په افغانستان کې د متحده ایالاتو جیګپوړی جنرال وایي، روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي

سلام ټایمز

کابل -- د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن په یوه مرکه کې چې د جمعې په ورځ /د وري ۳ مه/ خپره شوه، وویل، چې روسیه په افغانستان کې د طالب اورپکو ملاتړ کوي او تر دې چې هغوی ته وسلې ورکوي.‌

نېکلسن بي بي سي نیوز ته وویل،‌ هغه لیدلي چې «روسان بې ثباته کوونکی فعالیت ترسره کوي،» او دا چې قاچاقچیانو د تاجک سرحد په اوږدو کې طالبانو ته روسۍ وسلې ور رسولې دي.‌

نېکلسن وویل، «مونږ داسې یوه کیسه وینو... چې دلته د داعش د جنګیالیو شمېر ډېر زیات ښیي. بیا دغه کیسه د دې لپاره کارول کیږي چې روسان د طالبانو د عملونو قانوني کول پرې توجیه کوي او تر یوې اندازې پورې طالبانو ته ملاتړ برابروي.»

هغه په دوام وویل، «مونږ داسې کیسې لیدلي چې طالبانو لیکلي او بیا په رسنیو راغلي چې دښمن هغوی ته مالي ملاتړ برابر کړی دی. مونږ لیدلي چې افغان مشرانو دلته دې مرکز ته داسې وسلې راوړي چې وایي روسانو طالبانو ته ورکړې وې،»

هغه وویل، «مونږ پوهېږو چې روسان ښکېل دي،»

روسیې د داسې تورونو له منلو څخه انکار کړی خو دا یې منلې چې هغوی له طالبانو سره تماس لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500