امنیت

افغانان په غزني کې د طالبانو له خونړي وحشت څخه راووتل

د سلیمان راپور

په غزني کې د طالبانو له برید څخه وروسته د زمري په ۲۵مه د پولیسو د یوه سوزېدلي موټر عکس اخیستل شوی دی. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

په غزني کې د طالبانو له برید څخه وروسته د زمري په ۲۵مه د پولیسو د یوه سوزېدلي موټر عکس اخیستل شوی دی. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

په غزني کې د طالبانو له برید څخه وروسته د زمري په ۲۵مه خلک له ورانو شویو کورونو سره نژدې روان دي.‌ [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

په غزني کې د طالبانو له برید څخه وروسته د زمري په ۲۵مه خلک له ورانو شویو کورونو سره نژدې روان دي.‌ [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

یو سړی د زمري په ۲۳مه په غزني کې وروسته له هغه، چې طالبانو یو مارکېټ وسوزاوه، د ویجاړۍ خاورې د بېل په وسیله لیرې کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

یو سړی د زمري په ۲۳مه په غزني کې وروسته له هغه، چې طالبانو یو مارکېټ وسوزاوه، د ویجاړۍ خاورې د بېل په وسیله لیرې کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

دوکانداران د زمري په ۲۳مه وروسته له هغه، چې طالبانو په غزني کې یو مارکېټ وسوزاوه، له یوه دوکان څخه خراب شوي شیان لیرې کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

دوکانداران د زمري په ۲۳مه وروسته له هغه، چې طالبانو په غزني کې یو مارکېټ وسوزاوه، له یوه دوکان څخه خراب شوي شیان لیرې کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

افغان سرتېري د زمري په ۲۳مه په غزني ښار کې ګزمه کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

افغان سرتېري د زمري په ۲۳مه په غزني ښار کې ګزمه کوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

دوکانداران د زمري په ۲۳مه وروسته له هغه، چې طالبانو یو مارکېټ وسوزاوه، له یوه دوکان څخه د ویجاړتیاوو ټوټې پاکوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

دوکانداران د زمري په ۲۳مه وروسته له هغه، چې طالبانو یو مارکېټ وسوزاوه، له یوه دوکان څخه د ویجاړتیاوو ټوټې پاکوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي‌]

رضاکاران د زمري په ۲۱مه په غزني ولایت کې یو ټپي شوی سړی روغتون ته انتقالوي. [محمد انور دانشیار/ای اېف پي]‌

رضاکاران د زمري په ۲۱مه په غزني ولایت کې یو ټپي شوی سړی روغتون ته انتقالوي. [محمد انور دانشیار/ای اېف پي]‌

دا سکرین شاټ، چې د ای اېف پي ټي وي له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، یو ټپي شوی سړی په داسې حال کې ښيي چې د زمري په ۲۱مه د غزني په ولایتي روغتون کې روغتیایي درملنه ترلاسه کوي. [محمد انور دانشیار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه او افغان ملېشه د زمري په ۲۱مه په غزني ولایت کې له طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې د یوه سړک په اوږدو کې ولاړ دي. [محمد انور دانشیار/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه او افغان ملېشه د زمري په ۲۱مه په غزني ولایت کې له طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې د یوه سړک په اوږدو کې ولاړ دي. [محمد انور دانشیار/ای اېف پي]‌

کابل -- افغان دیني عالمان،‌ د بشري حقونو فعالان او عام ښاریان له یوې خونړۍ اونۍ څخه راووتل، او په غزنيکې د طالبانو له خوا شوې ویجاړتیاوې یې په سختو ټکو وغندلې.

طالب اورپکو تېره اونۍ په غزني برید وکړ، او ښار یې تر هغه وخته پورې ونیو چې افغان ځواکونو د ایتلاف په هوایي ملاتړ د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲۴ مه/ پسې واخیستل.

ویجاړتیاوې سختې وې: محلي خلکو سلام ټایمز ته وویل، چې طالبانو د ښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو ملکي خلک ووژل او ټپیان کړل، کورونه او تجارتي مرکزونه یې وسوزول، او د بشر پر ضد یې ډېر سخت جنایتونه ترسره کړل.

'د ځمکې پر مخ دوزخ'

د غزني یوه اوسېدونکي، حاجي حسن، چې د جګړې په درېیمه ورځ توانېدلی وو چې له خپلې کورنۍ سره کابل ته راوتښتي، وویل، «طالبانو چې په غزني حمله وکړه هغوی هېڅ رحم نه پېژنده،»‌

یو پولیس د زمري په ۲۳مه په غزني کې له طالب جنګیالیو سره له نښتو څخه وروسته له هغو تابوتونو سره ولاړ دی چې جسدونه په کې دي. افغان سرتېرو د زمري په ۲۴مه طالب جنګیالي له غزني څخه پسې واخیستل، چې دوکانداران او اوسېدونکي له سخت ځمکني جنګ او د متحده ایالاتو له هوایي بریدونو څخه وروسته په احتیاط سره لارو او کوڅو ته راووتل. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]‌

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۶مه په غزني ښار کې د امنیت ارزونه کوي. هغه همدارنګه له محلي اوسېدونکیو او مقاماتو سره ولیدل. [د ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]‌

ولسمشر اشرف غني د زمري په ۲۶مه په غزني ښار کې د امنیت ارزونه کوي. هغه همدارنګه له محلي اوسېدونکیو او مقاماتو سره ولیدل. [د ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی ښځې او ماشومان ووژل، سړي یې په ډزو وویشتل، کورونه یې وسوزول، ملکیت او شتمنۍ یې ولوټلې او غلا کړې، او د غزني د ښار برخې یې د ځمکې په سر دوزخ باندې بدلې کړې،»

هغه وویل، «د طالبانو د قربانیانو په لسګونو جسدونه څو ورځې په کوڅو کې پراته ول او هیچا نه ښخول،»‌

په غزني ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال، عنایت ناصر، سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو د غزني اوسېدونکیو ته سخت ځاني تلفات او مالي تاوانونه ور واړول،»‌

هغه وویل، «طالبانو په غزني ښار کې د هغوی د لنډمهالي، څو و رځني حضور په ترڅ‌ کې، له ۱۰۰۰ څخه ډېر دوکانونه وسوزول او په لسګونو میلیونه ډالر تاوان یې واړاوه،»

ناصر وویل، «د افغانستان قوانین او نړیوال قوانین د ملکي خلکو په نښه کول منع کوي، خو طالبانو ملکي خلک په نښه کړل، د غزني د اوسېدونکیو په منځ کې یې وېره او وحشت خپاره کړل، او د سلګونو کورنیو ژوند یې ورخراب کړل، او په دې توګه یې له ملي او بین المللي قوانینو او اسلامي اساساتو څخه سرغړونه وکړه.‌»‌

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي، خالق داد اکبري، چې څلور ورځې یې د طالبانو پر ضد په لومړۍ کرښه کې جنګ وکړ، وویل، «طالبانو... غزني په یوه قصاب خونه بدل کړ.‌ د غزني لارې او کوڅې د هغو خلکو د غوښو بوی نیولې وې چې طالبانو وژلي ول.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه حالت، چې طالبانو په غزني راوست، په هېڅ‌ دین،‌ په ځانګړې توګه په اسلام کې د منلو وړ نه دی. طالبان هېڅ‌ دین یا مذهب پورې تړلي نه دي، هغوی د دې پېړۍ وحشيان دي.»

په کابل کې یوه دیني عالم، سلیم حسني، سلام ټایمز ته وویل،‌«په غزني کې د طالبانو عملونه غیرانساني او غیراسلامي ول.‌طالبانو په غزني کې د قران کریم د ایتونو ضد عمل وکړ.‌د قران کریم ایتونه د بې ګناه خلکو وژل او ضرر ور رسول منع کوي.‌د قران کریم د حکم په اساس،‌ د هغوی جرمونه د تل لپاره د نه منلو وړ او د غندلو دي.»

جنګي جرمونه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وویل، «د ملکي خلکو په نښه کول،‌ د لویو لارو بندول، د ملکي خلکو د کورونو او عامه ځایونو ویجاړول، او د ملکي خلکو محاصره کول د جنګ د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی او له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه څه، چې په غزني کې پېښ شوي، د جنګي جرمونو یو مثال دی،»‌

ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ /د زمري ۲۶مه/ غزني ته لاړ چې له جنګ څخه وروسته امنیتي وضعه وارزوي.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې مطبوعاتي اعلامیې په اساس، هغه په غزني کې له قومي مشرانو سره په یوه کتنه کې وویل، «د غزني هغه تاریخي ځایونه چې ویجاړ شوي، به په سملاسي توګه بیا ورغول شي، او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته به ځانګړې مرسته وربرابره کړای شي،»‌

هغه د افغان ځواکونو تر منځ د لا ډېرې همغږۍ په اړتیا ټینګار وکړ، او ویې ویل چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به د غزني برید په ژوره توګه وارزوي او هره هغه کمزوري، چې په امنیت کې وموندل شي، هغه به په ډاګه کړي.

هغه همدارنګه امنیتي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د لا ښه امنیت لپاره په ښار کې د پولیسو نورې حوزې هم جوړې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500