د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د غبرګولي په میاشت کې شوي لنډمهالي اوربند افغانانو ته د ځانمرګو بریدونو له وېرې څخه پرته د ژوند خوند ور وڅاکه.
په اوربند پسې اونیو کې -- له کابل څخه تر هرات، غزني، کندهار، بلخ او ننګرهار ولایتونو پورې -- سړيو او ښځوپه پټیو او ښارونو کې اوږدمهالې سولې ته د هیلو په لرلو سره خپل د ژوند کارونه پر مخ بوول.
د هېواد په یو شمېر برخو کې د نسبي ارامۍ په راتللو سره، ماشومان خپلو حیواناتو، زده کړې او په ګډه سره لوبو ته پام کوي.
په ورته وخت کې، کارګران، دوکانداران او هنرمندان خپلو کارونو ته دوام ورکوي، او یوه لا لوی ثبات او قوي اقتصاد ته هیلې لري.
عالي!
ځواب ورکړئ1 تبصره