طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان امریکایي جنرال جان نېکلسن د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۳ مه/ بیا په طالبانو باندې تاکید وکړ چې د افغان حکومت د سولې د خبرو وړاندیز ومني.
نېکلسن وویل، «مونږ هیله لرو چې طالبان، د افغانانو په توګه، سوله غواړي، او اوس تر ټولو ښه فرصت دی چې دا جګړه پای ته ورسول شي،»
هغه دا خبرې په کابل کې د قاطع ملاتړ د ماموریت په مرکز کې د یوې امریکایۍ تاریخپوهې او لرغونپوهې نانسي دوپری، چې تېر کال په کابل کې مړه شوه، د یاد په مراسمو کې وکړې.
هغه وویل، «زه غواړم چې نن دلته خپلو ټولو افغان ملګرو ته وریاده کړم چې مونږ له تاسو سره یو او مونږ له تاسو سره پاتې کېږو چې له څو کاله سختیو څخه وروسته هم د هغه سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړو چې دا هېواد یې وړتیا لري،»
په طالبانو باندې فشار دی چې د سولې هغه پلان، چې ولسمشر اشرف غني د کب په میاشت کې هغوی ته وړاندې کړ، ومني.