کابل -- د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت له خوا د چارشنبې په ورځ /د زمري په ۳ مه/ خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل افغانان په خپل هېواد کې د دوامدارې سولې د غوښتنې له امله وستایل.
ووټل او د قاطع ملاتړ قوماندان جنرال جان نېکلسن د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱/ په کابل کې خبریالانو سره خبرې وکړې.
ووټل وویل، «سولې ته د افغانانو او د ډېرو طالبانو چمتووالی مخ په زیاتېدلو دی، او دا کار د سولې له لاریونونو، د محلي او نړیوالو علماو له خوا د یاغیتوب د غندلو، د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې سره د پراخ دپلوماتیک ملاتړ او په اختر کې د شوي اوربند څخه ښه په ډاګه کیږي،»
نېکلسن افغانانو ته وویل، «مونږ په کلکه ستاسو او د سولې لپاره ستاسو د غوښتنې تر شا ولاړ یو. مونږ به هغه سوله ترلاسه کړو چې تاسو یې واقعاً وړتیا لرئ.»