي، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان او د هغوی ایډیالوژي له هېڅ سیاسي [او مذهبي] سیستم سره مطابقت نه لري. د هغوی د ایډیالوژۍ اساس راډیکالیزم، افراطیت او استبداد دي، او له همدې امله دغه ډله انتخابات او ولسواکۍ ردوي،»‌

هاشمي وویل، «طالبان پوهېږي چې افغانان تر هېڅ شرایطو لاندې له هغوی سره نه دي، نو طالبان د انتخاباتو په څېر ولسواکو او ولسي پروسو څخه وېرېږي،»

هغه وویل، «که په افغانستان کې موجوده وضعه بده ده، دا د طالبانو له امله ده،»‌او زیاتوي چې، «افغانان له طالبانو او د هغوی له خبرداریو څخه نه وېرېږي. هغوی په راروانو انتخاباتو کې د رایه اچونې لپاره نومونه لیکلي دي.»

له ۸ میلیونو څخه ډېرو افغانانو د دې لپاره نومونه لیکليچې د رایه اچونې په ورځ رایې ورکړي.‌

هاشمي د خپلو خبرو په دوام وویل، «افغانان باور لري چې انتخابات هېواد ته د ولسواکۍ د راوستلو یوازنۍ لاره ده او د طالبانو منحرفه ایډیالوژي ردوي،»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال، نعیم نظري، سلام ټایمز ته وویل، «انتخابات حکومت او سیستم ته مشروعیت ورکوي. د پارلمان غړي او ولسمشر د خلکو د ارادې او رایې په اساس انتخابیږي،»

هغه وویل، «دا څرګنده ده چې کله انتخابات وشي، د طالبانو ډله وېره لري چې هغوی به په افغانستان کې لا نور منزوي شي، او له همدې امله هغوی نه غواړي چې انتخابات دې ترسره شي،»‌

نظري وویل، «طالبان بهانې کوي. کله چې هغوی په ۱۳۷۰مو کلونو کې د افغانستان په ۹۰٪ خاوره باندې تسلط درلود او په افغانستان کې امریکایان نه وو، هغه وخت هم هغوی د خلکو په انتخاب باندې عقیده نه لرله... او انتخابات یې ترسره نه کړل، ځکه چې هغوی وېرېدل،»

په کابل کې یوه دیني عالم، صادق جعفري، سلام ټایمز ته وویل، «انتخابات د اسلام ضد نه دي. د محمد رسول الله (ص) له وفات څخه وروسته، ټول اسلامي خلفاء د انتخاباتو (توافق) د پروسې له لارې انتخاب شوي دي. اوس، یوازنۍ توپیر په بڼه او میتود کې دی،»

جعفري وویل،‌ «د طالبانو دا پرېکړه، چې انتخابات غیر مشروع دي او اسلامي اساس نه لري، غیرمشروع ده،»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په چمتو کولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500