امنیت

نښې نښانې له طالبانو سره د سولې د تړون د احتمال ډېرېدلو ته اشاره کوي

سلام ټایمز

په ننګرهار ولایت کې په اورپکو د پوځي فشار له زیاتېدلو څخه وروسته، د داعش ۱۱ نور غړي د غبرګولي په ۱۰ مه په جلال اباد ښار کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول. [خالد زېری]

کابل -- مخ پر ودې شمېر طالب اورپکي له افغان حکومت سره تماسونه نیسي څو داسې لارې ومومي چې د لسیزو اوږده شخړه پای ته ورسوي. په دې لړ کې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو مختلف ګروپونه تسلیمیږي او د سولې پروسې سره یوځای کیږي چې جیګپوړي طالب مشران په کې په ښکاره د سولې غوښتنه کوي.

ډېر طالب اورپکي اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې هغوی نشي کولی چې له نظامي پلوه جنګ وګټي، ځکه چې وروستیو افغان او ایتلافي عملیاتو -- چې اکثرو یې د دې ډلې رهبرۍ او د نشه ییزو توکو له قاچاق څخه نغدي عوایدو ته تاوان ور رسولی دی، -- طالبان دې ته مجبور کړي چې د بندو دروازو تر شا له افغان حکومت سره د سیاسي حل لاره ولټوي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن د غبرګولي په ۹ مه تایید کړه چې ځینې منځني او جیګپوړي طالب مشران په پټه له افغان چارواکو سره د یوه ممکن اوربند په هکله خبرې اترې کوي.‌

نېکلسن له کابل څخه د یوه ویډیوي ټیلي کانفرانس له لارې په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل، «په پټه ډېر دپلوماتیک فعالیت او دیالوګ ترسره کیږي، او دا کار په مختلفو سطحو ترسره کیږي،»

یو سړی د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۹ مه په کابل کې د وزیراکبرخان غونډۍ په سر لمونځ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو سړی د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۹ مه په کابل کې د وزیراکبرخان غونډۍ په سر لمونځ کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د داعش ۱۱ نور غړي د غبرګولي په ۱۰ مه په جلال اباد کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول. [خالد زېری]

د داعش ۱۱ نور غړي د غبرګولي په ۱۰ مه په جلال اباد کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول. [خالد زېری]

په ورته وخت کې، د طالبانو په نامه د عدلیې رییس مولوي عبدالحکیم له خوا لاسلیک شوی یو لیک، چې د غوایي په میاشت کې را څرګند شو،د یادې ډلې له لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده څخه غوښتنه کوي چې د افغانانو د سولې «روا غوښتنو» ته ځواب ووايي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا عبدالمنان منصوريهم په یوه لیک کې له طالبانو څخه وغوښتل چې د هلمند د اوسېدونکیو غوښتنو ته غوږ ونیسي او په افغانستان کې سوله ومني.

اورپکي په وړو ګروپونو کې تسلیمېږي

له تېرو څو میاشتو راهیسې، د طالبانو بېلابېل کوچني ګروپونه حکومت ته تسلیمېږي -- او دا د دې نښه ده چې په طالبانو کې وېشونه زیاتېږي، او دا چې د هغوی قاعده د سولې خوا ته میلان پیدا کوي.

د مثال په توګه،‌ د وري په میاشت کې، نژدې ۵۰ طالبان په سرپل ولایت کې او ۱۵ نور په ننګرهار کې تسلیم شول.

د تېر کال په کب کې،‌۱۳ تنه طالب اورپکي په جوزجان، ۱۵ په سرپلاو۵۶ تنه نور په کاپیسا کې تسلیم شول.

په ننګرهار کې محلي مقاماتو ته د طالبانو په تسلیمۍ پسې، ۱۱ تنو د داعش اورپکو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او د غبرګولي په ۱۰ مه د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د سولې پروسې سره یوځای شول.

د ننګرهار نوي ټاکل شوي والي حیات الله حیات د غبرګولي په ۱۰ مه په دغه ولایت کې د ملي امنیت ریاست کې خبریالانو ته وویل، «دغو اورپکو، چې د حکومت پر ضد یې جنګ کاوه، خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او وعده یې وکړه چې نور اورپکي د سولې پروسې ته راولي،»

د یاد ګروپ سرګروپ شفیق الله، چې د بدر په نامه مشهور وو، په خپلو تېرو فعالیتونو پښېماني څرګنده کړه.‌

شفیق الله خبریالانو ته وویل، «د داعش د ظلمونو او وحشت له لیدلو څخه وروسته، ما د ملي امنیت ریاست له سلاکار سره خبرې وکړې او مونږ راغلو او د سولې پروسې سره یوځای شو،»

د ګروپ بل غړي روح الله، چې ۲۸ کاله عمر لري وویل، هغوی په دې نه پوهېدل چې څنګه داعش پرېږدي.‌

هغه وویل، «وروسته له هغه، چې مونږ په پیل کې له داعش سره یوځای شو، مونږ ته وویل شول چې هغه د اسلام لښکر دی او هغوی ډېر ښه خلک دي. خو وروسته له هغه چې مونږ د هغوی کارونه ولیدل، مونږ نه پوهېدو چې څه وکړو،»

هغه زیاته کړه، «زمونږ ځینې نور ملګري اوس هم له داعش سره بند پاتې دي او ما له هغوی سره خبرې کړي دي او هغوی به هم ژر راشي،»

روح الله وویل، «هره ورځ هلته الوتکې بمونه غورځوي. د سولې له کولو څخه پرته بله لاره پاتې نه ده،»

د سولې د راتګ لپاره د خلکو هیله

له افغان حکومت سره د سولې کولو لپاره د طالبانو تر منځ د فشار په زیاتېدا سربېره، افغانان ورځ تر بلې ډېر خپله هیله څرګندوي چې اوږده جګړه په یو وار او د تل لپاره پای ته ورسېږي.‌

په ځانګړې توګه، یو ګروپ چې د خلکو د سولې حرکت دی،‌د یوې هراړخیزې سولې لپاره د افغانانو طبیعي ملاتړ منعکسوي.‌

له پیل څخه رانیولې په لومړیو دوه میاشتو کېپه لښکرګاه کې، په هغه موټربمي برید پسې، چې ۱۷ تنه ملکیان یې ووژل، له یوه پرلت څخه دغه حرکت داسې پراخ شوی چې قومي مشران، د مدني ټولنې فعالان او -- د ښځو په شمول -- د هېواد په روان تاوتریخوالي کې د وژل شویو افغانانو خپلوان په کې شامل شوي دي.‌ هغه همدارنګه د افغانستان د سولې د عالي شورا، د افغان علماو د شورا او د سیاسي مشرانو ملاتړ ورسره لري.‌

دغه حرکت د هلمند ولایت نورو برخو ته هم خپور شو،‌او د کندهار، زابل، اروزګان، فراه، بامیانو،‌ بلخ او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکو د دغه حرکت په ملاتړ خېمې لکې کړې او د سولې لپاره یې غږ پورته کړ.‌

[له جلال اباد څخه خالد زېري د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ټولو هغو ستونزو، چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دي، وروستی حل سوله دی.

ځواب ورکړئ

Da deera kha khabara da chi harsanaga keji bayad sola rashi

ځواب ورکړئ

تاسو باید له متحده ایالاتو سره مرسته وکړئ چې په افغانستان کې اوسي او رول په کې ولوبوي ځکه چې هغه له تاریخي پلوه د ۴ خطرناکو هیوادونو تر منځ پروت دی.‌ امریکایان لیرې دي. هغوی باید له نژدې څخه کنترول وکړي. که افغانان له هغوی سره همکاري ونه کړي، هغوی به بیا هم او کولی شي چې هلته پاتې شي ځکه چې هغوی دې ته اړتیا لري. هغه تر ټولو ښه کار دی چې وشي او یوازنۍ لاره ده. ګلیډ د زید دټ.. ټ

ځواب ورکړئ

دا د خوشحالۍ خبره ده، خو ګورئ تاسو د افغانانو یو نبض درک کړئ چې افغانان سر ورکوي خو په زور ځانونه نه تسلیموي. تاسو کوشش وکړئ چې افغانان که طالبان وي او که نورې ډلې، سولې او پخلاینې ته وهڅوئ. مننه

ځواب ورکړئ