امنیت

په سرپل کې طالب اورپکي د سولې بهیر سره یوځای شول، او په پخواني تاوتریخوالي یې پښېماني څرګنده کړه

د سلیمان راپور

۱۵ پخواني طالبان، چې په سرپل کې د سولې بهیر سره یوځای شوي، په خپلو پخوانیو فعالیتونوباندې پښېماني څرګندوي، او وایي چې طالبان، د هغوی عملونه او د هغوی 'قوانین' غیراسلامي او د هغوی ټول فعالیتونه غلط دي. [سلیمان]

کابل -- ځایي چارواکو وویل، د رحیم الله په نامه د طالبانو د یوه ګروپ مشر، د هغه تر قوماندې لاندې ۱۴ اورپکو سره یوځای، په سرپل کې د سولې بهیر سره یوځای شوی دی.

دغو پخوانیو طالبانو په خپلو تېرو فعالیتونو باندې پښېماني څرګنده کړه، او ویې ویل چې طالبان، د هغوی عملونه، فعالیتونه، او 'قوانین'، چې په ځایي خلکو باندې تحمیل شوي ول، غیراسلامي ول.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام ټایمز ته وویل، «د جنورۍ په ۲۱ مه، د رحیم الله تر قوماندې لاندې ۱۵ تنه طالب اورپکي، چې ټول له ولایتي مرکز سره نژدې د لاټي سیمې اوسېدونکي ول، د سولې بهیر سره یوځای شول، او خپلې وسلې یې له ځانونو سره راوړې،»

هغه وویل، «له درې کالو راهیسې، دغه افراد د طالبانو د ډلې غړي ول چې په سرپل ولایت کې یې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ کاوه، خو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو په هڅو او قربانۍ، او د افغان حکومت د مشروعیت په درک کولو سره، هغوی جنګ بس کړ او د سولې بهیر سره یوځای شول.»

د سرپل ولایتي اداره د جنورۍ په ۲۱مه ۱۵ پخوانیو طالب اورپکو ته د سولې بهیرته ښه راغلاست وایي. [د سرپل د والي د رسنیو دفتر]

د سرپل ولایتي اداره د جنورۍ په ۲۱مه ۱۵ پخوانیو طالب اورپکو ته د سولې بهیرته ښه راغلاست وایي. [د سرپل د والي د رسنیو دفتر]

اماني وویل، «دغو پخوانیو طالب اورپکو له ځانونو سره ۱۲ کلاشینکوفونه، یوه مخابره او پنځه موټرسایکلونه راوړل،»

هغه وویل، «افغان امنیتي ځواکونه به هغوطالب ځواکونو ته، چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي، خوندیتوب برابر کړي. هغوی کولی شي چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي یا له محلي امنیتي ځواکونو یا ځایي پولیسو سره یوځای شي.»

پخواني طالبان پښېماني ښیي

يوه پخواني یاغي، میرزا بای، چې د سولې بهیر سره یوځای شوی، د اورپکو د تسلیمۍ د اعلان په خبري کانفرانس کې وویل، «له طالبانو سره زمونږ د ملګرتیا پر وخت، د هغوی عملونو، فعالیتونو او 'قوانینو' مونږ ته ثابته کړه چې هغوی یو غلط ګروپ دی او د هغوی ټول عملونه غلط دي،»

هغه وویل، «طالبان او د هغوی عملونه نه مونږ ته ګټه را رسوي او نه زمونږ هېواد ته. له دې امله، مونږ د سولې بهیر سره یوځای شو چې خپل ماشومان او خپل خلک له دغه ډول بدمرغۍ څخه وژغورو.»

هغه وویل، «له اوس نه ایسته، به مونږ د حکومت او امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږو او له هغوی سره به د امنیت په برابرولو کې مرسته وکړو،»

د سرپل د سولې د شورا رییس مولوي نقیب الله په یادو مراسمو کې وویل، «طالبانو د خپلو جګړو له لارې، له وژنې او د خپل وطن له ورانونې څخه پرته نوره هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې. هغوی د خپلو ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو سره، نه یوازې زمونږ هېواد او هېوادوالو ته ستونزېجوړې کړي، بلکې همدارنګه د خدای د غضب او عذاب سبب ګرځېدلي دي.»

هغه وویل، «که مونږ وایو چې مونږ په قران کریم باور لرو، او هغوی هم وایي چې هغوی په قران باور لري، بیا نو جنګ ولې؟ که خبره د قدرت وي، لطفا راشئ؛ که خبره د نامه وي هم مهربانی وکړئ راشئ. د قیامت په ورځ به خدای هغه چاته سخته سزا ورکړي چې د کونډو او یتیمانو په شمول انسانان وژني

طالبانو ته پیغام: خپل وطن مه ورانوئ

د سرپل قومي مشر عبدالمتین خان سلام ټایمز ته وویل، «د دغو کسانو په څېر چې د کلونو له تېرېدلو څخه وروسته یې حقیقت درک کړ، په درنښت سره یې خپلې وسلې حکومت ته تسلیم کړې، او د سولې بهیر سره یوځای شول، زه طالبانو ته وایم: تاسو هم باید د خپلو هېوادوالو له وژنې او د خپل وطن له ورانونې څخه لاسونه واخلئ. په عزت سره راشئ او د سولې لاره، چې یوه اسلامي، انساني او اخلاقي اصل دی، غوره کړئ.»

هغه وویل، «د سولې په بهیر کې د دغو پخوانیو طالبانو شاملول به په دې ولایت کې امنیت بهتر کړي،»

د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار سلام ټایمز ته وویل، «د ۲۰۱۰ کال له سپتمبر راهیسې، چې د افغانستان د سولې عالي شورا کار پیل کړی، ۱۲۰۰۰ اورپکي له خپلو ۶۰۰۰ سپکو او درنو وسلو سره د سولې بهیر سره یوځای شوي دي،»

هغه وویل، «سوله د طالبانو، افغان عوامو او افغان حکومت په ګټه ده، په داسې حال کې چې د جګړې دوام به هم طالبانو او هم افغانستان ته تاوان ور ورسوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500