کابل -- ولسمشر اشرف غني او د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن دواړو بېلابېل ویډیویي پیغامونه خپاره کړل او په طالبانو یې تاکید وکړ چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې سوله ومني.
په افغانستان کې روژه د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۷ مه/ پیل شوه.
د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۶ مه/ په فیسبوک خپره شوې یوه ویډیو کې غني په طالبانو او نورو اورپکو غږ وکړ چې د روژې د مبارکې میاشتې احترام وکړي او له تاوتریخوالي څخه ځانونه وساتي.
نېکلسن په خپل وار د پنجشنبې په ورځ خپره شوې یوه ویډیو کېیو ځل بیا په طالبانو تاکید وکړ چېد غني د سولې د خبرو وړاندیز ومني.
د ناټو د رسنیو د دفتر په وینا، هغه وویل، «د روژې په دې مبارکه میاشت کې، مونږ ټول وسله وال طالبان دې ته هڅوو چې د خپلو ماشومانو او د دې عظیم ملت د درنو خلکو د یوه ښه راتلونکي د جوړولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ویاړلي ولسمشر وړاندیز ومني او د سولې خبرو ته کېني.»